د ۲۰۱۹ز کال فلم فير جايزې ګټونکي څوک دي؟

ليکنه: مدثر دعوت

 
د فلمفير ايوارډ جشنواره کي چي هرکال د باليووډ سينما په بيلابيلو برخو کي ادا کارانو،فلمونو، ډايريکټرانو،سندرغاړو او نورو کارکوونکو ته جايزې ورکول کيږي د هندوستان د معتبرو ايوارډونو څخه شميرل کيږي.
ددې جايزې د ګټلو لپاره فلمي ستورو په کلونو کلونو خوارۍ کښلي، خو ځيني يې د باليووډ او ژوند سره د خدای په امانۍ تر وخته لا نه دي مستحق سوي.
سږ کال د فلمفير ايوارډ د جشنوارې ۶۴م پړاو کي چي د باليووډ باچا شاهرخ خان او ويکي کوشال يې کوربتوب په غاړه درولودی، د ۲۰۱۸ز کال غوره فلمونو ته جايزې ورکړې.

پدې جشنوارې کي رنبيرکپور او عاليې بټ تر نورو ټولو اکټرانو غټی جايزې وګټلې.
که څه هم دا جشنواره مخکی جوړه سوې وه خو د اپريل مياشتي په ۲۰مه نيټه د تلويزيونونو له لاري نشر سوله.
په سږکال فلمفير ايوارډ جشنواره کي لاندي فلمونو او اکټرانو ته جايزې ورکول سويدي.

د ۲۰۱۹ز کال فلمفير جايزو ګټونکو ليست:

د کال غوره فلم جايزه: راضي
د قاضیانو په خوښه د کال غوره فلم جايزه: اندادهن
دکال غوره نارينه اداکار جايزه : رنبیر کپور د سنجو فلم پر سر

 
دکال غوره ښځينه اداکاري جايزه : عالیه بټ د راضي فلم پر سر

 
د قاضيانو په خوښه غوره اکټر جايزه: رنویر سینګ د پدماوت فلم او ایوشمان کورانا د اندادهن فلم په خاطر
د قاضيانو په خوښه د غوره اکټري جايزه : نینا ، د بړهای هو فلم په خاطر
د کال غوره لارښود جايزه : مګنا ګلزار د راضي فلم په خاطر
غوره مکمل رول جايزه: ویکي کوشال د سنجو فلم، او ګاجراج رائو د بړهای هو فلم په خاطر دواړو ته ګډ ورکول سو.
غوره مکمل ښځینه رول جايزه : سوریکا سیکرې د بړهای هو فلم په خاطر
دکال غوره غزل شعرونو جايزه: اندادُهن فلم
غوره ډايلوګونو جايزه: اکشات چلدیال ته د بړهای هو فلم په خاطر
د کال د غوره کیسې جايزه : انو باو سینها ته د مُلک فلم په خاطر
د نوي غوره ادکار جايزه: ایشان خاطر ته د بيونډ د کلاوډز په خاطر
دکال غوره نوې ښځينه اداکاري جايزه : سارا علی خان ته د کیدارنات فلم په خاطر
د غوره تازه لارښود جايزه : عمر کوشیک ته د ِستري فلم په خاطر
دغوره البوم جایزه : سنجی لیلا بنسالي ته د پدماوت فلم په خاطر
د غوره سندري او ترانې جايزه: گلزار ته د راضي فلم ( اې وطن) سندري په خاطر
د کال غوره سندرغاړي جايزه: اریجیت سینګ ته د ( اې وطن) سندري په خاطر
د کال غوره ښځینه سندرغاړي جايزه : شریا ګوشال د پدماوت فلم، د ګومر سندري په خاطر
غوره تصویرنيوني جايزه: پنکج کُمار ته د تومبد فلم په خاطر
غوره عنوان لرونکي موسیقۍ جايزه: دانيال بي جورج ته د اندادُهن فلم په خاطر
د غوره جګړې کوونکي جايزه: ویکرم دایا ته د موقع باز فلم په خاطر
د سندري لپاره د غوره کاليو ټاکنه: کریتیکا ماهش ته د پدماوت فلم څخه د ګومر سندري په خاطر

د غوره نيوکو فلم جايزه: اندادُهن فلم
د غوره کاليو ټاکني جايزه: شیتل شرما ته د منټو فلم په خاطر
د غوره ايډيټ سوي اوازونو جايزه: کونال شرما ته د تومبد فلم په خاطر
د غوره صحنو جایزه: نیتن زیهاني چودري ته د تومبد فلم په خاطر
غورهVFX جايزه: د شاهرخ خان پروډکشن، ریډ چلیز ته د زیرو فلم په خاطر
د ډير وخت خدمت جایزه : هيماملاني
يادونه: د فلم فير د د کال دغوره اکټر جايزې تربل هرچا ډير ديليپ کمار يا يوسف خان او شاهرخ خان ګټلي.
هغه فلمي ستوری چي په يوه لسيزه کي يې ترټولو ډيري فلم فير جايزې ګټلي په لاندي انځور کي دي.

يوسف خان او شاهرخ خان دواړو بې مثاله ستورو هر يوه ۸ ځلي په خپل غوره استعداد سره ددې معتبري جايزې ګټونکي سويدي.
همدارنګه شاهرخ خان د باليووډ يوازنی ستوری دی چی فلمونو يې ۸ ملي جايزې ګټلي.
هغه فلمونه چي شاهرخ خان ورباندي د غوره اکټر فلمفیر جايزې ګټلي په لاندي انځور کي دي.

شاهرخ خان ته تر ۲۰۰۰ز کال وروسته د باليووډ د باچا لقب ورکول سو،چي لا تر اوسه يې هم دا تاج پرسر دی.