ظاهر خان او سعید شېرزاد په ټېسټ لوبه کې واخېستل شول

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي دي، چې سپېن بالر ظاهرخان او فسټ بالر سعید شېرزاد د ایرلېنډ خلاف د یواځېنۍ ټېست لوبې لپاره د افغانستان په نوملړ کې شامل شوي دي.
افغان لوبډله د مارچ په ۱۵ مه نېټه د جمعې په ورځ له ایرلېنډ سره یواځېنۍ ټېسټ لوبه پېلوي، دا لوبه د افغانستان پر وخت سهار نهه بجې پېلېږي.
د ظاهرخان په اړه راغلي، چې د هغه فېټنېس بالکل برابر او چمتو دی.
د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي ویلي، چې ظاهرخان او سعید شېرزاد د افغانستان په فرسټ کلاس سیالیو کې د توپ اچوونې ښه ریکارډ لري او د کرکټ نړیوال جام لوبو کې د افغانستان لپاره لوبېدلي دي.
احمدزی وایي، دوی د ظاهرخان روغتیا ته انتظار کاوه او اوس د ۱۴ کسیز نوملړ په برخه کې شامل دی.

ظاهرخان د نړیوالو لوبو پیل د ایرلېنډ خلاف پنځو یو ورځنیو لوبو سیریز کې وکړ، چې اوس د مارچ په میاشت کې پای ته ورسېدې.
خو سعید شېرزاد له دې وړاندې د ۲۰۱۵ م کال په نومبر میاشت کې د عُمان خلاف هم لوبه کړې وه.
د سعید شېرزاد په اړه دولت احمدزي څرګنده کړې، چې هغه به د چټک چمتو توپ اچوونکي په توګه له لوبډلې سره ملګری وي.
د ایرلېنډ پر وړاندې د افغانستان ټېست لوبډله
د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان په ټیسټ لوبډله کې اصغر افغان لوبډلمشر، محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی) احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، محمد نبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، وفادار مومند، یمین احمدزی، شرف الدین اشرف، وقار سلام خېل، ظاهرخان او سعید شېرزاد، شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په کوربتوپ د ایرلنډ پر وړاندې دغه ټېسټ لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۱۵مه پیل او تر ۱۹مې پورې دوام مومي.
افغان لوبډلې پرون د ټېسټ لوبې لپاره په هندوستان کې تمرینات ترسره کړل.