هندي سیمنا کې د ودونو ګرم بازار: دا ځل کپیل شرما د واده نېټه اعلان کړه

په بالیوډ کې د ودونو موسم دی او دا ځل د مشهور مزاحیه خپرونو چلوونکي او فلمي ستوري کپل شرما د واده نېټه خلکو ته په ډاکه شوه.
په وروستیو کې په هندۍ سینما کې د فلمي ستورو د ودونو کیسي ډېرې کیږي او زیاتو فلمي ستورو د خپلو ودونو نیټي اعلان کړي.
وروسته له هغې چې د کرکټ ستوري ویراټ کوهلي او انوشکا شرما واده وکړ، نو لکه د نورو فلمي لوبغاړو قسمت چې هم خلاص شوی وي او ترې وروسته ‌ډېرو فلمي لوبغاړو ودونه وکړه او ځینو یې تازه د ودونو نیټې او ځایونه اعلان کړي.
ټاکل شوي چې مشهورې ستورې پریانکا چوپړا او تکړه سندر غاړي نک جونز واده په راتلوونکي میاشت نومبر کې وشي، دغه راز اټکل دی په راتلوونکی میاشت کې به د ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ واده هم وشي، تر دې وړاندې سونم کپور او انند اهوجا، انګد بیدی او نها دهوپیا او یو شمېر نورو سره د شریک ژوند پیل وکړ.
اوس تازه هندۍ رسنیو د مشهور کامیډین (مزاحیه خپرونو چلونکي) او فلمي ستوري کپل شرما د واده نېټه اعلان کړې ده.
ویل کیږي د دغه ستوري واده به راتلونکي ډسمبر میاشتې په ۱۲ نېټه تر سره شي.
له تېرې څه مودې د نوموړي د واده په تړاوو په هندۍ رسنیو کې خبرې کیدې او د خلکو تر منځ په جلا جلا اوازو خپریدي خو اوس یې د خلکو تلوسه پای ته ورسوله او کپل شرما د خپل واده نېټه په ډاګه کړه.
هندۍ رسنۍ وایي، کپل شرما به د خپلې ملګرې (ګرل فرینډ) ګیني سره د جهالندر په سېمه کې واده وکړي او اتکل دی چې د واده مراسم به یې تر ۱۴ د ډسمبر پورې ورسیږي.
کپل شرما په جوش او ډنګ ډونګ سره د خپل واده د چتموالي باندې بوخت دی، ویلي یې دی: ملګرې یې ګیني د مور و پلار یوازینی اولاد دی، نو کورنۍ یې غواړي چې واده یې په شانداره مراسمو ترسره شي.
د کپل شرما مېرمن ګیني چهاتراتهـ د هندوستان د جهالندر سېمې اوسیدونکې ده.
ویل کیږي دواړه په کالج کې د یوه بل سره بلد شوي ول، خو سترګې یې وروسته له هغې په یوه بل خوږې شوې چې په یوه مزاحیه پروګرام کې سره یوځای کیناستل او خپرونه به چلوله.