په کابل کې د عبدالرحمن جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدالله

د عبدالرحمن جومات، چې د کابل په ښار کې له پارک زرنګار سره نږدې موقعیت لري، د افغانستان له عصري او لویو جوماتونو څخه شمېرل کېږي.
د دغه جومات د بنسټ ډبره په ۲۰۰۱م کې د افغان سوداګر حاجي عبدالرحمن لخوا کېښودل شو، نو له همدې کبله مسجد هم د نوموړي په نوم نومول شوی دی.
دا جومات په ۲۰۱۲م کې د لمونځ‌کوونکو پر مخ پرانیستل شو، د پرانیستې په مراسمو کې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره ګڼ شمېر دولتي چارواکو او مخورو ګډون کړی و. د لومړي ځل لپاره په کې د جمعې لمونځ ادا شو، چې له پنځلس نیولې تر شل زره کسانو په کې ګډون کړی و، په داسې حال کې چې جومات پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري، ګڼ شمېر کسان له مسجد څخه بېرون په پارک او د مسجد شاوخوا کې پر لمانځه ولاړ و.
د مهندسۍ چارې یې خپله افغان انجینیرانو پر مخ وړې دي. دا جومات درې تالارونه او یوه سر خلاصې صوفه لري، چې پر یو وخت په کې ۱۰۰۰۰ لمونځ‌کوونکو لمونځ کولی شي. په ټول جومات کې۲۰ کندیلونه ځای پر ځای شوي، چې لوی هغه یې ۳۳۰۰ کیلو ګرامه وزن لري.
د عبدالرحمن جومات ټول ټال۲۰ ګنبدې او دوې لویې منارې لري، چې لوړوالی یې ۶۲مترو ته رسېږي.
جومات د ۱۶۰۰ متره مربع په پراخوالي سره یوه طهارت خونه لري، چې پر یو وخت په کې ۵۰۰ تنه اودسونه کولی شي.
پر نورو ملحقاتو سربېره دا جومات یو لوی کتابتون هم لري، چې اوس مهال پکې ۱۵۰۰۰۰ ټوکه کتابونه موجود دي. دغه راز جومات د قران کریم د زده‌کړې او حفظ مرکز هم لري، چې ګڼ شمېر کسان پکې د قران کریم حفظ کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي