
ژباړه
یوه ورځ یو خراباتي پادشاه د یوې سیمې څخه تېرېدو پر وخت له دوه ملګرو سره ولیدل. دغه دوه بینا ملګرو چې تر هغه دم، په سوالګرۍ ژوند تېراوه، لکه د یوې سکې دوه مخه، نه جلاکېدونکي ګڼل کېدل.
پادشاه هغه ورځ په سُور برابر وو، ويې غوښتل د دوی په حق کې ښېګڼه وکړي. نو هر یوه ته یې وویل چې غوښتنه/ هیله وکړي.
لومړی یې کوچني ملګري ته په خطاب کې وویل: ما ته ووایه څه غواړې ژمنه کوم چې هيله او غوښتنه دې پوره کړم.
خو باید پوه شې چې د هرې یوې ښېګڼې په بدل کې چې تاسره یې کوم، دوه برابره یې ستا ملګري سره کوم!
کوچني ملګري له لږ فکر وروسته په موسکا ځواب ورکړ: ”زما یوه سترګه وباسه…!“
حسادت او کینه ناپوه اسان ته د شیطان لومړی درس دی!