په «IPL» کې د شهزاد بخت کوټه شوی دی

 د هندوستان د کورني کرکټ (IPL) یا انډین پرېمېیر لیګ سیالیو ۱۲ م پړاو نیلامۍ پرون ترسره شوه، چې پکې د ۴۰ کورنیو او ۲۰ بهرنیو لوبغاړو په شمول ټول ۶۰ لوبغاړي د بېلابیلو لوبډلو لخوا وپیرل شول.
د دغه لیګ سیالیو له پیل وړاندې نیلامۍ ته ۱۰۰۳ لوبغاړو نم لیکنه کړې وه، چې له دغه جملې څخه ۳۴۶ لوبغاړي وروستي لیست کې شامل شول.
د سږ کال نیلامي برخلاف د تیرو کلونو ترسره شوه، چې پکې د لوبغاړو پیرلو وخت یواځې ۶ ساعتونه دوام وکړ، په داسې حال کې چې په نورو پړاونو کې یې موده بیا دوه ورځې وه.
په دغه سیالیو کې د لوبیدو په موخه له افغانستان څخه ۸ لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه، چې پکې محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، کریم جنت، سید شیرزاد، ظاهر خان او قیس احمد شامل وو، خو هیڅ کوم لوبغاړی ترې ونه پیرل شو.
که څه هم په نیلامۍ کې د درې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي، ظاهر خان او قیس احمد وروسته مینه وال شهزاد محمدي ته په تمه وو، خو د نوموړي په شمول د شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، کریم جنت او سید شیرزاد نومونه هیڅ څرکند نشول.
شهزاد محمدي په وروستیو کلونو کې د کرکټ په مختلفو لیګونو کې د هر ډول بالرانو خلاف برید کوونکې لوبه ترسره کړې، چې په ټي ټین لیګ کې یې وروستۍ بیلګه هم ولیدل شوه، خو بیا هم نوموړی د دریم ځل لپاره په هندي لیګ کې د لوبیدو په ارمان پاتې شو.
محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب ځدران بیا درې هغه افغان لوبغاړي دي، چې له تیر پړاو څخه د سنرایز او پنجاب لوبډلو ځان سره ساتلي دي.
د ۲۰۱۹ م کال ۱۲ م پړاو «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د راتلونکې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نېټه پیل کیږي، چې د مۍ میاشتې تر ۱۹ مې نېټې به دوام وکړي.
ګډون کوونکې ۸ لوبډلې چینايي سوپر کینګز، رایلز چیلینجرز بنګلور، سنرایزرز حیدر اباد، ډهلي کپیټل، ممبيي انډینز، کینګز ایلیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز به په لمړي پړاو کې دوه ځلې مخامخ شي، چې ۴ مخکښې لوبډلې به ترې بل پړاو ته ورسیږي.
د راتلونکي پړاو لوبه به په هندوستان کې د انتخاباتي ټاکنو له کبله په متحده عربي امارتو کې ترسره شي، خو داسې هم ویل کیږي، چې ښايي جنوبي افریقا ته انتقال شي.