د چېلنج کپ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پرون پیل شوې

د چېلنج کپ يو ورځنيو ولایتي سياليو وروستی يا ګرېډ ون پړاو پرون (د جولای په ۳۱مه نېټه) په ننګرهار او خوست لوبغالو کې پيل شوې.
د کرکټ بورډ په وېنا په دغه پړاو کې ۸ لوبډلې ګډون لري، چې څلور لوبډلو (کابل، ننګرهار، خوست او پکتيا) د چېنلج کپ ولايتي سياليو لومړي پړاو او څلور لوبډلو (کندهار، بلخ، لوګر او هرات) د دويم پړاو څخه ګرېډ ون یا لومړۍ درجه سياليو ته لار پېدا کړې ده.
کرکټ بورډ وايي، د ګرېډ ون (لېست ای) سيالۍ د چېلنج کپ يو ورځنيو ولايتي سياليو وروستی پړاو دی، چې پکې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي. په بي ګروپ کې هرات، ننګرهار، لوګر او کابل لوبډلې شاملې دي، چې په ننګرهار کې به لوبې ترسره کوي، همدا راز په ای ګروپ کې بيا د کندهار، بلخ، خوست او پکتيا لوبډلې دي چې خپلې لوبې به په خوست کې ترسره کوي.
يادې لوبې چې د هرې ورځې د سهار ۹ بجې پيلېږي، هره لوبډله به پکې درې لوبې ترسره کړي.
له هر يو ګروپ څخه به دوه مخکښې لوبډلې نيمه پایلوبو ته لار پیدا کوي چې د اګست په ۷مه نېټه ترسره کېږي. په نيمه پايلوبو کې بريالۍ لوبډلې به پايلوبې ته ځي او پايلوبه د اګست په ۱۰مه نېټه په خوست کې ترسره کېږي.
افغان کرکټ بورد وایي، دغه سیالۍ د لېست ای بڼه لري، ۵۰ اورونه پکې لوبول کېږي چې د لېست بڼه یې هم تېر کال ترلاسه کړې ده