کیارا اډواني د عالیه بهټ له امله خپل نوم بدل کړی

په اوس وخت د هندي سینما د ریلیز شوي فلم کبیر سنګ هيروئینه یا د فلم نجلۍ کیارا اډواني منلي چې د عالیه بهټ او پریانکا چوپړا له امله یې خپل نوم بدل کړی.
نو د دې له دې خبرو معلومیږي چې د دغه فلم ستوري اصلي نوم هم بل څه دی، خو په ۲۰۱۴ کال کې یې د فلمي ژوند له پيل سره سم خپل نوم بدل کړی.
سندهي نژاده کیارا اډواني ۲۶ کلنه ده او اصلي نوم یې عالیه وه، خو نوم یې بدل کړی.
په فلم فئیر سره په یوه مرکه کې کیارا ویلي چې کله یې فلمی ژوند پيلولو په هغه وخت کې عالیه بهټ د شهرت په پوړیو مخ پورته روانه وه په خبره یې نه یې غوښتل چې خلک داسې فکر وکړي چې دا د عالیه بهټ څخه متاثره شوې ده.
د دې په خبره، کله چې کوم شخص مشهور شي او بیا یې په نوم کوم بل کس میدان ته راځي نو خلک داسې فکر کوي چې د مشهور شوي شخص تر اغیزې راغلې.
د دې په خبره څنګه یې چې د عالیه بهټ له امله خپل نوم بدل کړی داسې د پریانکا چوپړا له امله نوم ایښی.
دغه فلمي نجلۍ ویلي د پریانکا چوپړا فلم(انجانا انجاني) د لیدلو وروسته یې خپل نوم کیارا کېښود.

زیاته کړې یې ده چې د انجانا انجاني په فلم کې يې د پریانکا رول او اداکاري زیاته خوښه شوې وه چې همدا لامل وه نوم یې کیارا کېښود.
کیارا اډواني تیره میاشت د خپل ریلیز شوی فلم (کبیر سنګ) په بې شانه بریالي کیدو خوښي وښوده چې یې فلم د ۲۰۰ کروړه کټوونکو فلمونو په ډله کې حساب شو، په خبره یې کرئیر یې بدل شو.
دغې فلم ستورې اوس وخت د خپل فلمیز ژوند لپاره تر ټولو بهترینه وخت بللی و په وینا یې چې خوشحاله ده په لنډ وخت کې یې مختلیف رولونه ولوبول.
وایې د کرن جوهر فلم سریز (لسټ اسټوریز) یې د لوبیز ژوند تر ټولو ښه موقع وه خو په خبره یې په بولډ سیریز کې یې د ځانګړي انداز په کارولو سره هم زیات شهرت ومونده.
زیاتوي تر اوسه یې د بهارت او کبیر سنګ په څېر فلمونو کې کار کړی او په راتلونکي کې به هم د تامل ژبې په هندي ورژن دغه ډول فلمونو کې کار وکړي.
باید وویل شي چې کیارا اډواني په ۲۰۱۴ کال کې په فلم (فوګلي) کې لومړي ځل کار وکړ، په ۲۰۱۶ کال کې په سپورټ فلم( ایم ایس ډهوني: دی یونائټډ اسټوري) شهرت ومونده.
کیارا اډواني تر ټولو ډېر شهرت په ۲۰۱۷ کال کې  فلم (مشین) د سندرې(تو چیز بړي هی مست) څخه تر لاسه کړ، لیکن ۲۰۱۸ کې لسټ اسټوریز یې شهرت نور هم زیات کړی.