ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
«ارنستو رافایل گوارا دلاسرنا» مشهور په «چي گوارا» انقلابی مارکسیست او د کیوبا د چریکي جګړو رهبر د ۱۹۲۸ زېږدي د جون پر ۱۴ مه په ارجنټاین کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. «چه گوارا» د فیدل کاسترو تر مشرۍ لاندې، چې په ۱۹۵۹ز کې په کیوبا کې واک ته ورسېد، د جولای شپږ ویشتمې غورځنګ له اصلي غړیو څخه یو و.
هغه وروسته له یوې مودې، چې د کیوبا په دولت کې یې مهمې دندې پرغاړه درلودې، په ۱۹۶۶ ز کې په نورو هېوادونو کې د ورته انقلابونو د په لاره اچولو په هیله، له کیوبا څخه ووت.
چه گوارا لومړی د کانګو دموکرات جمهوري دولت په نښه کړ او وروسته بیا بولیویا ته سفر وکړ او هالته د یو عملیاتو په لړ کې، چې سي آی اې طرحه کړی و، ونیول شو. سي آی اې د چه ګوارا د ژوندي ساتلو او د هغه د اطلاعاتو د تشولو لپاره ډېره هیله درلوده، اما بولیویا پوځ، دی یې اعدام کړ.
له وژلو وروسته «چه گوارا» د درېیمې نړۍ هېوادونو او سوسیالیست انقلابي غورځنګونو پر یو اتل بدل شو. دی، مخکې له دې، چې د نامنظمه جګړو د یو تیوریسن په توګه وستایل شي، د یوه ستر روح او انقلابي افکارو له امله، ستایل کېده.
«چه گوارا» د ۱۹۲۸ز په جون میاشتې کې د ارجنټاین په روساریو ښار کې په یو اسپانیوي ـ ایرلندي کورنۍکې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. «پاتریک مینچ» د «چه گوارا» ستر جد په ۱۷۱۵ ز کې په ایرلنډ کې نړۍ ته راغی او د اسپانیا، بیلبائو ښار ته له سفرونو وروسته په ارجنټاین کې تم شو.
«فرانسیسکو لینچ» د «چه گوارا» جد په ۱۸۱۷ او آنا یې «آنالینچ» په ۱۸۶۱ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د هغه زوی «ارنستو ګوارا لینچ» (چه گوارا پلار) په ۱۹۰۰ ز کې وزېږېد او له «سلیا دلاسرنا» سره تر واده وروسته د پنځو ماشومانو خاوند شو.
«چه گوارا» چې په یوې منځني پوړ کورنۍ کې له کېڼ اړخو افکارو سره وده کړې وه، د تودو او افراطي افکارو او نظریو له امله د خپلې کورنۍ په منځ کې پر ژبه و. سره له دې، چې ده، د سالنډي له فلج کوونکي ناروغۍ څخه په سخته توګه رنځ وړه، ویې شو کړای پر یو پياوړي ورزشکار بدل شي.
په ۱۹۴۸ ز کې یې د طبي علومو څانګې کې د لوړو زدهکړو لپاره بوینوس آیرس پوهنتون ته لاره پيدا کړه او وتوانېد له بورس څخه ګټه واخلي او د ۱۹۵۳ ز په مارچ میاشتې کې خپلې طبي زدهکړې پای ته ورسولې. ده، تر ډېر بریده خپله رخصتۍ به یې په لاتینې امریکا کې تېرولې.
په ۱۹۵۱ز کې «چه گوارا» د خپل بیولوژیست ملګري «آلبرتو ګرانادو» په وړاندیز، چې له تندلارو سیاسي فعالانو څخه شمېرل کېده، یو کال یې له پوهنتون څخه د لوړو زدهکړو رخصتي واخیسته او د یوه ۵۰۰ سي سي موټرسایکل سره، چې د «لا پودروسا» په نامه نومېده، لاتینې امریکا هېوادونو ته یې سفر وکړ.
دوی غوښتل چې څو اونۍ د «آلازوف» سیند په سواحلو کې تېرې کړي. هغه له خپل ۲۹ کلن ملګري سره، هېواد یې د «کوردوبا» په موخې ترک کړ. د دغه سفر خاطرې یې د «پر موټر سایکل د سفر خاطرې» تر سرلیک لاندې خپور کړ، چې په ۱۹۹۶ ز کې په هماغه سرلیک په انګلیسي ژبه وژباړل شو.
د ډېریو خلکو له فقر او نیستۍ څخه د هغه لومړني کتنې، دی یې، دې باور ته ورساوه، چې د ټولنیز محرومیت ځینې یوازینۍ لاره، د انقلاب په سیورې کې ده.
پرلهپسې سفرونو، ده ته زده کړل، چې لاتینه امریکا نه د بېلابېلو ملتونو ټولګې په توګه، بلکې د یو واحدي اقتصادي ـ کلتوري ټولګې په توګه وپېژني. د ده د آزادي غوښتنې طرحه، له لویو وچو څخه بهر تګلارې ته اړتیا درلوده.
ارجنټاین ته له ورتګ وروسته، ده خپلې طبي زدهکړې په لږ وخت کې پایته ورسولې، څو وکړای شي سوېلي امریکا هېوادونو کې خپل ماجراجویانه سفرونو ته ادامه ورکړي.
له دې وروسته چې گوارا د کيوبا د ولسمشر فول خونسیو باتیستا د رژیم پرضد، چې د امریکا له ملاتړه برخمن و، چریکي جنگ پیل کړ. دا جگړه بالاخره د باتیستا په ماته تمامه شوه. نوموړی مخکې تر دې چې کاسترو، چې گوارا او نور ملگري یې هاوانا ته ننوځي، وتښتېد او دومینکو جمهوریت ته یې پناه یووړه، خو چې گوارا په کیوبا اکتفا ونه کړه. له دې هېواده د خپلو عقایدو لپاره د مبارزې لپاره لومړی کانگو ته لاړ بیا بولوویا ته لاړ او هلته یې چریکي جگړه پیل کړه.
چه ګوارا په اړه پنځه خبرې
۱- ښوونځي کې دی په خنځير يا خوګ مشهور و. نوموړي توند او بې رحمه خوی درولود؛
۲- نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې مصر، مراکش، برما، تایلند، سودان، سریلانکا، پاکستان، هند، اندونزيا، جاپان، چین، یونان، یوګوسلاويا، چکسلواکيا، شوري يووال، شمالي کوريا، ختيځ المان، مجارستان، فرانسه، الجزایر، مالي، ګینه، کنګو او امريکا ته سفرونه کړي وو؛
۳- کيوبا کې د مارکسېستي انقلاب وروسته فډل کاسټرو دی د ماليې وزير کړ؛
۴- چه ګوارا د سګرټو عادتي وو او په همدې اساس ورته د ساهبندۍ ناروغۍ پيدا شوې وه؛
۵- چه ګوارا به ويل چې که چېرې يو ځل نړۍ تاسې بدل کړی، نو تاسې بيا کولی شئ نړۍ بدله کړئ.