د هند دوه لوبغاړي په خپرونه کې د بداخلاقو خبرو له امله، سیریز نه محروم شول

د هندۍ کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر هارډېک پانډیا او د همدې لوبډلې پیلوونکی لوبغاړی لوکېش راهول د لوبو څخه د خپلې ژبې له امله محروم شول.
پانډیا د هندوستان یوې رسنۍ سره د شو یا خپرونې پر مهال د جنسیتي یا بد اخلاقو خبرو د نیوزیلېنډ خلاف له لوبلړۍ لرې کړل.
هارډېک پانډیا او راهول دواړه د تلویزیوني خپرونې چلوونکي کرن جوهر سره په خپرونه کې مېلمانه وو، چې د خپلې مینه ناک ژوند او نور جنسیتي ژوند په اړه یې خبرې وکړې، چې د دوی دغه خبرې په ټولنیزو رسنیو کې ډنډوره شوې او د خلکو له سختو انتقادونو سره مخ شوې.
د جمعې په ورځ د جنوري په ۱۱ مه نېټه د هندوستان کرکټ بورډ هغوی دواړو ته وویل، چې باید له اسټرالیا څخه هندوستان ته ستانه شي.
هندۍ لوبډله اوسمهال په اسټرالیا کې په لوبو بوخته او نن یې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه روانه ده.
له دې وروسته هندۍ لوبډله د اسټرالیا ګاونډي هېواد نیوزیلېنډ ته د ۵ یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کوي.
دغه لوبې د جنوري په ۲۳ مه نېټه پېلېږي.
https://www.youtube.com/watch?v=qqLcBSGbfhU
هارډېک پانډیا چې د هندۍ لوبډلې ځوان او پیاوړی لوبغاړی دی، د هندوستان لپاره په لوبو کې خورا اغېزمن دی، نوموړی هغه وخت ډېر مشهور شو، کله چې د کرکټ قهرمانۍ جام سیالیو کې یې د پاکستان خلاف ۷۲ منډې وکړې او په یو اور کې یې په شاداب خان ۴ شپږیز ووهلې. دی په همدې لوبه کې بیا د جدیجا سره رن اوټ شو.
تلویزیوني ( شو) او هارډېک پانډیا
هارډېک پانډیا څخه د هغه د بالغېدو په اړه پوښتنه وشوه، هارډېک پانډیا ته د کرن جوهر له خوا وویل شو، چې تا څنګه خپلو والدینو ته د بالغېدو یا د تازه ځوانۍ کیسه وکړه؟
هارډېک پانډیا په خورا جرائت خبرې وکړې او وې ویل چې ما له مختلفو لارو خپلو والدینو ته وښودل چې زه بالغ یم.
هغه هلته ډېرې خبرې کړي، چې دلته یې مونږ اخلاقاً نه شو ذکر کولی.
کله چې یو څوک په خپرونه کې مېلمه کېږي، باید ژبه په کنټرول کې واخلي او هرې زاویې ته باید پوره فکر او سوچ وکړي؛ هغه څه ونه وایي چې شخصیت او حېثیت دې خرابولی شي.

پانډیا وویل چې یوه ورځ یوه مېلمستیا وه، هغې کې زما والدینو یوه جینۍ ولیده او ماته یې وویل چې دا دې خوښه ده؛ ما ورته وویل چې دې ما سره ډېر څه کړي دي. یعنې د پانډیا مطلب جنسي مقاربت و.
پانډیا دا هم وویل چې یوه شپه د شپې کلب یا نایټ کلب ته لاړم او هلته مې د یوې انجلۍ مزل او حرکات کتل او هلته هم له جنسي ستونزې سره مخ شوی و.
له پروګرام ختمېدلو وروسته د هندوستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې هارډېک پانډیا ته سزا ورکړي.
کی ایل راهول چې له ده سره په پروګرام کې یو ځای و هم د نیوزیلېنډ خلاف د یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې له لوبېدو پاتې شو.

دواړه د هندوستان د کرکټ بورډ د اخلاقیاتو او ډېسپلین کمېټې د ۴۱ مې مادې پر اساس پړه وبلل شول او له لوبو وځنډول شول.
درنو لوستونکو ښه او مثبت اخلاق په هره برخه کې مهم دي او هغې برخې بیا خورا مهم دي، چې کله یو څوک ډېر مشهور وي او بد اخلاقه وي، بیا نو که دی د هېواد لپاره څومره ښې لاسته راوړنې ولري، د خلکو به بد راځي.
په لوبو او رسنیو کې اخلاق ځانګړی ځای لري، رسنیو کې باید ژبه هیڅ بې ځایه ونه کارول شي.