شهزاد محمدي له هرډول کرکټ څخه محروم شو.

ليکنه: سميع الله درانی
د افغان لوبډلې وېکټ ساتونکی توپ وهونکی او د ملي لوبډلې پیاوړی اوپنر توپ وهونکی د یو کال لپاره د هرډول کورني او نړیوال کرکټ څخه منع کړل شو.
شهزاد محمدي چې د نړیوال جام له دوهمې لوبې وروسته د فېټنېس د نشتون په پلمه هېواد ته راواستول شو او دلته یې بیا رسنیو سره په خبرو کې وویل چې روغیتایي جوړه ده او هیڅ ستونزه نشته، اوس یو ځل بیا د افغان کرکټ بورډ د ډيسپلین کمېټې له خوا له لوبو محروم کړل شو.
د افغان کرکټ بورډ د ډېسیپلین کمېټې د یکشنبې په ورځ د اګسټ په ۱۸ مه نېټه د یوې ناستې په ترڅ کې اوپنر وېکټ ساتونکی توپ وهونکی د کرکټ بورډ د اصولو په ماتولو پړ وباله.
شهزاد محمدي ته د کرکټ بورډ د ډېسیپلین کمېټې له خوا اختارونه ورکړل شوي وو، چې په پاکستان کې له کلبونو او نورو سیمه یزو لوبډلو سره لوبې ونه کړي؛ خو هغه څو ورځې وړاندې د پاکستان په یوه کلب کې پر تمریناتو لیدل شوی.
کرکټ بورډ په یوه بیانیه کې ویلي، چې « شهزاد محمدي له هېواد څخه په بهر تللو سره تشدد کړی او اصول یې مات کړي دي؛ نو ځکه ۱۲ میاشتې له هر ډول کرکټ څخه محروم شو».
یوه اونۍ وړاندې د کرکټ بورډ په رسمي پاڼه لیکل شوي وو، چې شهزاد محمدي تر نامعلومې نېټې له لوبو منع کړل شوی؛ خو اوس یې نېټه هم معلومه شوه.
دا دوهم ځل دی چې محمدي له لوبو محرومېږي د ۲۰۱۶ م کال په اوږدوکې نوموړی د ځواک ورکوونکو درملو په کارولو تورن شوی و، چې بیا ۲ کاله د کرکټ نړیوالې شورا له خوا له لوبو کېنول شوی و.

شهزاد محمدي د ۲۰۱۶ م کال له وروستیو څخه د ۲۰۱۸ م کال تر جنوري میاشت پورې له لوبو منع کړل شوی و.
د پاکستان خلاف تمریناتي لوبه کې د شهزاد کېناستلو د خلکو شکونه راوپارول او له هغې وروسته له نړیوال جام څخه هېواد ته راواستول شو، اوس د ترتیبي برخې په ماتولو ګرم وپېژندل شو او له لوبو څخه وځنډول شو.
کرکټ بورډ په شهزاد یوه نیوکه دا هم کوي، چې د نوموړي کور او فامیل لا هم په پاکستان کې دی او هېواد ته یې کډه نه ده راوړې.
په تېرکې ځېنو رسنیو هغه آن پاکستانی بللی دی او د هغه والدین یې د پاکستان اوسېدونکي یاد کړي دي؛ خو تر اوسه شهزاد محمدي دغو ادعاووته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او نه هم تر اوسه کرکټ بورډ د هغه د هویت په اړه واضح څه ویلي دي.
تر دې وړاندې شهزاد محمدي د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډکې لوبې کړي او د افغان لوبډلې د توپ وهنې د ملا تېر یې رغولی و.
شهزاد محمدي مخکښ افغان توپ وهونکی
محمدي یواځېنی توپ وهونکی دی، چې په افغان لوبډله کې په یو ورځنیو لوبوکې ۶ سلیزې او ۱۴ پنځوسیزې لري، هغه په ۸۴ یو ورځنیو لوبوکې ۲۷۲۷ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې ۱۳۱ ناسوځېدلې لوړې منډې دي.
په یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۲۳ څلوریزې او ۵۵ یې شپږیزې وهلي دي.
په همدغو لوبوکې یې ۶۴ کېچونه نیولي او ۲۵ یې سټمپ اوټونه کړي دي؛ چې د دې ډول یا فارمټ لوبو یو مناسب لوبغاړی دی.
محمدي په ۶۵ شل اوریزو لوبوکې ۱۹۳۶ منډې کړي، چې ۱۱۸ ناسوځېدلې یې لوړې منډې دي.
یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې لري، ۲۱۸ یې څلوریزې وهلي او ۷۲ یې شپږیزې وهلي دي.
۲۰۰۹ م کال کې یې د نېدرلېنډ خلاف د یو ورځنیو لوبو پیل وکړ، وروستۍ لوبه یې د ۲۰۱۹ م کال په نړیوال جام کې د سریلانکا خلاف وکړه.
۲۰۱۰ کال کې یې د ایرلېنډ خلاف د شل اوریزو لوبو پیل وکړ او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې تر دې دمه په ۲۰۱۸ م کال کې د ایرلېنډ خلاف کړې ده.
نو شهزاد په ټوله معنا د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډک لوبغاړی دی، که چېري دا لوبغاړی له لوبډلې ولاړ شي، ښایي ځای یې تر ډېر وخته په اسانۍ ډک نشي.