که ژوند کول غواړو، نو اول باید ژوند زده کړو

لیکنه: حمیدالله حمیدي
ژوند داسې یوې مرحلې ته رسيدلی چې د هرڅه زده کول اړین دي، ژوند زده کول غواړي، له ژوند خوند هم هغه کسان اخلي چې دوی ژوند زده کړی وي، موږ کلونه کلونه د جګړو قرباني شوي یوو، د ژوند په اړه له ډيرو رازونو بې خبره یو. موږ ژوند کوو، خو د ژوند کولو په چل نه پوهېږو. ډیری خلک له خپل ژوند، هیلو، موخو، دندې، مېرمنې، اولاد یا په لسګونو نورو ستونزو شکایت کوي؛ دوی داسې فکر کوي چې دا ټولې ستونزو نورو د ده په ژوند کې پیدا کړي دي. څوک خبر دي کېدای شي د ستونزو لامل موږ پخپله و؟
یو وخت مې یوه جمله لوستې وه، ښايي ډيره مې لوستې وي ( ځان و پېژنه چې خدای و پېژنې) دا خبره زرینې کرښې دي هغوی چې ځان وپېژانده خدای هم پېژني، زه هغه وخت د دغې جملې په مانا هومره نه پوهېدم تر ډیره به سوال هم راته پيدا شو چې دا جمله څه مانا؟ زه خو ځان پيژنم نور نو څه وکړم؟
خو خبره داسې نه وه اوس پوه شوم چې د انسان په وجود کې څومره وړتیاوې دي چې پېژندلو ته اړتیا لري، انسان د خدای د بې مثاله قدرت یوه وړه نښانه ده، په واړه وجود کې هومره رازونه پټ دي چې ډیر ورته ګوته په غاښ شي.
رښتیا هم چې د ځان پېژندل د خدای پېژندل دي. ښايي ډیرو به ژوند کړی وي، عمر به یې تېر شوی وي، د ژوند خوږې ترخې به یې لېدلې وي، خو ښايي د عمر تر پایه یې د خپل وجود وړتیاوې نه وي پېژندلې، دوی یوازې خوړلي، څښلي او ځان یې تقدیر ته سپارلی دی. خو هغو چې ځان پېژندلی په نړۍ کې یې ستر بدلونونه راوستلي، هغوی په دې پوه شوي چې نړۍ د انسان لپاره پيدا شوي ده، انسان د مرګ لپاره نه دی پيدا مرګ د انسان لپاره پیدا دی، انسان د ژوند لپاره پيدا دی څو په نړۍ کې د انسانیت او انساني ژوند ستر سمبول شي، انسان ته ښايي چې د مځکې پر سر خپل رسالت تر سره کړي هغه رسالت د ښه، با وقار او دینداره ژوند تېرول دي.
اروا پوهنې په دې وروستیو کې ډير پرمختګ کړی، له خپل پرمختګ سره یې جوخت هغو ټولنو ته هم د پرمختګ واګې په لاس ورکړې چې ارواپوهنه مطالعه کوي او ارواپوهنې ته د ارزښت په سترګه ګوري، خو په هر حال ارواپوهنه هغه علم وو چې د انسان نه لیدونکي قدرتونه یې ولیدل.
انسان ته یې پر ځان باور، پاکي، مینه، محبت، کورنی ژوند، د اولاد روزل او ډير نور داسې مهارتونه ور وښودل چې تر ننه انسان هغه نه و عملي کړي.
ژوند هغو وکړ چې ژوند یې زده کړ، هغوی یوازې راغلل او ولاړل چې ژوند ته یې په خلاصو سترګو و نه کتل او د خپلو وجود شته وړتیاوې یې و نه ليدې هغه یې ونه کارولې او دا وړتیاوې یې همداسې ویدې له ځان سره یوړې، کېدای شي ډير داسې کسان به وو چې ډيرې وړتیاوې یې لرلې خو دوی ورته ځير شوي نه دي.