زیتون د دانې سربیره یې پاڼې هم روغتیا ته ګټې لري

ژباړه راټولونه: مریم محمدي
زیتون په خپل ترکیب کې په پرېمانه اندازه مغزي او معدني مواد، بېلابېل وېټامینونه، اوسپنه، فیبر، فنولي ترکیبات، اوليیک اسید او انتي اکسیدان لري.
په نیویارک کې د زیتونو په پاڼو نوې طبي څېړنې ښودلې چې د زیتون پاڼو کې د اولیوروپین په نامه ځانګړي کیمیاوي مواد تولیدوي چې د زخمونو د پړسوپ او جلد د خارښ د مخنیوي لپاره ګټور دي.
د زیتونو پاڼې د ناروغیو ښه درمل دي
ډاکټران وايي د زیتون پاڼې د زړه د ناروغیو، د پوټکي او مثانې د سرطان، تور زېړي، ټيټ فشار او ځینو نورو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.
په نیویارک کې ډاکټر چارلس پاسلر وايي د زیتون په پاڼو آنتي‌اکسیدان ماده شته او همدغه راز دا پاڼه ویتامین اې او ویتامین بي-۹ هم تولیدوي چې د بېلابېلو رنځونو لپاره ګټور دي. نوموړی وايي د وچ چایو په ځای د زیتون د پاڼو کارول هم صحت خورا ګټور دي.
د زیتونو پاڼې د پوستکي خارښت ښه کوي
د ډاکټرانو په وینا د زیتون پاڼې د پړسوپ د رغولو او کینولو لپاره ښه دي. د زیتون پاڼې د جلد د خارښت د ارامولو لپاره هم ګټه لري. د نوې څېړنې په اساس چې پر حیواناتو شوې دي، د زیتون پاڼې د سینې، د پوټکي او مثانې د سرطان په مخنیوي کې هم مهم رول لوبولی شي.
د زیتونو پاڼې ذهن ته وده ورکوي
څيړنو ښودلې چې د زیتونو په پاڼو کې شته کیمیاوي مواد هغه علتونه وژني چې عقلي او ذهني ځواک او نبوغ ځپي او کمزوری کوي.
په زیتونو کې شته کیمیاوي مواد د ذهني نبوغ په وده کې هم رول لوبوي، په خاص ډول د الزایمر او پارکېنسن ناروغیو په مخنیوي کې.
د زیتون پاڼې بدن ته انرژي ورکوي
روغتیا پالان وايي چې د زیتونو پاڼې د زړه د ناروغیو او تور زېړي په مخنیوي کې هم ګټور تمامېدی شي او تر ټولو مهمه یې دا چې د زیتون پاڼې د اولیانولیک تیزاب هم لري چې انسان ته انرژي ورکوي.