د نارینه وو غوسه؛ ښیګڼې او د ښځو غوسې سره یې توپیرونه دا دي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
غوسه نارینه او ښځینه، انسانان او حیوانات ټول کوي، خو ولې غوسه؟
په دې مطلب کې یې لاملونه او حل لارې درسره شریکوو. د دې لیکنې لوستل مېرمنو ته په ځانګړي ډول اړین دي:
غوسه او روان پوهنه
د غوسې په اړه اسلام او نورو ادیانو، ټولنیزو او اخلاقي اصولو حکم کړی، چې تر نهایي حده یې باید مخنیوی وشي.
غوسه تر نورو لاملونو ډېر رواني لاملونه لري؛ یانې رواني اړخونه یې د رامنځته کیدو سبب کیږي.
د همدې لپاره په دې لیکنه کې غوسې ته له رواني اړخه ډېره پاملرنه کوو.
غوسه څه شی ده؟
غوسه کیدل د یوې موضوع په اړه عصباني کیدو او ناراحتۍ ته وایي. د یوې موضوع په اړه که څوک حساس وي، یا یې په اړه د چا کوم عمل، نظر او احساس بدې شي په هغې اړه عصباني کیږي او غوسه څرګندوي.
ځینې وخت انسان غوسه په خبرو، ځینې وخت په حرکاتو او ځینې وخت حتا د فزیکي شخړې او ګوزار په بڼه څرګندوي.
د غوسې دلایل مختلف دي. لکه: یو چېرته غږیدو، ځلیدو یا مطرح کیدو ته نه وي پریښودل شوی.
یا یې کومه خبره نه وي منل شوې، یا داسې سلګونه نور. د خوښې خلاف عملونه او حالتونه یې د غوسې سبب کیږي.
د غوسې ښیګڼه
غوسه ښه نه ده، خو ښیګڼه هم لري.
ښیګڼه یې دا ده، چې له یوه چا سره د اړیکې پرې کیدو پر ځای مو د غوسې په کولو سره د هغه په اړه ناراحتي څرګندوي، د ژورو بدو پایلو مخه نیسي.
د نارینه او ښځینه وو د غوسې توپیر
ښځې معمولا په څرګند ډول خپله غوسه ښیي، خو نارینه ډېره ښکاره غوسه نه کوي.
په عامه اصطلاح پر تندي یي شپاړس لیکل کیږي، یانې تندی یې تروش وي، یا په نورو نسبتا عادي بڼو خپله غوسه څرګندوي.
البته دا د نارینه وو په اړه عمومي قضاوت دی، عصبي او رواني ناروغان یې، بالخصوص افغان هغه یې له بده مرغه معمولي خبرې سره وار و ګوزار هم کوي، چې دا یوه استثنایي موضوع ده.
د نارینه او ښځینه وو د غوسې یو بل لوی فرق دا دی، چې ښځینه په څو نرمو خبرو بیرته کراریږي، خو نارینه بیا د هغوی په پرتله زر پخلاکیدونکي نه دي.
لاملونه او حل لارې
نارینه په عام ډول افغان نارینه په دې دلایلو زیات غوسه کیږي:
– په حقه یا ناحقه له مېرمنو ډېر درناوی او دوی ته د زیات تابعیت هیله لري.
– د غوسې په څرګندولو سره خپلې مېرمنې پوهوي، چې د دوی له مزاج سره باید عیارې او دوی په ښه توګه درک کړي.
– د خپل ګډ ژوند له اړیکې سم ډاډمن او راضي نه وي، په غوسه کیدو سره خپله نارضایتي ښیي.
– نارینه او مېرمنه یې پر متنازع مسئلو د توافق ته رسیدو له وړتیا بې برخې دي.
که پورتنۍ مسئلې حل شي، ګډ ژوند به له غوسو خوندي او په خوشالۍ کې تېر شي.