افغانستان انتخابات سرسکالو سوله سیاست

امرالله صالح: دوه سري حکومت کې هیڅلکه کار نه کوم، استعفا کوم

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، چې افغانستان يو زعيم لري او د خلکو په رايه معامله نه ده شوې.

د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح دا خبرې ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې کړي دي.

نوموړي په ننګرهار کې د علماء کرامو، مېرمنو، ځوانانو، رضا کارانو او مخورو سره په غونډه کې وويل، چې جمهور رییس او مرستیالان یې د خلکو په رایو سره ټاکل شوي، افغانستان يو زعيم لري او د خلکو په رايه هيڅ ډول معامله نه ده شوې، که کیږي دی به استعفا کوي.

صالح ویلي چې بهرنیو کړیو ډیره هڅه وکړه چې قانون مات شي، دوه سره حکومت جوړ شي، خو بریالي نه شول.

امرالله صالح د ننګرهار د کوزکونړ ولسوالۍ له وروستۍ پیښې قربانیانو سره د غمرازۍ او فاتحې په موخه دغه ولایت ته سفر درلود.

ننګرهار ته د امرالله صالح سفر

هغه د کوز کونړ ولسوالۍ وروستۍ پېښې ته په اشارې وويل:

«په هېواد کې دښمن د سياست او شخصي ګټو په موخه جګړه روانه کړې ده، چې له امله يې هره ورځ ډیری افغانان قرباني ورکوي.»

د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د ولسمشر غني په استازيتوب د وروستۍ پېښې له امله د ننګرهار ټولو خلکو ته د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل او د وروستۍ پېښې د ښې څېړنې او قانوني اقداماتو په تر سره کېدو کې يې ولسونو ته ډاډ ورکړ.

د والي ستاینه

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ هغه د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د کړنو ستاينه وکړه، چې په دې ولايت کې يې په بېلابېلو برخو کې په برياليتوب سره مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.

ده وويل:

«د کرونا له امله د قرنطين، وقايې او مرستو په موخه څلور سوه ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي، چې دوه سوه ميليونه يې لګښت ته وړاندې شوي او د هېوادوالو وضعيت ښه کېدو په موخه به په لګښت ور سول شي.»

هغه همدا راز د وچې ډوډۍ په شفاف ډول د وېش په برخه کې د ولايتي ادارې د هڅو ستاینه وکړه، د ځوانو رضاکارانو هلې ځلې يې د قدر وړ يادې کړې او زياته يې کړه، چې په راتلونکې کې به د دې رضاکارانو پرمټ نورې برنامې هم پرمخ يوسي.

لوی پرمختګونه راتلونکې دي

د ولسمشر لومړي مرستيال د هېواد عمومي وضعيت ښه کېدو ته په اشارې سره وويل، چې اوس افغان ملت يو موټی شوی او د ګاونډيو له استعمار څخه خلاص شوی دی او په راتلونکې کې به د لويو پرمختګونو شاهدان و اوسو.

دغه غونډه کې یو شمیر علماو، ځوانانو او قومي مشرانو هم ګډون درلود

نوموړي وويل:

«مونږ په ځان بسيا شوي ملت يو او که بهرنۍ مرستې نه وي کولی شو، چې د شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې نظام وساتو او نور پرمختګونه وکړو.»

ښاغلي صالح د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو له لوري وروستۍ پېښې وغندلې او زياته يې کړه، چې حکومت به له خپلې خاورې او هېوادوالو څخه د ساتنې ترڅنګ د سولې په برخه کې بريالۍ هڅې تر سره کړي.

له مدني بنسټو د والی شکایت

ننګرهار والی له ولسمشر او ډلې یې مننه کړې چې تل یې ننګرهار ته په سختو حالاتو کې پام کړی دی.

والي شاه محمود مياخېل د دې ولايت له خلکو په ځانګړي ډول علماء کرامو ځوانانو او نورو هغو کسانو مننه وکړه، چې په قربانيو سره يې په دې ولايت کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.

هغه زياته کړه:

«په دې ولايت کې يې په فکري او فرهنګي بدلون سره وضعيت ته مثبت بدلون ورکړی؛ خو له بده مرغه چې مدني حرکتونو د سوداګرۍ بڼه خپله کړې او ځينې وختونه د حکومت سالمې کړنې چيلینجونو سره مخ کيږي.»

ددې غونډې پر مهال ديني عالم مولوي مطهر، قومي مشر ملک جهانزيب او مدني فعال شريف الله ناصري د خپلو خبرو پر مهال د حکومت په نوې دوره کې د مداخلو مخنيوي، ننګرهار ولايت ته په بېلابېلو برخو کې د پاملرنې، د وروستۍ پېښې ښې څېړنې، د کرونا له امله خلکو سره د مرستو او ګڼ شمېر نورو برخو کې ستونزې شريکې او وړانديزونه وکړل.

ننګرهار والي د مدني بنسټونو له چلنده شکایت کړی دی

باید وویل شي چې ښاغلی صالح پرون پر داسې مهال ننګرهار ته سفر او وینا درلوده چې ترې څو ساعته وروسته په کابل کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه او په دې سره د شا او خوا ۶۶ ورځو سیاسي کشمکش پای ته ورسید.

ځینو خلکو ددې هوکړې هوکړې هرکلی او ځینو نورو یې سخت مخالفت کړی او دا یې د هیواد په خیر نه دی بللی.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ