شاهد افریدي پر نریندرا مودي تور لګولی چې کشمیرکې یې بربریت پیل کړی

لیکنه: سمیع الله درانی
د پاکستان پخواني لوبغاړي، پخواني لوبډلمشر او پښتون الراونډر شاهد افریدي د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي په دې تورن کړی، چې کشمیرکې یې په کشمیریانو ظلم پیل کړی دی.
شاهد افریدي ویلي، نریندرا مودي چې په کشمیر کې د حقونو ۳۷۰ اویایم ماده لغوه کړې؛ نو په دې اقدام کې ورسره هیڅوک هم موافق نه دي.
د اګسټ په ۵ مه نېټه د هندوستان حکومت د نریندرا مودي په امر په کشمیرکې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
په کشمیر کې اوس حالات تر دې رسېدلي دي، چې حتی ملګرو ملتونو هم پکې خپله خبره وکړه او وې ویل چې دواړه هېوادونه باید د کشمیر په اړه یو طرفه اقدام ونه کړي.
د پاکستان د صدارعظم په ګډون، مختلفو کرکټ لوبغاړو په دې اړه خپلې څرګندونې کړي دي، چې دا دی اوس نوبت د شاهد افریدي شو.
افریدي په یو ټویټ کې لیکلي دي: « شاهد افریدي د کشمیر په اړه همېشه ازادې خبرې کړي دي او اوس هم نریندرا مودي د کشمیر په مسئله کې ګرم بولم، هیڅ هندی له مودي سره په دغه بربریت کې ملګری او موافق نه دی».

ده یو ځل ویلي وو، چې کشمیر کې باید پاکستان او هندوستان دواړه مداخله ونه کړي او د دې سیمې خلک دې ازاد ژوند ته پرېږدي؛ چې د افریدي په دې خبرو بیا پاکستانیان غوسه شوي وو او په افریدي یې ملنډې وهلې وې.
پښتون لوبغاړي زیاته کړې ده، چې اکثره هندیان د مودي د بربري عملونو ملاتړ نه کوي، د افریدي په وېنا چې هندیانو د امریکا متحده ایالاتو نه غوښتنه کړې وه، چې د کشمیر په مسئله کې د هند مخه ونیسي.
افریدي ویلي چې نریندرا مودي دې نور دا غېرې انساني اکټونه نه کوي او خلک دې ښه او هوسا ژوند ته پرېږدي.