یو اګسټ او درې ورځې؛ افغانان باید څه وکړي؟

لومړی: په ۱۴ د اګسټ  پاکستانیان د آزادۍ دعوه کوي، خپل د آزادۍ جشن لمانځي، وايي، مونږ آزادي اخیستي.

کومه آزادي؟ د څه آزادي؟ او له چا نه آزادي؟

پاکستان آزاد شوی نه دی بلکې یو انګرېز تاسیس کړی، د تجزیې په صورت کې رامنځته شوی دی؛ د دوه سره لرونکي چاړه یو سر یې د افغانستان په ټټر دننه کړ او بل سر یې د هندوستان په ټټر، د همدې چړې په ملا اوس پاکستانیان ژوند کوي چې هر وخت یې د لويئدو امکان شته او د تجزیه کېدو وېرې راخیستی، ځکه خو پښې د دې چړې په ځيګر کلکې کلکې لګوي، چې په سرونو یې فشار راوړي، لکه پېچونه د افغانستان و هندوستان په ځیګر یې چي (تاووي) تر څو سست نشي او وینه یې ونه درېږي.
همدا ویره ده چې نه افغانستان د ارام ساه اخیستلو ته پرېږدي او نه هم هندوستان.
دوی چې هېڅ کومه آزادي نه ده اخيستي او هر وخت د له منځه تللو وېره ورسره مل ده بیا هم ژوند کوي، خوشالي کوي، ځانونه آزاد بولي، د آزادۍ سندرې وایي او د آزادۍ جشنونه لمانځي.

دویم ۱۵ د اګسټ

خوندوره ورپسې ۱۵ د اګست، د هند د آزادۍ ورځ ده، جالبه خو لا دا ده چې پاکستانیان ۱۴د اګسټ په خورا سپین سترګۍ سره خپله د آزادۍ ورځ بولي او ۱۵ ته Black day (توره ورځ) وایي.
هو، ۱۵ د اګسټ د هند د آزادۍ۷۴کليزه ده.
نو کله چې د هند ذکر کېږي او د دې رنګین هېواد په رنګونو خبرې ونشي خبرې به مو ضرور کم رنګه وي.
هندوستان ته د نړۍ د عجایبو هېواد هسې نه ويل کېږي، هند د رنګونو نوم دی، چېرته چې د نړۍ ټول رنګونه راټوکېږي او پیدا کېږي، کم رنګي پکې نه تر سترګو کېږي او نه هم خوښېږي. په سینګار و ګاڼه سمبال د نړۍ تر ټولو خوش اخلاقه، خوش رویه، خندان، نرم دل، هنري، موسیقار، مهربانه او سوله خوښونکي خلک لري.
که د هند سینما (فلم، ډرامې، عشقي و میهني سندرې، مینه ناکه شاعري) نه وای، مونږ جنګ ځپلو افغانانو به مینه، محبت له چا زده کاوه یا د مینې وفا په مفهوم به له کومه پوهېدو؟
اتفاق، د خولې مړۍ د یو بل سره نیمول، وطن ته ژمن و وفاداره پاتې کېدل، خپلو سرتېرو سره مینه ښودل، ډاډ ورکول، له ولسمشره تر ولسکشره ټولو باندې د قانون پلي کول او قانون ته درناوی کوونکي خلک…
په هر صورت له موضوع لېرې ولاړم، اصلاً دوی دي داسې خلک چې زمونږ احساسات راپاروي. د آزادۍ د ۷۴ کلیزې مبارکي ورته وایو.

دریم،  ۱۸ د اګسټ

ـ هو ،۱۸ د اګست چې د زمري د ۲۸ سره سمون خوري، زمونږ د ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱ کلیزه ده.

اصلي آزادي او خپلواکي زمونږه ده، زمونږ مشرانو د دې خوارې د ازادۍ او خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره نه هېرېدونکي قربانۍ ورکړي او وینې یې تویې کړي.
مونږ ته یې آزادي راکړې، دا بیله خبره ده، چې زموږه اوس نه ساتل کېږي او دا ځکه چې موږ کې ځینې فکراً غلامان او د خپلې فردي ګټو ته پیدا بې وجدانو تخم راګډ شوی.
هو، له بده مرغه چې موږ کې ځینې دومره بدبخته دي چې زموږ د اصلي خپلواکۍ لمانځلو پیغور راکوي چې ګوندي نه آزاد و نه خپلواک یوو. د همدې ځینو هېواد دښمنه کړیو له لاسه مو دښمن له موقع ناوړه استفاده کوي او دې منافق انګار ته پوکی ورکوي تر څو په لمبو بدل شي او شته حکومت و نظام  پرې لولپه کړي او یو ځل بیا راباندې تورې ورځې تجربه او لا مو سل کاله پخواني ژوند ته ستانه کړي.
سهي ده چې خپلواکي ما او تا نده اخیستي، اما زموږ خپلې وینې او خپلو اجدادو مونږ ته اخیستې، د پاکستان په څېر کوم انګریز آزادي نه ده رابښلي. اوس د دې خاورې ساتل او حکومت و نظام قایمول او ساتنه یې پر مونږ ټولو فرض ده، د راتلونکي نسل د هویت لپاره، د ابديت لپاره، د عزت و ناموس خونديتوب لپاره.
زمونږ دښمن یوازې پاکستان نه دی! امريکا، ایران، روس او… دا هغه دښمنان دي چې هېڅ کله دوست کېدلی نه شي او نه هغه بې شرمانه ماتې هېرولای شي چې افغانانو ورکړي دي.
دوی له هرې ممکنې لارې استفاده کوي، په شاتو کې د زهرو راکولو کوښښ کوي، د دوست په جامه کې له شا ګوزار راکوي، زمونږ له حرص و ځانځانۍ ګټه پورته کوي او مونږ د يو بل، خپل حکومت، دولت، قانون و نظام پر وړاندې تحریکوي.
مونږ مصروفه ساتي، پر موږ، موږ وژني، د کور دننه خیانت پر موږ ترسره کوي، زمونږ پر ذهنونو دوی کار کوي تر څو ووایو چې مونږ خپلواک نه يوو، غلامان یوو…

مه پرېږدئ چې دښمن مو خپلو شومو اهدافو کې کامیاب او مونږ تور تاریخ بیا تجربه کړو!
زما کړېدلو هېوادوالو، ځورېدلو افغانانو!
د فکري غلامانو او دښمنانو ارمان خوار کړئ!!
د نورو کلونو په څېر سږکال هم پوره لیوالتیا و انرژي د ازادۍ جشن ته چمتووالی ونیسئ او د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه ښه په جوش او ولولو ولمانځئ او ښه پکې وخاندئ!
خپلواکي مو خپلواکي پاتې او ۱۰۱ کلیزه یې مبارکه !