ټولنیز ژوند

د خلکو په څهرو بې غرضه موسکا یو ښکلی احساس او غوره نیکي ده

د یو ځوان نقل دی: چې یوې بوډۍ میرمنې خپل ټول عمر په کلیو و بانډو کې تېر کړی و. د لومړي ځل لپاره په الوتکه کې سپره وه. د خپلې لور او زوم لیدو لپاره ښار ته تلله. هغه په الوتکه کې زما تر څنګ سېټ ته کښېناستله. د الوتکې عملې (خدمې) خواړه راوړل. هغې د لومړي ځل لپاره دا ډول خواړه لیدل. نوموړې لومړی د ځانګړي نسج (ټوشو پیپر) پاکټ خلاص کړ او … نور ولولئ

رسنۍ

“جسټن ټروډو” د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د درېیمې دورې لپاره د صدراعظمۍ ټاکنې وګټلې

د کاناډا پارلماني ټاکنو د رایو شمېرل دوام لري، مګر رسنۍ ادعا کوي چې واکمن ګوند او د لومړي وزیر “جسټن ټروډو” لېبرال ګوند ګټلي ده. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، واکمن لېبرال کاندیدانو ۱۵۷ څوکۍ ګټلي دي ، خو په پارلمان کې د ۱۷۰ څوکیو اکثریت ترلاسه کول ضروري دي. کاناډایې رسنۍ ادعا کوي، چې واکمن ګوند د لېبرال حکومت جوړولو په دریځ کې دی، خو دا لا روښانه نده چې ایا … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په ټولنیزو رسنیو کې به بې شمېره داسې څهرې، چې تاسو یې لیدل نه غواړئ

د انټرنیټي نړۍ جادو که یو دانا  شخص په پوهه سره هغه څه وکړي، چې هغه ته پکې لوی زیان وي، نو د ده په هکله له دې پرته به نور څه وویل شي چې چا پرې کوډي(هیپنوټایز) کړي وي؟ که تاسي لږ د نن ورځې انسان مشاهده کړئ، نو وبه وګورئ، چې زموږ څخه ډېری دا ډول بې سر و پښو (عجیبه) ژوند کوي. ـ موږ د شپې وېښ یو، که څه هم زموږ … نور ولولئ

په زړه پورې

یوه ښځه په هدیره کې د انسان د هډوکو (اسکلیټ) سره نڅا کوي

ایا تاسو کله هم کومه ښځه په هدیره کې د کالبوتونو سره په لوبو او یا نڅا لیدلې؟ که مو نه وي لیدلي اوس یې وګورئ. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې یوه ښځه د انګلینډ په زاړه هیل قبرستان کې د راهبې کالي په تن د انسان د کالبوتونو سره په لوبو او نڅا کولو لیدل شوې. د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې مېرمنې وحشتناک او حیرانوونکي … نور ولولئ

خواړه

د زړه ناروغۍ د مخنیوي ځینې لارې چارې

د زړه ناروغي، په نړۍ کې د مړینې یو له مخکښو لاملونو څخه ده. خو ایا تاسې پدې پوهېږئ، چې تاسو کولی شئ د سالم ژوند کولو لپاره د خپل زړه ساتنه وکړئ؟ ـ دلته به تاسې ته د زړه د ناروغۍ خطر کمولو لپاره درې (۳) ساده و اسانه لارې دروپیژنو.   لومړ، ورزش (تمرین) هڅه وکړئ په ورځ کې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې تمرین وکړئ، ترڅو ستاسو د زړه ناروغۍ خطر راکم … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان ملي لوبډلې کپتان “بابر اعظم” د سیریز لغوه کېدو په اړه ژور خفګان څرګند کړی

د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې د امنیتي اندېښنو له امله “پاکستان” ته خپل ناڅاپي سفر لغوه اعلان کړ، په داسې حال کې چې د کرکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم هم غبرګون ښودلی. بابر عظم په خپل ټویټ کې ویلي ، چې هغه د نیوزیلینډ د دې ناڅاپي پریکړې څخه ډېر مایوسه شوی، دغې سیریز لوبې کولی شي، چې د ډیری مینه والو په خولو موسکا راوړي. هغه ویلي: “زه د پاکستاني امنیتي ادارو په وړتیاوو … نور ولولئ

په زړه پورې

ایا پوهېږئ ـ که کله مو خندا نه درېده، نو ځان وسکونډئ

ژباړه او راټولونه/ مهر تاج   ایا پوهېږئ!؟ ـ که تاسې نېم سیری (مېګرن) لرئ، نو خپل لاسونه یوه شېبه د یخ (واوري) په یخو اوبو کې کېږدئ. سردرد به مو ارام شي.     ـ کله چې د خوب پرکالي درباندې راځي او غواړئ مخه یې ونیسئ یانې ویده نشئ، نو اوږده موده مو ساه (څومره چې کولای شئ) بنده او بېرته واخلئ. ـ کله چې په ملاسته هم درباندې سرګرځي، نو خپله یوه … نور ولولئ

ژوند بڼه

هر کله چې بازار ته ځئ، نو خواښې ته مو حتما یو څه راوړئ

زموږ په ټولنه کې او په ځانګړې توګه مېرمنو ته اکثریت دا پېغور ورکول کېږي، چې په ښځو د تاوتریخوالي لوی لامل پخپله ښځه ده. یانې یوه ښځه په بله ښځه ظلم کوي. د خواښې پر نږور او نږور په خواښې همدا راز نندور او نورو د ژوند او کړنو مثالونه ورکوي، چې تر ډېره بریده رښتیا هم ده. د هر کور مشره مېرمن یانې مور د هغه کور داخله وزېره وي. د هر کار … نور ولولئ

په زړه پورې

اته دقیقې فلم،چې د نړۍ تر ټولو لنډ او غوره فلم لقب ګټلی

  نږدي دوه میاشتې کېږي، چې ساده اتاق کې په یو بستر پرته یم. په دغه موده کې د کورنۍ په مرسته یوازې دوه ځلې بهر ډاکټر ته تللي یم. تیر نظام مې ترافیکې پېښه کړې وه، د دې واکمنۍ مې لا بهر نړۍ، له نږدې نه ده لیدلې. د کړکۍ تر څنګ یم، نېمه حویلۍ راته ځنې ښکاري، په بهر ونو، بوټو او ګلانو پسې خفه شوې یم، په دې دوه میاشتو کې یې … نور ولولئ

ژوند بڼه

د بریالي ژوند کیلي څه ده!؟

  زموږ د ټولنې یو بد دستور او سوءتفاهم د نجونو په اړه دا دی، چې د هرې ستونزې پړه په نجلۍ او د نجلۍ په پلارګنۍ ور اچول کېږي، چې ګوندي سمه روزنه یې نه ده ورکړې. دا ورته نه دي ښودل شوي، چې خسرګنۍ سره څرنګه تعامل وشي. برعکس نجلۍ ته تل دا غوږوالۍ غوږ کې اچول کېږي، چې پردۍ ډوډۍ ازغې لري! د بل کور د دادا د کور په څېر د … نور ولولئ