افغانستان

چین ته د جلغوزیو صادرات نن بېرته پيليږي

نن له افغانستان چین ته د جلغوزیو صادرات پيلېږي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې نن به د افغان سوداګرو د جلغوزیو لومړۍ بسته د هوايي کارګو له لارې چین ته ولېږدول شي. بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې ددغه صادراتو په اړه د روانې میلادي میاشتې په شپږویشتمه په دوحه کې هوکړه شوې وه. جلغوزي چین ته د افغانستان مهم صادرات ګڼل کېږي چې روان کال یې د څو میاشتو لپاره په … نور ولولئ

نړۍ

کیم جونګ اون خپلو وګړو ته: لږ خوراک به کوئ، د خوړو له کموالي سره مخ یو

په شمالي کوریا کې د خوړو له کمېدو سره همماله ددغه هېواد رهبر خلکو ته خبرداری ورکړی چې خواړه دې لږ مصرفوي. نوموړي ویلي تر هغه چې په ۲۰۲۵ز کال کې له چین سره خپله پوله پرانیزي تر هغې پورې دې کوریايي وګړي خواړه کم خوري او له هر څه سره دې پام کوي. د کیم جونګ اون په وینا که خلک وضعیت کنټرول نه کړي نو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي. شمالي … نور ولولئ

افغانستان

طا.لبان: هغه کسان مو ونېول چې ننګرهار کې د واده په مراسمو ډزې کړې وې

ا.ا.ا وایي هغه کسان مو نیولي چې تېره ورځ یې د ننګرهار په سره‌ رود ولسوالۍ کې د واده په مراسمو ډزې کړې وې. د ا.ا.ا ویاند بلال کریمي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې یادو کسانو د ا.ا له نوم ناوړه استفاده کړې او د واده په خلکو ډزې کړي دي چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او لس نور تپیان دي. کریمي زیاته کړې، چې دغه برید کوونکي درې کسان … نور ولولئ

خوندیتوب

د بدن د دفاعي سیسټم د کمزورۍ نښې نښانې

ژباړه دوامداره ستړیا؛ که د کار کولو پرته د ستړیا احساس کوﺉ، نو ستاسې د بدن دفاعي سیسټم ضعیف دی. د هاضمې پرله پسې ستونزې؛ کافي لاسوندونه شته چې ښيي د بدن د ساتندویه سیسټم کمزورتیا د هاضمې د مزمنو ناروغیو سبب ګرځي. ممکنه لامل دا دی چې د دفاعي سیسټم زیاتره جوړښتونه په هاضمې سیسټم کې ځای لري. په زکام/ ریزش ژر ژر اخته کېدل؛ د بدن د دفاعي سیسټم په اړه د قضاوت … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

نېکمرغي – لنډه کیسه

يوه مېرمنه ډاکټر/ روغتیاپال ته راغله او ورته يې وويل: نه پوهېږم تل ستړې او خواشني يم، او ځان راته د دنيا تر ټولو بدمرغه ښځه ښکاري. ماته څه ډول درمل راکوې؟ ډاکټر له لږ فکر کولو وروسته وويل: ”ستاسو د علاج لپاره يوازې يوه لاره شتون لري، هغه دا چې ته د خپل کلي د پنځو نېکمرغه مېرمنو له کورونو يوه يوه ډبره راوړه، خو په دې شرط چې ته بايد پوه شې چې … نور ولولئ

افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان په اړه چټک او قاطع عمل ته اړتیا ده

ملګري ملتونه وايي هېوادونه دې د افغانستان په قضیه کې په قاطعیت عمل وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې ددغه ناورین د پراختیا مخه ونیسي. هغه ویلي د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان په مسئله کې په قاطعیت عمل وکړي، پر ژمنو دې ودرېږي او ددغه هېواد په امنیت او ثبات کې دې … نور ولولئ

افغانستان

صالح: خلیلزاد د افغانانو هیلې په سیند لاهو کړې، اوس هم دروغ وایي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانانو سره د شوې لویې دوکې اصلي‌ طراح و. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خلیلزاد د افغانستان له جمهوري نظام سره د قربانۍ د بزې په څېر چلن کاوه او تر هغې یې ورسره لباسي همدردي‌ کوله چې چاړه د جمهوریت تر مرۍ ورسېده. صالح وړاندې لیکلي،‌ زلمی خلیلزاد هڅه کوي‌ … نور ولولئ

افغانستان

خلیلزاد: ولسمشر غني زموږ خبره نه منله؛ ځکه افغان حکومت سقوط شو

د ولسمشر غني سرتمبګي او د افغان چارواکو ځانغوښتنې د افغان حکومت د سقوط سبب شوې. د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په یوه انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا له لومړي سره په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخالفه وه، خو له فساده په ډکو ټاکنو کې اشرف غني ځان د افغانستان ولسمشر اعلان کړ او د نړیوالو یوې مشورې ته یې هم ارزښت … نور ولولئ

افغانستان

مولوي متقي: نړیوال دې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني

د ا.ا.ا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي متقي په دوحه کې د دیارلسو اروپايي هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې پر مهمو مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو او سولې خبرې شوې دي. ددې تر څنګ مولوي متقي ویلي چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په مینه کې د خدای(ج) په رابطه پوهېږئ؟ / عبدالرقیب سایل

د دې پوښتنې په اړه مې له یوې اوونۍ ډېر فکر کړی او له ځان سره مې په کراتو له خدایه دا پوښتلي چې ایا دغه ذات د چا په مینه څه کار لري؟ ځواب مې نه دی موندلی، خو د خدای په اړه زما تصور، متفاوت لیدلوري را په ګوته کړی چې پایله یې له تاسو سره دلته شریکوم: لنډ- لنډ یې وایم چې سر مو پرې ښه در خلاص کړم؛ خدای حقیقت دی؛ … نور ولولئ