خورا اسانه اروايي درملنې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

دلته مو د ذهني فشارونو او ژوند بڼې ناسمو شرایطو له امله د پیدا شویو اروايي ستونزو اسانه او ساده درملنې ښودلې چې په عملي کولو یې مطلوبه پایله اخیستلی شئ.
۱- ډېرې اوبه څښل؛
۲-  ترکاري او سابه خوړل؛
۳-  ورزش کول؛
۴-  شاهانه سهارنۍ، وزیرانه غرمنۍ او فقیرانه شپنۍ خوړل؛
۵-  ډېرې او سمې لوبې کول؛
۶-  تر تېر کال مو د کتاب مطالعه ډېرول؛
۷-  دغو دریو (e) سره ژوند وکړئ:(energy) انرژي،(enthusiasm)  مستي او هیجان، (empathy)  زړه‌سوی او مهرباني؛
۸-  د شپې ۷ ساعته حتماً ویده شئ؛
۹-  د ورځې ۱۰ دقیقې چوپ شئ او فکر وکړئ؛
۱۰-  هره ورځ ۱۰ یا ۳۰ دقیقې پلی تګ وکړئ او موسک واوسئ.

راځو شخصیت ته

۱۱-  ژوند مو له هېڅ چا سره مه پرتله کوئ، ځکه تاسو نه پوهېږئ چې د هغوی ترمنځ څه تېرېږي؛
۱۲-  تر منفي فکرونو مو ډېره انرژي پر مثبتو افکارو ولګوئ؛
۱۳-  هغه کار مو چې تر وسې جګ و، مه یې کوئ. مانا تر خپلې وسې کار وکړئ؛
۱۴-  خورا ډېره اندېښنه هم ځان ته مه کوئ؛
۱۵-  خپله انرژي د نورو چارو کې په لاسوهنه مه مصرفوئ؛
۱۶-  کله چې ویښ وئ خیال ډېر وګورئ، مانا خیال پلو ووهئ؛
۱۷-  هغه څه چې باید ویې لرئ، لرئ یې، نو رخه د وخت ضایع کول دي؛
۱۸-  تېر هېر کړئ، د ژوند د ملګري/ ملګرې د تېرو وختونو تېروتنې مه ورپېغور کوئ، دا کار بیا د تاسو د اوسمهال خوږلني اخلي؛
۱۹-  ژوند تر دې لنډ دی چې له خلکو کرکه وکړئ، نو مینه ووېشئ؛
۲۰-  له ماضي سره ملګرتیا وکړئ چې اوس وخت مو درخراب نه کړي؛
۲۱- هېڅوک ستاسو د خوشحالولو مسوولیت نه لري، پرته له تا چې باید ځان خوشحاله کړې.
۲۲-  ژوند لکه ښوونځي چې درس پکې وایئ، ستونزې یې د درسي برنامې برخه او لکه الجبر داسې وګڼئ؛
۲۳-  اړتیا نشته چې هر څه کې بریالي شئ، ځينې وخت مخالفت هم شته.

ټولنه

۲۴-  کله کله خپلوانو سره اړیکه کې شئ؛
۲۵-  د خلکو تر تېروتنو ورتېر شئ؛
۲۶-  تر ۶۰ او ۶ ښکته عمر لرونکو ته وخت ځانکړی کړئ؛
۲۷- هڅه وکړئ لږ تر لږه د ورځې درې ځلې خلکو ته ورموسک شئ؛
۲۸-  دا چې خلک ستاسو په اړه څه فکر کوي، تاسو پورې اړه نه لري؛
۲۹-  کله چې ناروغ شئ دنده مو ستاسو پالنه نه کوي، کورنۍ او ملګري یې کوي، نو د دوی خیال ساتئ.

ژوند

۳۰-  مینه د هر څه درمل دی؛
۳۱-  مهمه نه ده چې کوم حالت کې یاست، پاڅېږئ، جامې بدلې کړئ، ووځئ د ټولنې په منځ کې ورګډ شئ؛
۳۲-  همدا چې له خوبه پاڅېدئ، لومړی شکر وباسئ؛
۳۳-  تل مثبت پیغامونه خپاره کړئ؛
۳۴-  توکل او اراده هېڅ مه هېروئ.