چې روغ وې، څوک به ونه وایي چې دا انسان به هم مري، خو که ناروغ شوې، بیا به دې د قبر او کفن بندوبست هم پیل شي، چې کوم جنس ټوکر درته واخیستل او کوم ځای دفن ته انتخاب شي.
د متحده ایالاتو له قانون سره سم، که چېرته د متحده ایالاتو ولسمشر مړ یا ناروغه شي، نو د ولسمشر اساسي واکونه به چاته سپارل کېږي؟ نن سبا همدا مسله په متحده ایالاتو کې تر بحث لاندې ده.
له کله نه چې ډونالډ ټرمپ په کورونا وایروس اخته شوی، د متحده ایالاتو اساسي قانون د ۲۵ مادې تعدیل د ډېرو بحثونو موضوع سرلیک ګرځېدلي، نو راځئ چې د همدې موضوع په هکله څو مهمو نکتو ته کتنه وکړو.
د متحده ایالاتو اساسي قانون په ۲۵ ماده کې د څرنګه تعدیل؟
کله چې اوسنی ولسمشر ناروغه یا په ناڅاپي توګه مړ شي، نو بیا دا یقیني ده، چې د امریکا د ولسمشر واکونه د اساسي قانون له مخې د هغه مرستیال ولسمشر، یعني د هېواد مرستیال ولسمشر ته سپارل کېږي.
که چیرته د متحده ایالاتو ولسمشر په جدي (شدیده) ناروغۍ اخته شي او خپل واکونه له لاسه ورنه کړي، نو د ولسمشر معاون او کانګریس کولی شي، د دوه پر درې برخو اکثریت سره پریکړه وکړي، (چې هغه ممکن د لرې کولو پریکړه وي.)
د ۲۵ مادې د تعدیل لامل څه دی؟
په ۱۹۶۳ کې، د متحده ایالاتو د ولسمشر «جان ایف کینیډي» تر وژنې وروسته، دا پوښتنه راپورته شوه چې څوک به د دۀ پر ځای د هېواد چاري پرمخ وړي. له همدې وضعیت وروسته کانګرس د متحده ایالاتو د اساسي قانون په ۲۵ ماده کې تعدیل راوست او تصویب یې کړه.
د یادوني وړ ده، کله چې «ویلیم هیرسن» په ۱۸۴۱ کې ومړ، نو له همغه وخته پدې اړه دا بحثونه پیل شول، چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ څوکۍ جانشین څوک وټاکل شي.
پدې وخت کې، «جان ټیلرسن» د متحده ایالاتو د ولسمشر معاون و؛ د دډ اړه ګرم بحثونه وشول، چې ایا دا به د ولسمشر مرستیال، ولسمشر وي او یا که سرپرست ولسمشر وي. په ورته وخت کې، د یوۀ هوټل په خونه کې «جان ټیلرسن» د اداري قاضي په وړاندې لوړه وکړه او ځان یې د متحده ایالاتو ولسمشر وټاکلو.
ایا له دې وړاندې د ۲۵ مادي ترمیم کارول شوی و؟
له دې وړاندې، د متحده ایالاتو دوه ولسمشرانو، چې “جورج ډبلیو بوش” او “رونالډ ریګن” وؤ، د دې ترمیم لاندې خپل مرستیال ولسمشر ته واک لیږدولی، چې “جورج ډبلیو بوش” ځنې دوه ځله ګټه پورته کړي او “رونالډ ریګن” یو ځل ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې دا تعدیل هېڅکله د تل لپاره د ولسمشر لیرې کولو لپاره ندی کارول شوی، پداسې حال کې چې د ۲۵مادي ترمیم د ولسمشر معاون اختیار یا صلاحیت لپاره کارول شوی ؤ.
د ۲۵ مادي د ترمیم وړاندې؛ کله چې د متحده ایالاتو ۳۹ کلن ولسمشر ، سپیرو اګنیو په ۱۹۷۳ کې د مالیاتو د نه ورکولو په تور استعفا ورکړه. نو “جیرالډ فورډ” د ولسمشر د مرستیال ریچارډ نیکسن لخوا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره نومول شوی و.
کله چې ریچارډ نیکسن یو کال وروسته استعفا وکړه، «جیرالډ فورډ» ولسمشر وټاکل شو او «نیلسن راکیفیلر» یې د هغه معاون په توګه وټاکه ، کوم چې د کانګرس لخوا تصویب شو.
اوس د ټرمپ په قضیه کې دا ترمیم څرنګه بحث کېږي؟
د «نیویارک ټایمز» او ABC نیوز په ۲۰۱۸ کې راپور ورکړ چې یو کال دمخه، د لوی څارنوال مرستیال «روډ روزینټین» د کابینې ځینې غړي د “ډونالډ ټرمپ” له ولسمشرۍ څخه د لرې کولو لپاره کارولي وو.
که څه هم «راډ روزینټین» پخپله وروسته دا راپورونه بې اساسه وبلل.
د ټرمپ په قضیه کې دا ترمیم څنګه کارول کیدی شي؟
که د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه وکړي، چې هغه اوس د ولسمشرۍ لپاره مناسب نه دی او خپل مسؤلیتونه نه ترسره کوي، نو هغه کولی شي د ۲۵مادي د دایمي ترمیم له مخې په داوطلبانه توګه خپل مرستیال ولسمشر مائیک پینس وټاکي.
په داسې حالت کې، د ولسمشر مرستیال تر هغه وخته ولسمشر پاتې کیدی شي، تر څو چې ولسمشر پخپله اعلان ونکړي، چې روغ شوی دی.