ادبیات

د ژباړې نړيواله ورځ

ليکنه: محمد عزيز پردېس ژباړه د يوې ټولنې په پرمختګ کې او وروسته پاتې‌والي کې رغنده رول لوبوي. هغه ټولنې چې ژباړې ته ارزښت ورکوي او په دې برخه کې خواري ګالي، له پرمختللو ټولنو څخه ګڼل کېږي. همدا ژباړه چې ده په وسيله يې د يوې ټولنې کلتور، هنر، ادب او کړه وړه په اړه معلومات بلې ټولنې ته لېږدوي يا په بل عبارت ويلی شو چې ژباړه د دوو ټولنو ترمنځ د اتصال … نور ولولئ

افغانستان

افغانان او سولې ته د رسېدو په ۴۰ کلن انتظار!

محمد عزيز پردېس هر کال د سپتمبر پر ۲۱مه د سولې نړيوالې ورځ په نامه نومول شوې ده. سږکال دا ورځ په داسې مهال افغانستان کې ونمانځل شوه چې د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې هيلې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي. د روان کال د سپټمبر په ۱۲مه د قطر هېواد په پلازمېنې دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو لړۍ پيل شوه. د دې مذاکراتو په پيل کې د افغانستان، امريکا … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

غازي امان الله؛ پر تعلیم او پرمختګ مین انسان

لیکنه: محمد عزیز پردیس  دا به ومنم چې دی لاړ فاني شو، خو د ده آرمانونه هېڅکله فناکېدونکي نه دي، دی پر دين او وطن میين انسان و. ده غوښتل هېواد يې پخپل ژوندون کې د سيالانو سره سيال کړي، چې تر يو بريده پکې بريالی هم شو، خو ای کاش، ای کاش ای کاش… ای کاش دې ځانځاني ښامار په آرامه پرېښی وی! ده غوښتل خپل دردېدلی ولس د‌ پرمختګ او نېکمرغۍ پر لور … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه د خپلې فېسبوکپاڼې فالورز ډېرولای شو؟

نننۍ نړۍ د رسنيو، خصوصاً د ټولنيزو رسنيو نړۍ ده.‌ هرڅوک غواړي په ټولنيزو رسنيو کې فعال و اوسي او د خلکو پاملرنه راجلب کړي. هره ډول بنسټ، اداره يا کار او بار چې څوک پيلوي، نو رسنۍ او په ځانګړي ډول ټولنيزې رسنۍ يې د کاري پلان اساسي برخه جوړوي. هر شخص او هره اداره په پيل کې د دې په هڅو کې وي چې څنګه وشي کولی د خپلو ټولنيزو رسنيو او په … نور ولولئ

خوندیتوب

روژه او سردردي؛ په دې ډول یې مخه نیولای شئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس تر ټولو لويه ستونزه چې د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې د خلکو سر روغتونونو او درملتونونو ته رسوي، سردرد دی. د دې لپاره چې وشئ کولی د دا ډول سردردونو مخنيوی مو کړی وي، چې معمولاً لامل يې ولږه او تنده ده، بايد د خپلو خوړلو او څښلو لیست ته مو بدلون ورکړئ. د خوړو اندازه مو کمه کړئ او د کالوري لرونکو خوراکونو په خوړلو کې احتياط وکړئ. … نور ولولئ

خواړه

په پېشلمي او روژه‌ماتې کې دا لارښوونې له پامه مه غورځوئ

ليکنه: ډاکتر عبدالرحمن حمید ژباړه: محمد عزيز پردېس روژه د انسان د نفس د تزکيې او د بدن د روغتيا لپاره تر ټولو غوره ډالۍ ده. معمولاً انسان د يوولسو مياشتو په اوږدو کې له خوراک او څښاک سره طبيعي شوی وي، کله چې روژه راورسېږي، نو د انسان د هاضمې سيستم د نه خوړلو او څښلو له وجې له ځینو ستونزو سره مخامخېږي. د همدې ستونزو د لرې کولو په موخه دا لاندې په … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

خپلو او مقصد ته رسیدل !

زه په خپل ټول قوت سره درېږم، د هغو جسورانه باورونو چې لرم يې او هغه روښانه موخې مې چې په خپل ذهن کې اوډون کړي او په خپل ټول توان سره به مخکې ځم، په ځمکه غورځم، پرځم، ټپي کېږم خو بېرته پورته کېږم او دوام ورکوم. که څه هم څراغ نشته، لاره نشته، پناه نشته، خو زه ځکه سکون او ارامښت لرم چې همدا ستونزې او ربړې مې غښتلی کوي. زه ستونزو ته … نور ولولئ

په زړه پورې

د (تسلا) شرکت راتلونکو نسلونو لپاره نوی برېښنايي موټر نندارې ته وړاندې کړ

ژباړه: محمد عزيز پردېس د موټر جوړونې امریکايي (تسلا) شرکت چې د برېښنايي يا برقي موټرونو په جوړلو کې مخکښ شرکت دی، نوی او لوړ باډۍ لرونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ چې د راتلونکو نسلونو لپاره د برقي موټر حيثيت لري. دا موټر د علمي تخيلي فلمونو د يو ټانګ په بڼه ښکاري. د تسلا شرکت رئيس (الون ماسک) په وينا دا برېښنايي موټر د (لوتوس اس يک سپريټ) څخه په الهام اخيستنې سره … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ارام او هوسا ژوند په اړه څو ګټورې خبرې

ژباړن: محمد عزيز پردېس ۱- کله چې چاته وايئ: چې مينه درسره لرم نو ثابته يې کړئ چې واقعا ورسره مينه لرئ. ۲- کله چې وايئ: متاسف يم؛ نو د مقابل لوري سترګو ته وګورئ. ۳- مخکې له واده څخه لږ تر لږه مياشتې انتظار وکاږئ ( نامزد پاتې شئ ). ۴- تل هڅه وکړئ چې د خلکو د تمې نه پورته هغوی ته بښنې وکړئ او دا کار په خوښۍ سره ترسره کړئ. ۵- … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

نوې ادارې ته د ورتګ پر مهال څو مهمې لارښوونې

ليکنه: محمد عزيز پردېس نوې ادارې ته که هغه شخصي وي او يا دولتي، د ورتګ يا کار پيلولو کې ډېر شمېر ځوانان له ستونزو سره لاس او ګريوان وي. هېره دې نه وي، چې دلته په افغاني ټولنه کې دا هم يو له هغو ستونزو څخه ده چې هېڅ کار ورته نه دی شوی او تر اوسه پورې ورته د چا پام هم نه دی اوښتی او که پام يې اوښتی هم وي، نو … نور ولولئ