د ازبکستان وارداتي برښنا ۴۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه

د افغانستان برښنا شرکت وايي، ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.
برښنا شرکت وایي، وړاندې د ازبکستان د برښنا پنځو دستګاوو کې د عارضې رامنځته کېدو له امله نوموړي هیواد افغانستان ته د خپلې برښنا کچه را ټیته کړې وه.
دغه شرکت وایي، دغه راز د افغانستان برښنا شرکت د رهبري پلاوي له خوا جدي هڅې روانې دي څو د برښنا حالت د عادي کېدو په موخه د برښنا له واردونکو هېوادونو سره د انرژي کمښت ستونزه هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهسي په کابل ښار کې د برښنا نه شتون خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې له ازبکستان وارداتي برښنا پر کابل او ټول افغانستان قطع شوې ده چې د برښنا شرکت په خبره د تخنیکي ستونزې له کبله دغه برښنا درېدلې ده خو بل خوا ځینې ګنګوسې شته چې ګواکې د افغانستان د برښنا شرکت ازبکستان هېواد ته پیسې نه دې ورکړې او ډېرو قرضداريو له کبله ازبکستان خپله برښنا پر افغانستان قطع کړه.
https://yaraan.com/old/ozbakistan-and-afghanistan-electricity/

About عاقله اسد 1247 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله