افغان تکواندو کاران ډک لاس هیواد ته راستانه شوه!

د افغانستان د تکواندو په نړیوالو سیالیو کي دوو افغان لوبغاړو په جلا جلا ډول د سرو زرو مډالونه خپل کړل او د یادو سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته پرون دوشنبه هیواد ته راستانه شوه.
د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي د یادو لوبغاړو تود هرکلی وشو.

یاد کمېټه وايي، چي د متحده عربي آماراتو په کوربتوب د تکواندو په یادو آزادو نړیوالو سیالیو کي له افغانستانه څلورو نارینه او دوو بیا ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي ئې دوو نارینه وو ښې لوبي ترسره کړې او مډالونه ئې وګټل.

د افغانستان لپاره یاد دوه مډال ګټونکي لوبغاړي محسن رضايي او فرزاد منصوري دي، چي په خپلو وزنونو کي ئې څلور لوبغاړي مات کړل.
محسن رضايي په ۵۸ او فرزاد منصوري بیا په ۶۸ کیلو ګرام وزن کي سیالۍ ترسره کړې.

د متحده عربي آماراتو په کوربتوب د تکواندو په دې آزادو سیالیو کي د ۴۰ هیوادونو څخه ۲۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
دا د دې سیالیو اتم پړاو وو، چي د دوو ورځو په ترڅ کي ترسره سو.
له افغانستان په دې سیالیو کي محسن رضايي، فرزاد منصوري، حکمت الله زین، حسین لطیفي، سمیه غلامي او زهرا میرزایي ګډون کړی وو.
د تکواندو د یادو سالیو موخه د ۲۰۲۰م کال المپيکي سیالیو ته چمتوالی نیول دي.