افریقایي لوبغاړي د نورو افریقایانو د ژړا سبب شول

یاران سپورټس
د ۲۰۱۵م د نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام د نیمه پایلوبې پرمهال ګرنټ ایلیټ په داسې حال کې شپږیزه ووهله، دواړه لوبډلې په حساس وخت او پړاو کې وې.
ګرنټ ایلیټ هغه مهال شپږیزه ووهله، چې په دوو توپونو ۵ منډې پاتې وې او د افریقا په چټک توپ اچوونکي ډیل سټین یې شپږیزه ووهله، د دغې شپږیزې په مرسته نیوزیلېنډ لوبه وګټله او لوبډله یې پایلوبې ته ولاړه.
له دې وړاندې د اسټرالیا کرکټ لوبډله پایلوبې ته رسېدلې وه او د پینځم ځل اتلولۍ لپاره چمتو وه.
د ګرنټ ایلیئټ شپږیزې سره نیوزیلېنډیان په خوښیو او چکچکو سره لوبغالي ته راغلل، خو مقابل کې یې افریقایان په لوبغالي کې په ژړا شول او ډیل سټین په لوبغالي کې له خپګان ځان وغورځاوه.
ګرنټ ایلیټ ډیل سټین له لاس څخه ونیو او د هغه د ډاډګیرنې هڅه یې وکړه.
د ډیل سټین سربېره ای بي ډیویلیرس او مورنی مورکل هم وژړل او پایلوبې ته د تګ ارمان یې په زړه کې پاتې شو.
د ګرنټ ایلیټ کیسه
نوموړی اصل د سویلي افریقا څخه دی، دی ۴۰ کاله وړاندې د افریقا د جوهونزبورګ په ترانسوال سیمه کې زېږېدلی دی.
ایلیټ وایي نوموړی هغه مهال چې افریقا کې و، له افریقایي کرکټ بورډ سره د قرارداد پر سر اختلاف پیدا شو او دی هم له هغه ځایه ولاړ او د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې سره تړون وکړ.
هغه کابو لس کاله کرکټ کړی، چې د ۲۰۱۵م نړیوال جام پرمهال د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې لخوا نړیوال پنځوس اوریزجام ته واخیستل شو.
هغه په سیمي فاینل کې ستره کارنامه وکړه او د افریقا لوبډله یې له پایلوبې څخه پاتې کړه.
افریقا ۲۰۱۵م کې ډېره ښه روانه وه او تر نیمه پایلوبې ډېر په لوړ مرال سره راغلې وه.
دوی باوري وو چې که پایلوبې ته ولاړ شي اسټرالیا ماتوي او پایلوبه ګټي، خو په نیمه پایلوبه کې یې دا هیلې خپل افریقا لوبغاړي ګرنټ ورژولې او له سیالیو یې بهر کړه.
پایلوبه کې بیا اسټرالیا اتلولي واخیسته د پینځم لپاره یې د نړیوالو جامونو اتلولي په خپل نوم کړه.
CWC_3245247b.jpg