پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د رنګونو ارواپوهنه؛ کوم رنګ تاسي ته مثبته انرژي درکوي؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

رنګونه د فرد پر عصبي سیسټم، د لیدو او اورېدو پر وړتیاوو او پر ټول جسم، حتی پر روحی او راني حالاتو او اخلاقو باندي مستقیم اغېز لري. اجتماعي خوشحالي او په مقابل کې خپګان هم په رنګونو پوري تعلق لري.

رنګ؛ یو داسي قدرتمند عامل دئ چي کولای سي د فرد دروني حالات او احساسات تحریک یا تسکین کړي، په هیجان ئې راولي او آرامش ورته ورکړي او هم کولای سي چي د خوښۍ، خوشحالۍ، غم او يا سرعت او سکون رامنځ ته کړي او حتا کولای سي چي مادي یا معنوي رغبت او تمایل رامنځ ته کړي. رنګ هم لکه د موسیقۍ په شان کولای سي چي کله خوشحالوونکی او کله هم خپه کوونکی وي، سکون یا هیجان رامنځ ته کړي، ګټور یا مضر تمام سي.

موږ ټول په دې باور یوو چي الله تعالی هر شی د یوه حکمت له مخي پیداکړی دئ، خو له بده مرغه چي د رنګونو او د هغوی د وجودي فلسفې په باره کي ډېري کمي څېړني او بررسۍ سوي دي. د رنګ ارواپوهني د پوهانو له جملې څخه کولای سو چي د ماکس لوشر، ماکس فایفر، آی. آر. يانش او همدارنګه د ایراني مهندس ناظر فرزان نومونه واخلو.

د سپین نور(چي اول وار نیوټن کشف کړ) د تجزیه سوو اوو رنګونو له ترکیب څخه، په (خنثی) سپین او تورو رنګونو سره کېدای سي چي تر ۱۷ میلیونو زیات پېژندل سوي رنګونه خلق کړه سي چي له دوئ څخه ئې هر یو کولای سي چي په ځان کي پټ توان او طاقت ولري او په ځان کي داسي سِر او راز ځای پر ځای کړي چي د نن ورځي علم د هغه د پلټلو په حال کي دئ.

ماشومان له زېږېدو سره سم د رنګونو له مستقیم منفی یا مثبتو تاثیراتو لاندي راځي.

رنګ؛ یو خورا ګټور عنصر دئ چي له درو خواوو څخه د بررسۍ وړ دئ:

  • امپرسیون یا د رنګونو د لیدو خاصیت؛
  • کنستراکسیون یا د رنګونو مادی خاصیت؛
  • اکسپرسیون

درېیم مورد چي د ټولني او خلګو په عادی مسایلو کي خورا زیات رول لري، له بده مرغه چي تر ډېره ورته پام نه کېږي او صرفنظر کېږي. ډېری کسان ئې په اړه معلومات نه لري. د رنګونو اهمیت او زموږ په ژوند کې اهمیت ته په کتلو سره، بده نه ده چي د هغوی په اړه زیات معلومات حاصل کړو. د رنګونو د بحث پیلولو له پاره لومړی بهتره ده چي هغوی پر څو خاصو او تفکیک سوو ډلو ووېشو او په هره شمېره کي پر یوې موضوع باندي بحث وکړو. د دې شمېرې موضوع د( رنګ او لباس اړیکه/رابطه) په خاصه د ځوانانو له پاره ده.

رنګونه د یوې هندارې یا تابلو په شان زموږ ظاهري او دباندیني پوښاک ته انعکاس ورکوي، زموږ چهره او اندام را په زړه پوري یا ناخوښ، چاغ یا ډنګر او ځوان یا سپین ږیری ښيي. د فرد متانت او وقار زیاتوي یا په هغه کي یو قسم بې خوندي رامنځ ته کوي. رنګونه پر دوو ډلو: یخ او ګرم وېشل کېږي. ډېری یخ رنګونه د نارینه وو او ګرم هغوی د ښځینه وو او نجونو خوښېږي.

خو دا موضوع قطعی نه ده او کېدای سي چي برعکس هم ورڅخه استفاده وکړه سي. ژړ، روښانه نارنجی، ارغواني، روښانه زرغون، آسمانی آبی او دوئ ته ورته نور په ماشومانو کي مثبت تاثیرات رامنځ ته کوي او د دغو رنګو تاثیرات په مشرانو یا د ډېر عمر لرونکو کسانو کي خورا ښه معلومېږي. رنګونه پر ډېر عمر لرونکو کسانو هم مستقیم اغېز لري. له ۱۴-۲۵ کلنو پوري نجوني تر ډېره قرمز، نارنجی، ژر، آبی، روښانه زرغون، سپین او تور رنګونه خوښوي. دغه رنګونه د هغوی پر نشاط او خوشحالۍ باندي مثبت تاثیر لري. په نارینه وو کي دغه رنګونه دېر کم معلومېږي خو که ورڅخه استفاده وکړه سي، د دوئ له پاره به هم د پام وړ تاثیرات د دوئ پر خوشحالۍ او نېکمرغۍ باندي ولري.

ځیني وختونه هغه محدودیتونه چي انسان ئې د ځان له پاره وضع کوي، په ټولنه او د خلګو په منځ کي خیني مثبت او اغېزناک عناصرو استعمال او د هغوی موثریت کموي چي په کالیو کي له رنګونو څخه سهی استفاده ئې یو ډول دئ. د موضوع د لا روښانتیا له پاره څو مثالونو ته پام وکړئ.

  • د زرغون او آبی رنګ استعمال د فرد د لیدو او تنفسي سیسټمونو په پیاوړي کولو کي رغنده رول لري.
  • بنفش رنګ د فرد د اعصابو په آرامولو او د روحیاتو په کنټرول کي کارول کېږي.
  • قرمز او نارنجي رنګ د خوښۍ په ایجاد او د ویني د فشار په لوړولو، د جنسي هیجاناتو په ایجادولو او د تحرک او قدرت په زیاتولو کي کارول کېږي.
  • په انسان کي د آبی آسماني او سورمه يي رنګ کارول، د وقار، قدرت او په نفس باندي د اعتماد د زیاتوالي سبب کېږي.
  • ژړ رنګ په انسان کي د اصلاح غوښتني، خوند او لذت، له مطالعې سره مینه او علاقمندي، روشنفکري او تخیل ایجادوي.
  • نارنجي رنګ  د اجتماعي اړیکو او نورو د توجو را جلبولو له پاره استعمالېږي. نارنجی، خوښي، هیجان راوړونکی او خندا راوستونکی رنګ دئ.

له رنګونو څخه باید د معجزې تمه ونه کړه سي ځکه چي په لنډ وخت کي د هغوی تاثیر نه مشخصېږي، په محیط او چاپېریال کي د رنګونو استعمالول کولای سي چي په اوږدمهاله کي خپل تاثیرات ښکاره کړي.

رنګونه کولای سي چي له روان شناختۍ پرته، پیاوړی د لیدو تاثیر رامنځ ته کړي او د شیانو او محیط ظاهر تغیر کړي. رنګونه د کالیو د پلورنځیو په تبلیغاتو کي کارول کېږي. تېره او سنګین رنګ لرونکي جامې کولای سي چي په افرادو کي د اندامونو په کوچني ښکاره کولو کي تاثیر ولري او برعکس روښانه رنګونه لکه ژړ، سپین او نیلي، د اندامونو په چاغ او مناسب ښکاره کولو کي تاثیر لري. په هفته کي یوار په رنګونو کي فرق یا تنوع راوستل کولای سي چي د افرادو په خلق او خوی کي تاثیر وښندي.

د ظاهري پوښاک او جامو د رنګونو تغیرول، کولای سي چي د رفتارونو او شعارونو د یکنواختوب څخه د پام وړ مخنیوی وکړي، خوشحالي رامنځ ته کړي او د نورو د توجو په جلبولو کي خورا موثر دئ. د محیط په وړاندي د فرد خستګي او حتی هغه ستړیاوي او خستګۍ چي له دلیل پرته وي، کولای سي چي پکښي د پام وړ کموالی راولي.

په همدې آساس، راځئ چي د خپل ورځني پوښاک رنګونو ته په لا زیاتي توجو کولو سره، په ځانو کي د خوښۍ او خوشحالۍ رامنځ ته کولو برعلاوه، د خپلو شاوخوا کسانو په خوشحالولو کي هم اغېزناک او موثر اوسو.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي