افغانستان: د کرونا ضد اړوند امکاناتو برابرولو په برخو کې مهم تړونونه لاسلیک شول

راپور: بشر درویش

د اسیا پراختیایي بانک کومکي پيسو څخه کوید-۱۹ ویروس سره د مبارزې د اړتیا وړ طبي وسایلو او درمل برابرولو او د دغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې په موخه د لسو روغتونونو د جوړولو او ترمیم قراردادونه، لاسلیک شول.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې مراسمو کې افغان ولسمشر اشرف غني هم ګډون درلود.
یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وویل چې په دغو قراردادونو کې د هغو ۱۵ روغتونونو جوړول او ترمیم او همدارنګه د کرونا ویروس د تشخیص ظرفیت لوړولو په موخه د لابراتوارونو د وسایلو او طبي تجهیزاتو او درملو برابرول او تدارک هم شامل دي، چې د لسو روغتونونو قرارداد یې نن لاسلیک شو.

د تړونونو هدف د حکومت د هڅو ملاتړ دی

په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک رئیس نارندرا سنګرو د یادو قراردادونو په اړه وویل، هغه قراردادونه چې نن لاسلیک شول کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت له هڅو د ملاتړ په موخه دي.

هغه وویل:

«اسیا پراختیايي بانک د یادو قراردادونو د اغېزناک تطبیق لپاره متعهد دی او د دغو پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه اغېزمنو میکانیزمونو ته پاملرنه کېږي. په پنځو میاشتو کې د ۱۰ روغتونونو جوړول ستونزمن کار دی، خو د موجوده ظرفیت او همکارۍ پر بنسټ دغه روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.»

یاد قراردادونه د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجواد عثماني، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر رئیس ریچارډ پییر کورن، د یونیسف استازې شیما سن ګوپتا او د ملي انکشاف شرکت د کورجوړولو تصدۍ رئیس میرویس ارغندیوال ترمنځ لاسلیک شول.

واحد او منسجم ټیم په توګه کار کوو

افغان ولسمشر اشرف غني د کرونا ویروس پر وړاندې د خلکو د مقاومت او همغږۍ ډول او د همکارو بین المللي بنسټونو مننه وکړه او په دې برخه کې د حکومت د رهبرۍ د ګډو هڅو د یادونې پر مهال یې وویل، د ارګ وحدت، د افغانستان د تحرک یووالی او ملي ویاړ دی. هغه زیاته کړه، موږ د یوه واحد او منسجم ټیم په توګه کار کوو او د خلکو د ژوند ټول ابعاد موږ ته لومړیتوب لري.
هغه وویل:

«نن واقعاً یوه تاریخي ورځ ده چې د لومړي ځل لپاره یو دولتي شرکت د اسیا پراختیایي بانک سره داسې قرارداد کوي چې پکې سرعت، شفافیت او مدیریت په پام کې نیول شوی، موږ له ۱۵ روغتونونو پیل کوو، خو زموږ د انکشافي برنامو د تطبیق طریقه به د سرعت او همکارۍ د ډول په طرف مخته ولاړه شي.»

ژر بشپړیدونکي روغتونونه

نوموړي وویل، په تېر کې زموږ د روغتونونو د بشپړولو اوسط کابو شپږ کاله وو، خو دا ځل به په پنځو میاشتو کې تکمیل شي چې د تشکیل د ایجاد او امکاناتو برابرولو له تکمیلولو وروسته به یې دویمه برخه، هم مهاله پیل شي.

هغه دېته په اشارې چې د کرونا ویروس د دویمې څپې له ګواښ څخه باید غافل نشو، وویل:

«کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له مثبتو درسونو په زده کړې سره به په بریالي ډول مخته ولاړ شو.»

ښاغلي غني کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کارکوونکو څخه د قدردانۍ پر مهال په ټینګار ویل، د ملي روغتیا په برنامې بیا کتنه کېږي. هغه زیاته کړه، د صحت په برخه کې د مدیریتي او مسلکي دندو د تفکیک په موخه واضح اړتیا موجوده ده.