پاکستانۍ سرچینې: افغان طالبان په اسلام اباد کې د سعودي ولیعهد سره ګوري

لیکنه: غازي عابد
د پاکستان حکومتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له اسلام اباده د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر په ترڅ کې ښايي طالب استازي له نوموړي سره وګوري.
پاکستان ته د و لیعهد بن سلمان په مشرۍ د لوړپوړي سعودي پلاوي سفر به سبا یکشنبه پیل شي.
دې پاکستاني چارواکي د افغانستان جګړې ته د کورنۍ جګړې نوم په اخیستلو سره ویلي چې دا د هغه هڅو یوه برخه ده چې د افغانستان د ۱۷ کلنې داخلې جګړې ته پای ورکړل شي.

د سعودي ولیعهد لیدنې ته په اسلام کې جدي امنیتي ترتیبات نیول شوي

د نورو خلیجي هیوادونو ترڅنګ سعودي عربستان د افغان سولې په خبرو کې مهم بلل کیږي، ځکه په تاریخي او دیني لحاظ په طالبانو خپل اغیز لرلی شي.
رویټرز لیکي؛ دوو پاکستاني مقاماتو ورته ویلي چې طالبان به په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د امریکا متحده ایالاتو له استازو سره ویني.
عمران څه وخت وړاندې سعودي عربستان ته سفر کړی و

دوی ویلي ډیر امکان شته چې طالبان له سعودي ولعهد سره هم وګوري.
طالبان څه وايي؟
رویټرز د یوه لوړپوړي طالب مشر چې نوم یې نه دی ذکر کړی له خولې ویلي؛ تر اوسه هیڅ تصمیم نه دی نیول شوی چې ددوی استازي به له شهزاده بن سلمان سره وویني که نه !
هغه زیاته کړې:
« په حقیقت کې له شهزاده سلمان سره د لیدنې په اړه پلان کې څه نشته، خو اسلام اباد کې به په دې اړه بحث وکړو.»

ملا عباس ستانکزی، د طالب پلاوي مشردا چې دا لیدنه به رښتیا هم وشي که نه، د پاکستان او سعودي حکومتونو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
رویټرز ویلي، هڅه یې وکړه چې په دې اړه د پاکستان او سعودي رسمي نظر واخلي، خو هغوی له تبصرې کولو یې ډډه کړې.
عمران خان سره د طالبانو لیدنې په اړه افغان حکومت څه وايي؟
د افغان حکومت اجرایه ریاست په مشروط ډول ددې خبرو هرکلی کړی.
د اجرایه ریاست ویاند امید میثم ویلي که دا ناستې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پيلدو په هدف وي، هرکلی یې کوي.
نوموړي ازادي راډیو ته ویلي:
«که اړیکې په‌دې خاطر وي چې پر طالبانو د بین‌الافغاني خبرو په خاطر فشار راوړل شي او دې ته اماده کړل شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، نو دا کولای شي یو منطق ولري، خو غیر له دې هر ډول اړیکه د افغانستان او سیمې له وضعیت سره مرسته نه‌شي کولای، بلکې ستونزې به لا زیاتې کړي.»
امید میثم

باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې طالب استازي د پاکستان له لومړي وزیر سره رسماً ګوري.
بن سلمان پاکستان ته د څه لپاره ځي؟
تمه ده چې ولیعهد سلمان له پاکستان سره د انرژۍ سکتور په برخه کې د ۱۰ بیلیونه ډالرو تړون امضا کړي. سلمان به یوه ورځ وروسته یعنې ددوشنبې په ورځ د پاکستان سفر پای ته ورسوي.
مهم سفر او پاکستان ته پيښ نوی جنجال
اسلام اباد ته د شهزاده سلمان سفر داسې مهال دی چې پاکستان د ګڼو نورو جنجالونو ترڅنګ تازه په تازه له خپل جدي دښمن، هند سره لا په توده لانجه اوښتی.
د هغو هندي سرتیرو تابتونه چې په وروستي برید کې وژل شوي

وروسته له هغې چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د هند په نیمه پوځي ډله موټر بم برید وشو او په پایله کې ګڼه مرګ ژوبله واړوله، هند وویل په دې کې د پاکستان لاس و او کلک ځواب به یې ورکړي. خو د هند دا تور پاکستان رد کړی او دا یې د هندي حکومت وارخطايي بللې.