فکري بلوغ؛ موږ څه وخت فکري بلوغ ته رسېږو؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 

انسان دوه ډوله بلوغ تجربه کوي. یو یې فکري او بل جسمي/فزیکي بلوغ دی. ښايي تاسو دا متل اورېدلی وي چې: (عقل په سن نه دی، په سر دی.) همداسې ډېر داسې په سن کم عمره وګړي پاخه وي؛ خو ځينې په عمر پاخه خلک د هغه کم عمره هومره ځيرک او پاخه نه وي. داسې خلک شته چې فزیکا غټ؛ خو عقلا کوچني او بر عکس وي.

دا چې دا بلوغ څه ډول وي او څنګه پوه شو چې موږ فکري بلوغ ته رسېدلي یو که نه، په دې لیکنه یې ځينې نښې راسره ولولئ.

۱- تل د ستونزو د حل په لټه کې وي، د خپلو ستونزو پړه پر نورو خلکو نه اچوي.

۲- په وړو وړو خبرو نه خپل ماغزه خرابوي نه د بل خوا بدوي.

۳- د خپلو کمزورتیاوو د پېژندلو هڅه کوي او تل یې په له منځه وړلو پسې مټې رانغاړي.

۴- مثبت اندي دي او د ژوند پر منفي خواوو پسې نه ګرځي. یانې د خدای ج پر شته نعمتونو شکر کښونکي او په نه شتون یې صبر کوونکي دي.

۵- تر کوچنیو او سترو ماتو وروسته له ژوند او حالاتو بېزاره کېږي نه؛ ځکه دوی پوهېږي چې د ژوند  او طبیعت قانون همدا دی. مبارزه کوي او خپل شخصیت رغوي.

۶- ناهیلې کېږي نه، تل یې د امید ستنې ټينګې ولاړې او هغو ټولو موخو ته د رسېدو په پار هلې ځلې کوي چې ټاکلي یې دي.

۷- خپل مسوولیتونه ادا کوي او هغه مسوولیت په غاړه اخلي چې د پر ځای کولو توان او وس یې ولري.

۸- معنویاتو ته تر مادیاتو ډېر ارزښت ورکوي او خپل دننني مثبت کیفیات تر بهرنیو کسب شویو مادیاتو غوره ګڼي.

۹- رښتیني دي او دروغ/ټکۍ ته اړتیا نه محسوسوي.

۱۰- تر ټولو دمخه پر خپلو وړتیاوو تمرکز کوي، د هغو په کار اچولو کار کوي او نندارې ته یې نه وړاندې کوي. د وړتیاوو نندارې ته اېښودل د هغو د ودې پر وړاندې خنډ کېدلی شي. دا ځکه چې دوی به په نمایشي کارونو د پرمختګ وخت برباد کړي.

۱۱-د خلکو پر بریاوو یې رخه نه راځي او تل یې پر خوشحالیو خوښي څرګندوي؛ ځکه دوی پوهېږي چې انسان له دې نړۍ هومره برخه وړي چې خدای یې ور رسوي.

۱۲- پر خپلو تېروتنو دومره نه ځورېږي لکه اصلاح کوي یې چې. یانې تېروتنې مني.

۱۳-  خپلې وړتیاوې مني، باور پرې لري او له هڅو لاس نه اخلي.

۱۴- خپل ټول وخت سم مدیریت کوي. دوی پوهېږي چې وخت نه تکرارېدونکې ښکارنده ده.

۱۵- احساس او عقل دواړه پالي. داسې نه کوي چې عقل وکاروي او احساسات مړه کړي. د دواړو ترمنځ تعادل ساتي او منځلاری وي. د احساساتو پر وخت احساسات څرګندوي او د عقل د اړتیا پر وخت، عقل کاروي.

۱۶- هر څوک د دې وړ نه ګڼي چې د بدو په مقابل کې یې بېرته بده خبره یا ناوړه کړنه ترسره کړي.

۱۷- موخن دي او بېځایه وخت نه لګوي.