د جمهوريت جام په نامه د موسيقۍ جشن جوړېږي

خبريال: مدثر دعوت

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوريت جام په نامه د موسيقۍ ځانګړی جشن جوړوي.

ددې وزارت د رسنيو څانګې ويلي چې د جمهوريت، سولې،همپالنې او هيواد سره د ميني پر محور د جمهوريت جام په نامه جشن جوړوي.

دوی له سندرغاړو څخه غوښتي چې د روان ۱۳۹۹ ه ل کال د مرغومې د ۲۲مې څخه بيا د سلواغې تر لسمې پوري دې د جمهوريت جام اړوند شعرونه، او سندري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپاري.

پدغه جشن کې به ۳ غوره سندرغاړو ته عالي جائزې هم ورکړل سي.