هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۰ ته ورسېد.

د هیواد د عامي روغتیا وزارت وايي، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ئې د هرات ۱۳۶ او د هیواد د بیلابیلو ولایتونو دا ئې بیا ۶۰ مشکوکي نمونې وازمویلې، چي ۲۹ ئې پکښي مثبتي وختلې.
د عامي روغتیا وزرات په خبره، چي تازه ثبت سوي ۲۹ پيښو څخه ۲۵ ئې په هرات، ۲ په کندهار او یوه ـ یوه پيښه بیا نیمروز او دایکندي ولایتونو کي ده.
په هرات کي تازه ۲۵ ثبت سوو مثبتو پيښو کي ۱۷ نارینه او ۸ ئې بیا ښځي دي.
د عامي روغتیا وزرات د معلوماتو له مخي اوس په افغانستان کي د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمېر د قاطع ملاتړ ماموریت د ۴ پيښو په ګډون ۱۷۴ ته ورسېد.
هغه ولایتونه، چي پکښي د کرونا ویروس مثبتي پيښي ثبت سوي.
هرات کي ۱۳۱
کابل  کي ۱۰ ( د قاطع ملاتړ ماموریت په ګډون)
فراه کي ۵
سمنګان کي ۴
نیمروز کي  ۵
لوګر کي ۳
بلخ کي ۳
کندهار کي ۳
زابل کي ۲
دایکندي کي ۲
غزني کي ۱
بدخشان کي ۱
ننګرهار کي ۱
کاپيسا کي ۱
بادغیس کي ۱
سرپل کي ۱
بلخوا په ټوله نړۍ کې تر دې دمه ۷۸۵۷۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، د مړو شمېر ۳۷۸۱۴ کسه ته رسېدلی دی او ۱۶۵۶۰۶ کسه بېرته رغېدلي دي.
 د راپورونو له مخې امریکا د مثبتو پېښو له اړخه لا هم د لېست په سر کې ده او ۱۶۴۲۴۸ کسه تر دې دمه په امریکا کې په کرونا اخته شوي دي. همدا راز په دغه هېواد کې ۳۱۶۴ کسه کرونا مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۱۵۹۱ ته رسېدلی او مثبتې پېښې یې ۱۰۱۷۳۹ ته رسېدلې دي. په هسپانیه کې مثبتې پېښې ۸۷۹۵۶، په جرمني کې ۶۶۸۸۵، په فرانسه کې ۴۴۵۵۰، په ایران کې ۴۱۴۹۵، په برېتانیا کې ۲۲۱۴۱، په پاکستان کې ۱۷۱۷ او په سعودي عربستان کې ۱۴۳۵ ته رسېدلی دی.