عمران طاهر د سهیلي افریقا چټکې یو نیم سل وېکټې پوره کړې

د سهیلي افریقا ښي لاسي لېګ برېک توپ اچوونکي د اسټرالیا خلاف لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې یو نیم سل وېکټې پوره کړې.
عمران طاهر د اسټرالیا خلاف د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د اسټرالیا په پېرت لوبغالي کې د نومبر په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کړه، په دغې لوبه کې عمران طاهر د الېکس کېري او مېچل سټارک وېکټې په کېچ او ایل بي ډبلیو سره واخېستې او په ۸۹ یو ورځنیو لوبو کې یې خپلې وېکټې ۱۵۱ ته ورسولې.
عمران ۸۹ لوبې کړي؛ خو یواځې په ۸۷ لوبو کې یې توپ اچونه کړې ده، نوموړی لومړنی افریقایي بالر شو، چې چټکې ۱۵۰ وېکټې پوره کوي.
عمران طاهر په ښي لاس لېګ برېک توپ اچونه کوي، چې توپ یې یو څه چټک دی او بانس زیات اخلي؛ نو ده ته د کرکټ په نړۍ کې بانسي بالر هم ویل کېږي، ځکه چې سپېن توپ اچونه یې بونس زیات اخلي او لوبغاړي ژر سوځولی شي.

له ده وړاندې د نړۍ په کچه لومړی پاکستانی سقلېن مُشتاق و، چې په ۷۸ لوبو کې یې ۱۵۰ وېکټې اخېستې وې، بیا اسټرالیایي برېټ لي دی، چې هغه په ۸۲ لوبو کې ۱۵۰ وېکټې پوره کړې وې، دریم بیا سریلانکایي اجنتا مېنډس دی، چې په ۸۴ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۵۰ وېکټې اخېستي دي او څلورم بیا د نړۍ په کچه عمران طاهر شو، چې په ۸۹ لوبوکې ۱۵۱ وېکټې پوره کوي.
د عمران طاهر بشپړ نوم محمد عمران طاهر دی، د مارچ په ۲۷ مه نېټه د پاکستان هېواد د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې زېږېدلی دی.
هغه اوس ۳۹ کاله عمر لري او د نړۍ په کچه په شا او خوا ۳۴ لوبډلو کې لوبېدلی دی.
په یو ورځنیو لوبوکې عمران طاهر ۴۵۹۹ توپونه ترسره کړي دي، چې ۳۵۷۹ منډې یې ورکړي دي او ۱۵۱ وېکټې یې اخېستي په یوه لوبه کې یې د ۴۵ منډو په ورکولو سره د ۷ لوبغاړو سوځول غوره توپ اچوونه ده.
د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۱۱ م کال کې د فبروري په ۲۴ مه نېټه د ویسټ انډیز خلاف کړی دی.
او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د اسټرالیا خلاف کړې او سبا د جمعې په ورځ له اسټرالیا سره د لوبلړۍ دوهمه لوبه هم ترسره کوي.
سهیلي افریقا اسټرالیا ته سفر کړی، چې دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبې لري، لومړۍ یو ورځنۍ لوبه سهیلي افریقا په ۶ وېکټو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی افریقایي چټک توپ اچوونکی ډیل سټین اعلان شو.