د دوو افغانانو په شمول څو هغه لوبغاړي چې په کم عمر کې نړیوال کرکټ ته وتلي

پاکستانی حسن رضا ځوان لوبغاړی دی، چې د پاکستان لپاره یې په ۱۴ کلنۍ کې نړیواله ټېسټ لوبه پیل کړه.
نوموړي په ۱۹۹۶ م کال کې یواځې یوه ټېسټ لوبه وکړه او وروسته یې بیا شپږ نورې ټېسټ لوبې هم کړي دي.
ځوان او زوړ انګلستانی لوبغاړی
د نړۍ په کچه زوړ لوبغاړی انګلستانی وېلفرېډ رودز دی، چې د ۵۲ کلنۍ په عمر یې ۱۹۳۰ م کال کې لوبه کړې وه، نوموړی په لومړیو کې د لوبډلې ماشوم لوبغاړی و او په وروستیو کې د لوبډلې مشر لوبغاړی هم شو.
سچېن ټېنډولکر

سچېن ټېنډولکرد ۱۵ کلونو و، چې د لوبډلې لپاره یې د پاکستان خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه په ۱۹۸۹ م کال کې وکړه، نوموړي د هندوستان لپاره ۴۸ ټېسټ لوبې کړي، چې ۳۴۲۳ منډې یې پکې جوړې کړي دي.
ټېنډولکر د نړۍ په کچه د ځوانۍ پرمهال تر ټولو زیاتې ټېست لوبې کړي، چې ۴۰ لوبې یې د ځوانۍ پرمهال کړيPost، تر اوسه بل کوم لوبغاړي نه دي ترسره کړي.
افغان لوبغاړي
د نړۍ په کچه راشدخان د افغانستان څخه یو ځوان لوبغاړی و، چې په ۱۵ کلنۍ کې افغان لوبډله کې شامل شو او په ۱۹ کلنۍ کې یې د افغانستان لپاره د هندوستان خلاف لومړۍ بشپړغړیتوب لرونکې لوبډلې د لوبغاړي په توګه ټېسټ لوبه وکړه.

له دې وړاندې یې د ایرلېنډ خلاف ټېسټ او د زِمبابوې خلاف یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبې هم کړي دي.
مجیب ځدران

بل ځوان لوبغاړی د کرکټ په نړۍ کې افغان تنکی ځوان مجیب ځدران دی، چې شا او خوا ۱۶ کلنۍ کې یې د افغانستان ملي لوبډلې ته لار وموندله او په ۱۷ کلنۍ کې یې د افغانستان لپاره لومړۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۱۸ م کال کې د هندوستان خلاف وکړه.
نورم اونیل
اسټرالیایي توپ وهونکي نورم اونیل په ۱۹۵۸ م کال کې د ۲۱ کلنۍ په عمر اسټرالیا لپاره لوبه پیل کړه او د ځوانۍ پرمهال یې د اسټرالیا لپاره ۱۲ ټېسټ لوبې کړي دي.
د لوبو تر پایه یې بیا ۴۲ ټېسټ لوبې ترسره کړي دي.
الېک سټیوارټ

لکه څنګه چې کرکټ د انګلستان ملي لوبه؛ نوې د دې لوبې د عام کېدو لپاره انګلستان ډېرې هلې ځلې کولې او په همدې لړکې الېک سټیوارټ هم په ۲۶ کلنۍ کې ټېسټ لوبې پیل کړې او په ۱۹۹۰ م کال کې یې لوبې پیل کړې او هغه ۳۵ ټېسټ لوبې کړي دي.
پال کالېنګ ووډ

د انګلستان لپاره په زړښت کې ټېسټ لوبې پال کالېنګ ووډ کړي او د ویسټ انډیز لپاره چندرپال ترسره کړي دي.
د نړۍ تر ټولو ماشوم لوبغاړی سټیف واف

اسټرالیایي سټیف واف په اته کلنۍ کې د اسټرالیا لپاره لوبه پیل کړې وه او د نړۍ په کچه تر ټولو کوچنی لوبغاړی و، نوموړي په ۱۹۸۵ م کال کې لوبه پیل کړه او تر ۲۰۰۴ م کال پورې د اسټرالیا لپاره په ټېست لوبو کې ولوبېد.