هندي سندرغاړی انو ملک د جنسي تیري تور له امله یو ځل بیا له خپرونې وویستل شو

د هندي سینما مشهور سندرغاړی انو ملک یو ځل بیا د جنسي تیري په مسئله کې د ټلویزیوني خپرونې (انډین ائیډل) څخه لرې شو.
هندي رسنۍ وایې، په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې د جنسي تیریو او جنسي تیري کوونکو په تړاو په ټولنیزه مېدیا کې یوه کمپاین د می ټو په نوم پیل شو، په دغه کمپاین کې مېرمنو هم برخه واخیسته او هغه کسان یې په نښه کول چې د هغوی سره یې جنسي تیري کړی و او یا یې هڅه کړې وه.
د مي ټو په دغه کمپاین کې د بالیوډ ځيني مهم ستوري او سندرغاړي هم یاد شوي چې یو یې دغه سندرغاړی انو ملک وه.
پر نوموړي یوې نه بلکې څو مېرمنو د جنسي تیري تور پور کړ چې له امله یې دی تېر کال د مشهوري ټلویزیوني خپرونې انډین ائیډل څخه لري شو.
د رسنیو د رپوټ له مخې د مي ټو کمپاین ته په کمزوري سترګه کتلو له امله انوملک یو ځل بیا په همدغه خپرونه کې د قاضي یا پرېکړه کوونکي دندې ته زړه ښه کړ، او انډین ائیډل په اوسنی پړاو کې یو ځل بیا ددغه خپرونې د قاضي پر څوکۍ کیناست.
مګر هغه سندرغاړې سونا موهاپاترا چې پر نوموړي یې جنسي تیري تور لګولی وه یو ځل بیا د نوموړي او د ټلویزیوني خپرونې د تنظیموونکو په تړاو غږ پورته کړ.
په دغه پیغام کې چې نوموړي خپور کړی په کې یې د خواشینې او حیرانۍ اظهار کړی او ویلي یې دي چې یوداسې کس یو ځل بیا د قاضي په څوکۍ باندې څنګه کیناستلی شي چې جنسي تیری درانه تورونه یې پر اوږو بار وي.
له نوموړې سندرغاړې غیر د ښځو ملي کمیسیون هم د خپروني ټلویزیون ته شکایت لیږلی وه چې ترې وروسته د انډین ائیډل خپرونې تنظیموونکو د نوموړي سندرغاړي د لرې کولو پرېکړه وکړه او تائید یې کړه چې انوملک یې د ټلویزیوني خپرونې څخه لرې کړی.
د یادولو ده چې تېر کال انوملک باندې سندرغاړې شوئیتا پنډت او سوناموها پاترا په شمول د انډین ائیډل خپرونې پورې تړلو ځینې نورو مېرمنو پر نوموړي د جنسي تیري تورونه پورې کړل چې له امله یې نوموړی بیا د اندین ائیډل د خپرونې د لسم پړاو د قاضيتوب څخه لرې شو.
انوملک د انډین ائیډل د ټلویزیوني پروګرام څخه لرې کېدل منلي خو وایي په دې خاطر یې د دغه پروګرام څخه فاصله اخیستي چې له امله یې ورڅخه خپل کارونه او موسیقي پاتې وه او توجو یې ټوله خپرونې ته وه.