فبروري 27, 2021

د پنيک په اړه څومره پوهېږئ؟ په دې مرکه کې یې ولولئ

مرکه: صدیقه پوپلزۍ
ما پخوا داسې فکر کاوه، چې په اروايي ناروغیو کې همدا ژورخپګان، سټرس او اندېښنې دي، خو له کومه وخته چې د استاد عظیمي له اروايي درملنې مرکز سره اشنا شوې یم او خلک ګورم، نو په دې برخه کې مې خورا ډېرو ناروغیو ته پام ور اوښتی چې باید پرې پوه شو.
تېره اونۍ د استاد د مشاورې مرکز ته یو کس راغلی و او دا درې خبرې یې ډېرې کولې چې سستي راباندې راځي، مرمه او لېونی کېږم.
کله چې ما له استاد څخه پوښتنه وکړه چې دا څه ډول ناروغان دي؟ استاد راته وویل چې دا ناروغان او د دوی ناروغۍ پنیک نومېږي. ما ورته وویل داسې ناروغان هم شته؟ استاد راته وویل چې یوه ورځ زما ۱۲ ناروغان وو او ۹ یې ټولو همدا ناروغي لرله، نو زه وډاره شوم تر هغې وروسته په دې لټه کې شوم چې دا ناروغي هم وپېژنم.
او دا دی نن بیا هم د استاد اروايي درملنې مرکز ته راغلې یم، په نوبت کې ناسته یم او دا هم باید ووایم چې د ارواپوهانو جلسې د استاد له قوله باید ۴۵ دقیقې وي او کله کله په سختو حالاتو کې تر دې هم اوږدېږي.
د یاران درنو لوستونکو کېدای شي کله ناکله مو د زړه ټکان ګړندی، خوله مو وچه او بدن مو ډېر خولې شي. د دې لامل ښایي ډېر فزیکی کار، سپورټ او یا نور بېلابېل فعالیتونه وي، خو که یې لامل وېره او ذهني ناجوړجاړی وي، نو ژر تر ژره ارواپوه ته ورشئ، ځکه چې کېدای شي اروايي ناروغي وي.
زه د همدې پوښتنو په موخه راغلې یم او د یوې بلې ناروغۍ د شاربلو په موخه ستاسو په خدمت کې یم په دې هیله چې مرکه تر پایه راسره ولولئ.
صدیقه پوپلزۍ: سلام استاد وخت مو پخیر. خدای دې وکړي چې د روغتیا جامې پر تن ولرئ او له هرې ناروغۍ خوندي وئ. رښتیا استاد تر دې وړاندې چې پنیک را وپيژنئ دا راته ووایئ چې ارواپوهان هم اروايي ناورغۍ پيدا کوي؟
استاد شرف الدین عظیمي: سلام تاسو، د یاران ټولو درنو کارکوونکو او درنو لوستونکو ته، خدای دې وکړي چې روغ جوړ او له کرونا څخه په امن اوسئ. هو، پرته له شکه چې ټول انسانان یو ډول دي، که ارواپوهان وي که د نورو څانګو پوهان. هر انسان ناروغېږي او ارواپوهان هم ناروغېږي او په اروایي ګډوډیو اخته کېدای شي.
کولای شم ووایم چې ارواپوهان خپلې ځانګړې اروايي ناروغۍ لري او ویل کېږي چې ځينې اروايي ناروغۍ یوازې په ارواپوهانو کې ډېرې وي، په ټوله کې غواړم دا هم ووایم چې ارواپوهان له نورو انسانانو بېل نه دي.
پاتې شوه پنیک، باید ووایم چې پنیک د اضطرابي ګډوډیو په کتار کې یوه خورا مشهوره اروایي ګډوډي ده، چې اخته کس د ورځې یا د اونۍ پر اوږدو کې کله ناکله پنیک حمله یا حملې تجربه کوي او د دې حملو په اوږدو کې د زړه چټک ټکان، خولې کېدل، سر ګرځېدل، وېره او رېږدېدل مینځته راځي.
پوپلزۍ: استاد د دې ګډوډۍ په اړوند ارواپوهانو څه ترلاسه کړي؟
استاد عظیمي: څېړنو ښودلې چې تل پاتې پنیک حملې د ۳ تر۶ سلنه کسانو او شپږ میاشتینۍ یې بیا ۰.۵ تر ۱ سلنه کسانو ترمنځ لیدل کېږي. ښځې، نجونې او مېرمنې تر نارینه‌وو ۳ برابره ډېرې پر دې ګډوډۍ اخته کېږي او په ځوانانو کې تر بوډاګانو ډېره ده.
همدارنګه ۴سلنه ماشومان هم پرې اخته کېدای شي، پر کوم ځانګړي توکم پورې تړلې نه ده. پر دې ګډوډۍ د اخته کېدو منځنۍ عمر ۲۵ کلني ده، خو ښایي په نورو عمرونو کې هم خلک پرې اخته شي، ځکه د ډېری څېړنو پایلې احتمالي وي.
پوپلزۍ: استاد تر دې ځایه مو د لوستونکو سر ښه سم ور خلاص کړ. اوس به یې نښو ته راشو، پر دې ګډوډۍ اخته کسان کومې نښې لري؟
استاد عظیمي: د پنیک نښو ته مو ستاسو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې هم اشاره وکړه، خو غواړم دا هم ور ډېر کړم چې د پنیک حملو په بهیر کې انسان سخت خولې کېږي، زړه یې په سختۍ سره درزېږي، لړزه او ناکراري احساسوي، ساه‌لنډي ورته پیدا کېږي، فکر کوي، چې په ستوني کې یې کوم څه بند دي او د ده د ساه اخیستو مخه نیسي، د سینې قفس کې ټیټ دردونه احساسوي، سر یې ګنګس او د بدن انډول یې له منځه ځي، اروایي کنټرول له لاسه ورکوي، له ناڅاپي مرګ یا لېونتوب څخه وېره ورته پيدا کېږي.
خپګان، اندېښنې او ناجوړجاړی هم شته، ځکه بیا بیاځلي حملې یې ستړي کوي همدا ستړیا کرار کراره ډېرېږي او انسان ته خپګان او اندېښنې پیدا کوي، چې دا پخپله په جوړجاړي کې ستونزې منځته راوړي او له امله یې اخته کس له هېڅ چا سره ښې اړیکې نشي ساتلی او هوسا نه وي.
پوپلزۍ: استاد په لنډو کې یې د لاملونو په هکله هم راته ووایئ؟
استاد عظیمي: باید ووایم چې د پنیک ګډوډۍ ډول او مودې ته په کتو سره یې لاملونه بېلابېل دي، ارث او جنټیک یې لومړني لاملونه دي، چې کولای شي پر دې ګډوډۍ د اخته کېدو چانس ۶ برابره لوړ کړي، همدارنګه څېړنې ښیي، چې د چای، قهوې او سګرټو ډېر کارول انسان پر دې ناروغۍ اخته کېدو ته چمتو کوي د نشه‌یي توکو، لکه چرس، شیشې او نورو نشه‌یي توکو کارول مو هم پر دې ګډوډۍ اخته کولای شي. لږ خوب او بې خوبي هم پر دې ګډوډۍ اخته کېدو ته لاره هواروي او جسمي ناروغۍ لکه د تروئید ډېره ترشح او شکر یې هم لامل ګرځي.
اروایي او ټولنیز لاملونه هم شته چې د هغو له ډلې څخه دیکتاتورې کورنۍ د ماشومتوب ناخوالې، رټنې، ګواښونه او وهل ټکول د یادولو وړ دي.
پوپلزۍ: استاد که څوک پر دې ګډوډۍ اخته شي، څه پرې کېږي؟
استاد عظیمي: د دې ګډوډۍ لومړۍ پایله ستړیا ده، چې همدا ستړیا پر نورو ګډوډیو اخته کېدو ته لاره هواروي، ځکه د دې ګډوډۍ حملې بیا بیاځلي وي. ښایي په میاشت کې څو ځله یا هره ورځ تر څو حملو پورې توپیر ولري. همدا خو اضطراب او ژورخپګان ته لاره پرانیزي او ښایي اخته کس د پنیک تر څنګ پر نورو اروایي ګډوډیو هم اخته شي یا ښایي د اخته کس په ذهن کې د ځانوژنې فکرونه پیدا کړي او همدا فکرونه یوه ورځ پر ځانوژنه واوړي.
همدا منفي فکرونه، اندېښنې، خپګان او خواشینۍ یې د دې لامل ګرځي، چې کاري ستونزې ورته لاس ورکړي او یا دنده پرېږدي. پر ګډ ژوند یې اغېز هم د یادولو وړ ده او تر ډېره کورنۍ اړیکې ګواښي او د له منځه تللو شونتیا یې هم لیدل کېږي.
پوپلزۍ: استاد له دې ګډوډۍ سره ژوند سخت نه دی؟ زما په اند تر دې وړاندې، چې یو څوک پرې اخته شي، مخنیوي یې ښه دی. آیا مخنیوی یې کولای شو؟
استاد عظیمي: د مخنیوي په برخه کې تر ټولو لومړی ماشومتوب او دیکتاتورو کورنیو ته ګوته نیولی شو. که په کورنیو کې د ماشوم غوښتنو ته پام وشي، له سپکولو یې ډډه وشي، د ستونزو پر مهال خبرې ورسره وشي، غږ یې واورېدل شي او کورنۍ خپل دیکتاتورانه او زورواکي چلند په نرم او مهربانه چلند بدل کړي، نو پر دې ګډوډۍ د اخته کېدو شونتیا به ډېره کمه شي.
همدا راز که انسان وکولای شي خپل منفي او ورانوونکي فکرونه کنټرول کړي، د دې ګډوډۍ نښې وپېژني او د ژوند بهیر کې سپورټ او ژورې ساه ته ځای ورکړي، نو په سمه به له دې ګډوډۍ څخه مخنیوی وشي.
پوپلزۍ: استاد که څوک پر دې ګډوډۍ اخته شي، باید څه وکړي؟
استاد عظیمي: د دې ګډوډۍ په درملنه کې باید له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل شي. لومړی هغه ګډوډۍ وپېژندل شي، چې له دې ناروغۍ سره تړلي دي، ځکه ښایي همغه ګډوډۍ د پنیک حملو لامل کرځېدلي وي او ښایي د هغو په درملنې سره دا ګډوډي هم له منځه لاړه شي.
زموږ د اروایي سلامشورو په مرکز کې تر احتمالي شک او کتنې وروسته له دې کسانو څخه ټیسټ اخیستل کېږي، چې معلومه شي، چې په کومه کچه دا ګډوډی لري. د کچې تر معلومولو وروسته د دې ګډوډۍ اړونده طرحه پرې پلې او درملنه یې پیلېږي.
د درملنې په بهیر کې پر دې ګډوډۍ اخته کس ته د ژوند نوي مهاروتونه ښودل کېږي، چې کرار کراره په خپل ژوند کې د بدلونونو په راوړلو سره خپل تېر هېر کړي او یو نوی ژوند پیل کړي.
همدارنګه ښایي کس له یوه ځانګړي ځای یا حالت سره د مخ کېدو پر مهال حملې تجربه کړي دا د دې ښکارندویي کوي، چې شخص، داسې حالتونو سره له مخ کېدو وېره لري یا ورسره حساس دی. له همدې امله یې باید کرار کراره له هغو سره مخ کړو، مخامخ کول باید له ذهن څخه پیل کړو او تر حضوري مخ کولو پورې یې ورسوو.
همدارنګه که وکولای شو کرار کراره یې ذهني وېرې راوسپړو او ورته تشریح یې کړو، نو دا هم د وېرې په عادي کېدو کې مرسته وکړي، کله چې وېره عادي شوه، نو دا په دې مانا ده چې له منځه ولاړه او ورسره پنیک حملې هم راکمېږي او له منځه ځي.
پوپلزۍ: استاد له تاسې څخه ډېره مننه. په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله له استاده د پنیک په اړوند ډېر نور څه هم واورئ.

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه، ښاد او اباد اوسئ. د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله، خدای مو مل شه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب