په افغان جګړه او سوله کې د امریکا او روسیې رول؛ سلېمان لایق پرې دا تبصرې لري

۸۵ کلن اکاډمیسن اوس د علومو اکاډمۍ سرمشاور او له سیاسته ګوښی دی؛ خو اوږدې سیاسي تجربې او فعالیت ته یې په کتو رسنۍ لا هم د روان سیاست په اړه خبرې ورسره کوي.
سلېمان لایق د افغانستان د ترټولو مشهور او متنازع کیڼ اړخي جریان ( خلق دیموکراتیک ګوند) له موسسینو او د رهبرۍ له غړو څخه و.
دی د خپل ګوند د واکمنۍ پر وخت د قبایلو چارو او دغه راز د ملي راډیو تلویزون وزیر پاتې شوی.
د کابل یوې خصوصي رسنۍ په تازه مرکه کې ښاغلی لایق پر دې غږولی، چې روانه جګړه، د ابرقدرتونو سیالي او د سولې هڅې د ډاکټر نجیب د حکومت له سولې هڅو سره څنګه پرتله کوي.
کیڼ اړخی یم، خو ملي مصالح غواړم
لایق په دې مرکه کې وایي، اوس هم کیڼ اړخی او پرخپلو پخوانیو اعتقاداتو ولاړ دی، مګر د ملي مصالحو لپاره طالبانو سره د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
د ده په وینا روانه جګړه پردۍ ده، ګاونډیان او نور قوتونه یې تمویلوي او طالب پکې بې ځایه استعمالیږي.
طالب نه تسلیمي مه غواړئ!
لایق وایي طالب که هر څنګه دی، خو افغان دی او له افغان سره سوله هغه ته په اهمیت ورکولو کیدای شي.
دی وایي طالب نه باید تمه دا نه وي، چې توبه وباسي او کرار کیني؛ بلکې خبرې دې ورسره وشي، په سیاسي واک کې دې شریک شي او په باعزته ډول دې د سولې برخه وګرځول شي.
امریکا جګړې نه ستړې ده
د لایق په باور امریکا له روانې جګړې هغسې ستړې ده، لکه پخوانۍ شوروي چې وه او له کبله یې له افغانستانه ووته.
هغه د شوروي د یوه رهبر کیسه کوي، چې د خلق دیموکراتیک ګوند مشرانو ته یې له افغان جګړې د خپل زړه تور والي احساس څرګند کړی و.
د ده په خبره شوروي رهبر ورته ویلي و: په افغانستان کې زموږ حضور په څو دلایلو توجیه کیدای شي.
یو دا چې دا هېواد خپل ۱۶ جمهوریت کړو او بل دا چې د دغه هېواد له لارې د هند تورو اوبو ته ځان ورسوي.
د لایق په وینا شوروي په دې دوو موخو کې یوه هم نه لرله، ځکه خو یې افغان جګړې نه پښې سپکې کړې.
سلېمان لایق په افغانستان کې د شوروي تلفات یادوي او وایي داسې وخت شوی، چې د سرتېرو جسدونه یې نه موندل کیدل او روسانو یې تابوتونه له کاڼو ډکول، څو کورنیو ته یې له تړلو تابوتونو سره کاذبه تسلي ورکړي.
لایق په دې خبرو په کنایوي ډول د امریکا جګړه هم ورته ګڼي او وایي، فکر کوي چې امریکا هم له جګړې ستړې ده.
روسیه د ویتنام جګړې لوبه کوي
لایق مني، چې روسیه له افغانستانه د امریکا د وتو لپاره هغه لارې چارې کاروي، کومې چې یې له ویتنامه د هغه هېواد د ماتې او وتو لپاره کارولې وې.
د لایق په باور لوی قدرتونه په هر ډول یو بل ننګوي.
دی په افغانستان کې د روسیې له مخالفینو سره په جګړه کې د امریکا مرستې یادوي او دا طبیعي ګڼي، چې روسیه به اوس د هغه غچ د اخیستو لپاره لاس په کار شوې وي.
امریکا او روسیه دواړه سوله غواړي
لایق د خبرو په نتیجه ګیرۍ کې یې وایي، چې د سولې په اړه د امریکا هڅې ستایي او پر نیت یې شک نه لري.
په ورته وخت کې زیاتوي، چې روسیه هم د افغان سولې ملاتړې ده، خو خپل شرایط ورته لري.
لایق د دغو شرایطو په اړه څه ونه ویل.