د متحده ایاالتو کانګرېس د ولسمشر جوبایډن بریالیتوب تایید کړ، چې په دې سره دی د متحده ایالاتو ۴۶ ولسمشر شو.
“جو بایډن” به د جنوری په ۲۰ مه لوړه وکړي.
د راپورونو په حواله، د کانګریس دواړو مجالسو په پنسلوانيا ایالت کې د جو بایډن پر بریا راپورته شوی اعتراض رد کړی.
امریکایي رسنۍ وایي، له مشرانو جرګې وروسته د استازو مجلس هم په پینسلوانیا کې د بایډن د بریا په اړه اعتراض د رایو په اکثریت سره رد کړی دی.
د واشنګټن ښاروال “موریل باؤسر” وروسته له هغه په ښار کې عامه اضطراري حالت اعلان کړ، چې په متحده ایالاتو کې د ټرمپ د پلویانو په لاریون کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه ووژل شول.
د واشنګټن د پولیسو مشر “رابرټ کونټي” وویل چې د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د “کیپیټل هیل” د لاریون په تور ۵۲ کسان نیولي، چې د ګرځبندیز قانونه په سرغړونو او د غیرقانوني وسلو لرلو په تور نیول شوي دي.
د پولیسو مشر وویل، چې دوه د پایپ بمونه هم د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتیکو کمیټو له مرکزي دفتر څخه ترلاسه شوي دي.
مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي
Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي