افغانستان پوهنه ځوانان او زده کړې کرونا

د انلاین تدریس په اړه دننګرهارپوهنې ریاست ویاندسره مرکه؛ هغه څه چې د مرکې په پاي کې روښانه شول

لیکنه: مهر تاج

مرکه کوونکې: مهر تاج – د یاران خبریاله

مرکه کیدونکی: د ننګرهار د پوهنې ریاست د اړیکو او مطبوعاتو مسوول محمد اصف شینواری

په هېواد کې د کورونا وایروس له امله د زده کوونکو رخصتي، له درسونو وروسته پاتې کېدل، دا چې زده کوونکي به خپل نيمه کلني درسونه څرنګه جبرانوي او د پوهنې وزارت څه کړي یا کوي؟ په دې هکله مې د ننګرهار د پوهنې ریاست د اړیکو او مطبوعات مسوول سره مرکه کړې.

له دې ځایه یې پلوو:

ـ سلامونه او احترمات شینواری صیب یاران ته ښه راغلاست، مننه چې وخت مو راکړ.

ـ وعلیکم السلام ورحمة الله او متقابل احترمات اغلې مهر تاج !

هېله ده وکولای شم ستاسو پوښتنې په لنډ ډول ځواب او دا ځوابونه ستاسو د قناعت وړ او د موضوع سره اړخ ولګوي.

ـ په پیل کې که په لنډه توګه  خپل ځان د “یاران ” لوستونکو ته معرفي کړئ؟

ـ زما نوم “محمد اصف شینواری” دی. د ننګرهار د پوهنې ریاست د اړیکو او مطبوعات مسوول، زده کړې مې ننګرهار پوهنتون “ژبو او ادبیاتو” پوهنځي په پښتو ادبیاتو کې د ماسترۍ تر کچې دي.

ـ ډېر ښه شینواری صیب، پیل به له دې پوښتنې وکړم چې؛ په هېواد کې د کورونا وایروسي وبا له خپرېدو وروسته ټول تعلیمي او تحصیلي موسسات رخصت شول، چې د یادو موسساتو تعطیل تر اوسه هم دوام لري، د ننګرهار پوهنې ریاست د رخصت په جریان کې د خپلو زده کوونکو د تدریس او بوخت ساتلو په خاطر کوم اقدامات ترسره کړي؟

شینواری صیب: دکورونا وایروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې له ۲۶مې ټول ښوونیز مرکزونه وتړل شول . ننګرهارپوهنې ریاست د هېواد په کچه لومړنی ریاست و، چې دخپلو زده کوونکو لپاره یې د رسنیو (راډیو/ تلویزیون) له لارې د زده[1]کړو بهیر پيل او دا پروسه بیا هېواد شموله او د ننګرهار نوښت په هیوادنۍ کچه لومړی ځای خپل کړ، د ۱۳۹۹ کال د حمل میاشتې له ۵مې دانعکاس تلویزیون، تر هغې وروسته د شرق تلویزیون او بیا همداسي د ‘دوست راډیو’ او ‘اصلاح غږ’ راډیو له لارې د درسونو وړاندي کولو لړۍ پيل او تر اوسه دوام لري.

محمد اصف شینواری

مهر تاج: څو سلنه زده کوونکي د آنلاین زده[1]کړو پروسې تر پوښښ لاندې راغلي؟

استاد شینواری: پوهنې ریاست د ارزونې او معلوماتو له مخې له شپیته تر اویا سلنه زده[1]کوونکي د درسونو له دغه لړۍ څخه ګټه پورته کوي.

مهر تاج: سوال: دغه فیصدي مو د کومې ارزونې له مخې سنجولي یا معلومه کړې؟

استاد شینواری: لکه مخکې مې چې وویل، موږ په ولسوالیو کې استازي، دفترونه لرو، ښوونځیو ادارې فعالې دي، هغوی ته د سپارل شوې دندې او معلوماتو پر بنسټ ویلای شو، چې په دومره فیصدۍ زده کوونکي له دې پروسې ګټه پورته کوي، خو ښیي دا فیصدي دومره کره نه بلکې اټکلي وي.

مهر تاج: زیات زده[1]کوونکي انټرنیټ ته لاسرسی نه لري او همدارنګه برق او تلوېزون هم نه لري، د هغوی په اړه ستاسې تصمیم څه دی؟

استاد شینواری: د پوهنې ریاست برداشت دا دی، چې ډیری زده[1]کوونکي ټلویزیون او بیا راډیو ته لاسرسی لري، هڅه دا ده، چې دا درسونه د(سي ډي/ فلشونو) او نورو ممکنو لارو هم تر زده[1]کوونکو ورورسوو.

مهر تاج: رسوو؟ رسولي مو دي؟ او یا که ورورسوو؟

یعني لا په دې دوه درې میاشتو کې نه دې ورسیدلي یا نه یاست توانېدلي؟

استاد شینواری: موږ ویلي، چې پېل مو د راډیو او تلویزون له لارې کړی اوس[1]مهال حتا خلک په موبایل کې هم راډیو کاروي او تر ډېره په کلیو او بانډو کې د لمریزي برېښنا او تلویزون امکانات برابر شوي دي، پر دې سربېره زموږ هڅه دا ده، چې موږ به په سي ډي او فلشونو کې هم دا درسونه چمتو او د اړتیا پر مهال به ترې کار واخلو، خو تر اوسه لا دا کار نه دی بشپړ شوی.

((بیا هم، یانې په دې دريو میاشتو کې نه دی بشپړ شوی! ))

مهر تاج: داسې ویل کېږي، چې د تعلیمي او تحصیلي موسساتو د بیا ځلي پیل طرحه د کابینې او اضطرار کمېټې ته سپارل شوې، د منظورېدو په صورت کې ستاسې اداره کوم چمتووالی لري او که نه؟

استاد شینواری: پوهنې وزارت چمتوکړې طرحه لومړی د عامي روغتیا وزارت تاییدوي او تر هغې وروسته به د کابینې غونډې ته د تایید او ولسمشر ته د توشیح لپاره ورځي، تر هغې وروسته به د پلي کیدو وړ وي، چې په دې طرحه کې دپوهنې وزارت دښوونځیو ټولې آسانتیاوې او امکانات په پام کې نیول شوي. کله چې طرحه عملې کېدلو ته وړاندې شي، هغه مهال به د تدابیرو او چمتو والي روښانتیا وشي.

مهر تاج: څه ډول ممکنه ده، چې هم حضوري زده کړې پرمخ لاړې شي او هم له یادې ناروغۍ زده[1]کوونکي وساتل شي، په دې اړه ستاسې تدابیر څه دي؟

استاد شینواری: کله چې حضوري یا په ټولګیو کې د زده[1]کړو د پیل پرېکړه کیږي، نو خامخا به د کورونا وایروس د مخنیوي لارې چارې هم په پام کې نیول شوي وي.اوسمهال د دغه وایروس د خپرېدو د مخنیوي مهمې لارې د ماسک کارول او د واټن په نظر کې نیول دي چې ممکن دا په ښوونکو او زده[1]کوونکو جبري شي.

مهر تاج:  کوم وخت چې د تعطیل په موده کې تېر شوی، د دې د جبران په خاطر څه تصمیم لرئ؟

استاد شینواری:  په پوهنې وزارت کې د هرې ښوونیزې ستونزې د حل لپاره اساس یا بنسټ موجود دی. دا لومړی ځل نه دی، چې د زده کوونکو درسي بهیر او یا هم ازموینې ځنډېږي، بلکې تر دې وړاندي هم داسې ډیر ځل پېښ شوي دي. اټکل دا دی، چې په ګرمسېره سیمو کې، چې ښوونیز کال یوازې دوه میاشتې پاتې او درسي پلان تقریبا بشپړ شوی و د څلورنیم میاشتنیو ازموینو پر استناد له زده[1]کوونکو سره چلند وشي او په سړو سیمو کې ممکن د کلنیو رخصتیو په دوران کې زده کړو ته دوام ورکړل شي او دا هر څه هغه مهال شوني دي، چې د پوهنې وزارت طرحه منظور او پلي کیدلو ته وړاندي شي.

مهر تاج: د دولسمو ټولګیو هغه زده کوونکي، چې باید فارغ شوی وای او پوهنتونونو ته یې لار پیدا کړی وای، چې یاده چاره وځنډېده او په خپل وخت سرته ونه رسېده، په دې اړه مو تصمیم څه دی؟

استاد شینواری: کوم زده[1]کوونکي چې په تودو او سړو سیمو کې په دولسمو ټولګیو کې پر زده[1]کړو بوخت ول، هغوی چې د کانکور آزموینې ورکولو ته یې چمتووالی درلود فورمې یې ډکې کړي، دا فورمې لوړو زده[1]کړو محترم وزارت او له هغه ځایه د آزموینو ملي کمیټې ته رسیدلې او چې کله د کانکور آزموینو مهالوېش اعلان شي دوی به په کانکور کې برخه ولري.

مهر تاج: داسې اوازي دي، چې سږکال به امتحانونه هم په ثانوې شکل واخیستل شي، تخفیف به لري، په داسې حال کې چې زده[1]کوونکو درس نه دی ویلای، وروسته پاتې دي او پاتې درسونه به هم نه تدریسېږي، نو د کلنۍ آزموینو د توپیر په هکله څه وایاست یا هم په کوم شکل به وي؟

استاد شینواری: ما مخکې وویل، چې دې ټولو ستونزو ته به د پوهنې وزارت په چمتو کړې طرحه کې حل لارې په پام کې نیول شوې وي او داسې کوم ګام به نه پورته کیږي، چې زده[1]کوونکو ته په کې زیان ورسیږي.

مهر تاج: د کانکور آزموینې په اړه مو معلومات څه دي، چې کله به واخیستل شي؟

استاد شینواری:  د کانکور د ازموینې د اخیستلو مهالوېش د کورونا وایروس پر خلاف د مبارزې عالي کمیټې منظور کړی او اټکل کېږي، چې د روانې سرطان میاشتې له نیمایي وروسته دکانکور آزموینه په پړاویز ډول پيل او اسد میاشتې تر پايه پای ته ورسیږي.

مهر تاج: په پای کې ستاسو پیغام یا غوښتنه د زده[1]کوونکو او کورنیو او نورو لوستونکو څخه!؟

استاد شینواری: پیغام مو دا دی، چې زده[1]کوونکي دې له دې فرصت نه ګټه پورته او خپل درسونه دې په کور کې ولولي. دکورنیو له مشرانو(والدینو) مو هیله ده، چې تر ممکنه حده پورې خپلو اولادونو ته د درس ویلو آسانتیاوې برابرې کړي او له ټولو مو غوښتنه ده، چې خپلې روغتیا ته پام وکړی کورونا جدي وګڼي او د روغتیاپالانو پر لارښوونو عمل وکړي.

مهر تاج: مننه استاد چې مونږ ته مو د مرکې لپاره وخت راکړ. 🙏

استاد شینواری:  “له تاسو هم مننه”

د انلاین درسونو مهالویش

یادونه: له پورته مرکې څخه درې خبرې روښانه شوي.

اول: ماته چې پرې قناعت حاصل نشو، هغه آنلاین، ټلویزیون او راډیو له لارې تدریس دی، چې که زده[1]کوونکي ورته لاسرسې ولري هم شاید دېرش سلنه وي.

ځکه د فیصدۍ ارزونه یې نده کړې، دویم دا لکه لمر روښانه ده، چې د مېډیا له لارې څومره تدریس او څومره وخت تدریسېږي، دومره استادان؟  د اول ټولګي نیولي تر دولسم ټولو  ټولګیو درسونه نه تدریسېږي که بلفرض د څو مشخصو یا پورته ټولګیو درسونه تدریسېږي، نو بیا ټول مضامین یې نه تدرسېږي، بلکې مشخص یو څو مضامین یې د مشخص او یو څو استادانو په مرسته تدرسېږي.

دویمه خبره پکې دا ده چې، فرض کړئ امکان او سهولیت برابر دی، ایا زموږ  زده[1]کوونکي د درسونو  په تعقیبولو کې پابند دي؟ آیا والدین ورسره مرسته او ونډه اخلي، که یې اخلي نو څو سلنه؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب یې موږ او تاسې سره دی نه د پوهنې وزارت سره!

تل مو بچي د ښوونځي په لور شړلی دی، خو تعقیب کړي مو نه دي.

دریم: که بهرنیو ټولنو ته وګورو، اتیا سلنه درس او خواري پخپله محصل او [1]زده[1]کوونکو کوي، خو زموږ ټولنه کې یې کیسه بیا برعکس ده.

خلاصه که څوک په ریښتینې مانا درس ویل غواړي، کورنۍ یې ارزښت ورکوي، نو په هره لاره او په هره طریقه چې وي خپل درسونو ته رسیده ګي کوي، ځان پوهوي او  بهانو او پلمو ته لاس نه ورکوي.

خبرداری! خوږو زده[1]کوونکو او کورنیو:

اوس هم لا وختي ده، ناوخته نه دی، امتحانونه درپسې دي، دا یو بېړنی حالت دی، نه مو پلمه او نه مو بهانه چلېږي، خپل درسونو ته سر ټیټ او باید امتحان ته اماده اوسئ!

دا مه هېروئ چې، موږ دومره په وسایلو،  امکاناتو او سهولیتونو برابر دولت نه لرو، له یوه لاسه ټک نه خېږي، راځئ دویم لاس تاسې د خپل ځان لپاره ورکړئ، په ځان کار وکړئ او د ځان لپاره درس ووایاست.

که له زړه وغواړو، هېڅ ناممکن نه دي!!!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ