پینځلس مثبتې جملې

  • ژباړه: ملیحه ناصري

۱- زه تر ټولو ښو ته په تمه یم، تر ټولو ښې هیلې لرم او په ډېر ښه ډول یې عملي کوم.
۲- که څوک بریالی شو، نو په دې مانا چې زه هم د نورو غوندې بریا ته رسېږم.
۳- منفي فکر او احساس، مثبت فکر او احساس کوم لګښت نه لري، نو ولې مثبت ونه ټاکو؟
۴- ستاسو فکر، احساس او خبرې پر تاسو او پر نورو خلکو اغېز کوي، نو خپل فکر، احساس او خبرو ته پام کوئ.
۵- زه د هغو ټولو شیانو درناوی کوم چې لرم یې او د همغو لپاره شکر هم کوم.
۶- زه هر مهارت زده کولی او په هره برخه کې پرمختګ کولی شم.
۷ – زه دا وړتیا لرم چې خپلو هیلو او خوبونو ته کار وکړم او رښتیا یې کړم .
۸ – خوښي، مینه او هوساینه خپل ژوند ته رابولم.
۹ – ورځ تر بلې مې په ژوند کې پرمختګ احساس کوم.
۱۰- په تېر ژوند کې پاتې کېدل هېڅ ګټه نه لري، هر څه چې و خلاص شول، اوس نشته او باید په اوسني وخت کې واوسئ.
۱۱- باور وکړئ چې آن په ناکامۍ او ناهیلۍ کې بریا ته رسېدای شئ، خو چې د بریا ذهنیت درسره ولرئ.
۱۲- چې پر ځان مو باور ولرئ، د نورو خبرې درته ارزښت نه لري.
۱۳ – که ووایئ چې نشم یې کولی، ذهن مو فرصت بایلي، خو که ووایئ کولی یې شم، ذهن ته مو فرصت لاسته ورځي او بریا ته مو بیایي.
۱۴ – که یو کار مې ونه شو کړای، ما ته به یو درس وي.
۱۵- کله مو چې ذهنیت بدلون وکړ او  خوشحالوونکو افکارو خواته ولاړئ، نو ژوند مو هم بدلون ورسره کوي.