تادین خان: سرتیري مو جګړې ته د مېلې په څېر په جوش او خروش ځي
د کندهار امنیه قومندان تادین خان ویلي، چې زموږ سرتیري جګړې ته د میلې په څېر په جوش او خروش ځي. تادین خان په خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې د هیواد له هرې سیمې ورسره هیوادوال تماسونه نیسي او د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د جګړې د ورتګ غوښتنه کوي. هغه لیکلي: « د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه زرګونه افغانان تماسونه نیسي او د پنجاپ په وړاندې د جګړې لپاره د راتګ … نور ولولئ