هغه څه چې هېڅکله به يې له برياليو پلورونکو وانه ورئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ولې ځيني پلورونکي له نورو بريالي او مخکښه دي؟ ولې ځيني کسبه کاران او سوداګر د خپل کار په نسبت ښه احساس لري، په داسې حال کې چې ځيني بيا احساس کوي چې کارونه پرې غمېدلي او په اجباري توګه يې ترسره کوي؟ ځواب، په خبرو کې د کليمو او تورو انتخاب دی. د کليمو او تورو ټاکل په مطلق ډول ستاسو طرز، فکر، چلند، شخصي ژوند، کار او مسلک پورې تړاو لري او مستقيمه اړيکه ورسره لري.
په دې ليکنه کې به تاسو له داسې خبرو، کليمو او الفاظو سره بلد شئ چې بريالي پلورونکي يې هېڅکله هم خپلو پېرودونکو (مشتريانو) ته نه کاروي:
ناممکنه ده!
دا جمله ( دا کار ناشونی دی ) په دې ډله خلکو کې په چورلټ ډول شتون نلري. بريالي کسان په دې پوهېږي چې تل يوه حل لاره د هرې ستونزې لپاره شته. ځيني وختونه بايد نوښت وکړو او هېڅ غير ممکن څه نشته. بريالي پلورونکي هېڅکله خپلو پېرودونکو ته دا کليمه نه کاروي: ( ناممکنه ده ).
ماته مهمه نه ده!
له بل اړخه تل د دا ډله خلکو په وجود کې ذوق او علاقه په دايمي توګه شتون لري. تاسو به هېڅکله له يو نوښت لرونکي پلورونکي څخه دا ډول کليمې وانه ورئ: ( زه مې له خپل کاره ستړی يم ) او يا هم ( ماته ارزښت نلري ). که تاسو پلورونکي ياست او د ( ذوق او بصيرت ) کليدي عناصر په وجود کې ونلرئ، نو هېڅکله به په دې بريالي نشئ چې د خطر او بد وضعيت څخه ځان راوباسئ. همدا د کار سره مينه ده چې پلورونکی مخکې له خپلو مشرانو او يا مديرانو څخه د کار ځای ته ځي او هلته د زړه له اخلاصه کار کوي.
څومره پوښتنې کوې!
هوښيار پلورونکي په دې پوهېږي چې هېڅ پوښتنه، احمقانه پوښتنه نه ده. هغوی په دې پوهېږي چې پېرودونکي کومې پوښتنې کوي، نو موخه يې دا ده چې توکو سره يې مينه ده او که نه پرته له دې دی دومره وخت هم نلري چې خپل او د پلورونکي وخت ضايع کړي. بريالی پلورونکی هېڅکله د پېرودونکو پوښتنو ته په سپک نظر نه ګوري.
ولې بايد دا کار ترسره کړم؟
په هر کسب او کار کې داسې کسان شته چې مختلف او متنوع دندې او مسوليتونه يې په غاړه دي. په دې ډلو کې بيا داسې کسان هم شته چې ځيني وختونه وړو وړو نيمګړتياوو ته متوجه کېږي او په داوطلبانه ډول يې د حلولو لپاره لاس پکار کېږي. معمولا په ټيمونو او سازمانونو کې ځيني داسې کسان شته چې د نورو په پرتله زيات پرتحرکه او مخکښ وي. هو! بريالي کسان هېڅکله نه وايي چې (دا کار زما اړوند نه دی) او يا هم ( ولې بايد دا کار ترسره کړم).
زه ښه پوهېږم!
د هر بريالي پلورونکي تر شا يو هوښيار ټيم دی. برياليتوب يو ډله ييز کار دی. که تاسو هرڅومره په خپله برخه کې مسلکي او تکړه واوسئ، نو نشئ کولی چې دا ادعا وکړئ چې په هر څه پوهېږئ. که ستاسو فروشات ښه دي، نو حتما يو بريالی ټيم مو په څنګ کې دی. تل يو ټيم د افرادو په پرتله ښه پوهېږي.