ممبيي انډیئنز لوبډله لا هم له ملنګا ډیره تمه لري

د ممبيي انډیئنز لوبډلې روزونکی مهیلا جایاوردنی وایي لا هم په آې پي ایل کې د ملېنګا خطرناکو یارکرو ته په تمه یو او په ټول آې پي ایل کې به ولوبېږي.
مخکې داسې اوازې وې چې ملېنګا به د آې پي ایل په لومړیو لوبو کې په سریلانکا کې د ځایي لوبو له امله ونه شي لوبېدلای؛ خو جایاوردني ویلي چې هغه به په ټول آې پي ایل کې ولوبېږي.
پرون جایاوردني وویل چې سریلانکا کې د ایس ایل سي په نوم لوبې پېلېږي او دغه لوبې د اپریل میاشتې په اوږدو کې دي.
جایاوردني ویلي دي، چې د نیوزیلېنډ فسټ بالر آدم مېلن هم له آې پي ایل سیالیو ځکه بهر شو، چې روغتیا یې درسته نه ده.
د مېلن پر ځای تر اوسه د بل لوبغاړي د ځای پر ځای کولو په اړه پرېکړه نه ده شوې.
هارډېک پانډیا هم ټپي دی او هغه په مېډل ارډر کې د ممبيي لوبډلې لپاره خطرناک توپ وهونکی هم دی او دې سره، سره چټکه توپ اچونه هم کوي.

د هغه روغتیا هم تته ده او ښایي په بشپړ ډول د آې پي ایل لوبو ته چمتو نه اوسي.
خو روزونکی مهیلا ویلي چې د هغه روغتیا اوس پوره ښه ده او کولای شي آې پي ایل په ښه انداز ولوبوي.
هارډېک پانډیا تېره میاشت په خپل انسټګرام د خپلو تمریناتو انځورونه خپاره کړي وو او له هغې پوهېدای شو، چې هغه فېټ دی.
ښایي د آې پي ایل سیالیو په اوږدو کې د هندۍ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي د نړیوالو جام لپاره د تیاري په لړ کې آې پي ایل پرېږدي او نړیوال جام ته ځانونه په بشپړه توګه اماده کړي.
ویرات کولي، ډوني، هارډېک پانډیا، بونېشور کومار، اومېش یداف، کی ایل راهول، کېدر جداف او ځېنې نور لوبغاړي ښایي دمه شي.
د ممبیي لوبډلې لوبډلمشر روهېت شرما کوي او د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر بیا ځوان لوبغاړی شيریاس ایئر دی.