راشدخان په يو بل نړيوال ريکارډ کې خپل نوم ثبت کړ

ليکنه: مدثر دعوت
که څه هم راشدخان تيرکال د افغانستان په لومړنۍ ټيسټ لوبه کي د ۲ لوبغاړو په سوځولو سره د هندوستان توپوهونکو ته ۱۵۴ منډي ورکړلې خو د افغانستان د ټیسټ د تاريخ په دويمه لوبه کي يې د ايرلينډ په وړاندي په ۳۴ اوورونو کي د ۸۲ منډو په ورکولو سره په يوه پاړۍ کي ۵ لوبغاړي وسوځوله.
دوه کلونه وړاندي د مارچ په ۱۷مه نيټه راشد وکولای سول چي په يو وروځنۍ لوبه کي د ۴۳ منډو په ورکولو سره د ايرلينډ ۵ لوبغاړي وسوځوي.
همدارنګه يې ۲ ځلي په شل اووريزو نړيوالو لوبو کي ۵ وکيټي اخيستي دي.
راشدخان د هغو لوبغاړو په نوملړ کي راغی کوم چي د کرکيټ په ۳ واړه فارمټونو کي يې ۵ ویکټي اخيستي دي.
په نړيواله سطحه يوازي ۹ لوبغاړي دي چي په ټيسټ،يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو کي يې ۵ لوبغاړي سوځولي دي،چي د هغوی له جملې څخه يو هم راشدخان سو.

تر راشدخان دمخه پاکستاني عمرګل په ۲۰۰۹ز کال، نيوزلينډي تيم سودي او سريلانکايي اجانتا مينديس په ۲۰۱۱ز کال، لاسيت ملينګا په ۲۰۱۲ز کال، افريقايي عمران طاهر په ۲۰۱۷ز کال ،بنګلديشي شکيب الحسن او ۲ هندي توپ اچوونکو بونيشورکمار او کولديف ياداو په ۲۰۱۸ز کال کي د نړيوال کرکيټ په ۳ واړو فارمټونو کي ۵ لوبغاړي سوځولي دي،خو راشدخان تر دوی ټولو د ځوان لوبغاړي په حیث دغه نوملړ کي ځان شامل کړ.
نړيوال مبصرين پدې باور دي چي راشدخان ددې وړتيا لري لکه څنګه چي يې د لومړني افغان په حيث د ډيرو وکيټو اخيستونکو ريکارډ خپل کړ،دې ته ورته به په نړيواله سطحه د کرکيټ د نورو فارمټونو په څير په ټيسټ کي هم ډير ريکارډونه جوړ او مات کړي.
راشدخان په شل اووريزو لوبو کي ۲ ځلي، په يو ورځنيو لوبو کي ۴ ځلي او يوازي په ۲ ټيسټ لوبو کي يې ۱ ځل ۵ لوبغاړي سوځولي دي.