د لوګر د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د دلوې په ۱۱مه د وخت د لوړو زده کړو د وزیر پوهاند عبیدالله عبید او ور سره پلاوي له خوا د اشناپور په دښته کې کېښودل شوه. د دې موسسې رییس پوهنمل وحیدالله عبدالرحیمزی وایي، دې موسسې ته د لومړي ځل لپاره په اشناپور دښته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په امر ۵۰۰ جرېبه ځمکه منظوره او ځانګړې شوه. دا چې یاده سیمه له مرکز څخه لرې او د خلکو لاسرسی ورته سخت و، نو وروسته د لوګر د مرکز لوېدیځ ته په درې کیلومترۍ کې دویم ځلي د لوړو زده کړو موسسې لپاره ۵۰۰ جرېبه ځمکه د ولسمشر په حکم منظوره او تثبیت شوه چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې رسماً د لوګر د لوړو زده کړو موسسې چارې پکې پیل شوې.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال یوازې د ښوونې او روزنې پوهنځي لري. دغه پوهنځی د څلورو ډېپارټمنټونو کیمیا، فزیک، بیولوژي او ریاضي درلودونکی دی. د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل عبدالرحیمزی وایي، اوس اوس ورته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کرنې پوهنځی هم منظور شوی چې ټول رسمي کارونه یې پای ته رسېدلي او په راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال کې به یې چارې رسماً پیل شي او محصلین به ورته جذب کړي. دی وایي، په دغه نوي پوهنځي کې د اګرانومي او کرنیزې پراختیا څانګې شاملې دي. عبدالرحیمزی وایي، په راتلونکي کې د جیولوجي او معدن او دغه راز د انجینرۍ پوهنځیو لپاره تیاری لري او مخکې له مخکې ورته بلاک او نور اړین وسایل په پام کې نیول شوي او تیار شوي دي. دی وایي، یوازې دېته په تمه دي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته پوهنځي منظور شي.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی د پوهنتون په کچه یو کتابتون لري چې اوسمهال پکې ۳۲۰۰ جلده بېلابېل کتابونه شته چې ډېری یې د افغانستان په رسمي ژبو او ډېر لږ یې بیا په بهرنیو ژبو دي، خو څه ډول چې لازمه ده، هغه ډول کتابتون او ځانګړې ودانۍ نه لري. عبدالرحیمزی وایي، د لیلیې لپاره دوه بلاکونه لري چې ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي، خو له لوړو زده کړو وزارت څخه له پرله پسې غوښتنو سره سره بیا هم نه دي توانېدلي چې د لیلیې د بلاکونو لپاره تجهیزات او اړین وسایل برابر کړي. دی وایي، اوسمهال ۱۸۰ تنه د لیلیې پر شرایطو برابر محصلین لري، خو هغوی ته بدل اعاشه ورکول کېږي او د لوګر په بازار کې یې د اوسېدو لپاره کوټې نیولې دي.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ۱۴ تنه استادان لري چې څلور تنه یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او څلور تنه نور یې په ایران کې پر ماسټرۍ اخیستو بوخت دي. د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، له بده مرغه تر اوسه پورې دوی هېڅ ښځینه استاده نه لري، خو د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیک پلان له مخې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې باید لږ تر لږ ۳۰ سلنه ښځینه استادانې ولري. نوموړی وایي، دېته په تمه دي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته بستونه ورکړل شي او تر ازموینې وروسته ښځینه استادانې په دنده وګوماري. لوګر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال په خپل یوه پوهنځي کې ۴۴۷ تنه محصلین لري چې له دې ډلې ۶۶ یې نجونې دي. دا چې دغه موسسه نوې ‎تاسیس شوې ده، نو تر اوسه پورې یې یوه دوره محصلین چې شمېر یې ۵۹ تنه و، فارغ کړي دي. د یادولو وړه ده چې د دې موسسې په لومړۍ دوره فارغ شویو کسانو کې ۲۲ تنه یې نجونې وې. سږ کال یې له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه نېږدې ۶۷ تنه د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی د پکتیا پوهنتون، کابل پوهنتون، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پروان پوهنتون، بغلان پوهنتون او د وردګو د لوړو زده کړو له موسسې سره علمي اړیکې لري. عبدالرحیمزی وایي، دا چې دوی خپله علمي مجله نه لري، نو د استادانو علمي مقالې یې د پکتیا، بغلان او پروان پوهنتونونو په علمي مجلو کې خپرېږي. دی وایي، د کابل پوهنتون او دغه راز د کابل ښوونې او روزنې له پوهنتونونو سره هم پراخې علمي اړیکې لري او دا چې اوس د لوګر د لوړو زده کړو موسسې لپاره نوی د کرنې پوهنځی هم منظور شوی دی، نو د کابل پوهنتون له مشرتابه سره یې خبرې کړې دي، څو د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي کرېکولم د دوی په واک کې ورکړي او راتلونکی کال یې په دغه پوهنځي کې د نویو محصلینو له جذب وروسته عملي کړي.
دا چې د لوګر د لوړو زده کړو موسسه نوې تاسیس شوې، نو له ګڼو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان ده. د دې موسسې رییس وایي، لومړنۍ ستونزه یې د احاطې نشتون دی. دی وایي، دغه موسسه ۵۰۰ جرېبه ځمکه لري، خو احاطه نه لري. دا چې موسسه د لوګر مرکز ته نږدې او په خورا ښه ځای کې موقعیت لري، نو ځمکه یې د غصب له جدي خطر سره مخ ده.
د عبدالرحیمزي په خبره، د لوګر د لوړو زده کړو موسسې څخه مرکز پل علم ته غځېدلی سړک خامه دی چې ورتلونکي کسان هغه که استادان دي او یا محصلین، د خاورو او دوړو له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. دی وایي، هیله من دی چې په اړونده برخه کې مسوولین ورسره مرسته وکړي.
پوهنمل عبدالرحیمزی وایي، دوی د دریو پوهنځیو لپاره ودانۍ او اړونده ټول تجهیزات په واک کې لري، خو یوازینۍ ستونزه یې دا ده چې نوي پوهنځي ورته منظور شي او دغه موسسه هم د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر پرمختګ وکړي.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د پنځه سوه جرېبه ځمکې شنه کول هم څه اسانه خبره نه ده. عبدالرحیمزی وایي، موسسه یې تر اوسه پورې دولتي برېښنا نه لري، کله کله له لمریزې برېښنا او کله هم د جنراټور له برېښنا څخه د اوبو را ایستلو او یا هم د محدودې ساحې د شنه کولو لپاره ګټه اخلي، په داسې حال کې چې له دوی سره په څنګ کې لوګر ولایت ته د عمومي دولتي برېښنا پایې او مزي غځېدلي دي. دی وایي، په دې برخه کې یوازینۍ ستونزه د ټرانسپرمر نشتون دی چې له اړوندو چارواکو څخه په دې برخه کې د جدي مرستې غوښتنه کوي، څو دا موسسه په دولتي او دایمي برېښنا سمبال شي.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د موسسې په پیل کې له ګڼو ناخوالو سره مخ و او په ډېرو سختو شرایطو کې یې تر دې ځایه کارونه رارسولي دي. دی وایي، خپلو هڅو ته به همداسې دوام ورکړي، څو په ټولو معیارونو برابر پوهنتون ولري.
د هېواد د نورو پوهنتونونو په پرتله د لوګر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ ده. د موسسې مشرتابه له افغان حکومت، لوړو زده کړو وزارت او اړوندو چارواکو څخه غواړي چې هر اړخیزه مرسته ور سره وکړي، تر څو د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر یو پرمختللی او پر معیارونو برابر پوهنتون ولري.