سپورټ

ډېل سټېن د هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکې ډېل سټېن نن سې شنبه د اګسټ میاشتې په ۳۱مه نېټه د هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه.   ۳۸ کلن سټېن پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د هر ډول کرکټ سره د مخې ښې اعلان کړی او ویلې یې دي، چې زه نن په رسمې توګه له هغه لوبې سره مخه ښه کوم، چې ورسره زیاته مینه لرم.   سټېن لیکلې:   ‹‹زه نن … نور ولولئ

خواړه

څنګه وزن کم کړو؟

برابر او مناسب وزن لرل د انسان بدن ښکلی او تازه ښکاروي، خو زموږ په ورځني ژوند کې ځینې داسې خوراکي توکي دې چې زموږ وزن له ورځ تر بلې زیاتوي، نو اړینه دا ده چې دغه خواړه په ګوته کړو، او ځان ترې وساتو. د خوراکي توکو کارپوهان په دې اند دي، چې له ورزش څخه پرته د مناسب وزن د درلودلو لپاره باید د ځینو خوراکي توکو استعمال لږ کړو، او یا هم … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د پوهانو ویناوې!

ژباړه یوه ورځ د داسې چا سره مخ کېږئ، چې ستاسو تېر وخت ته ارزښت نه ورکوي؛ ځکه غواړي چې راتلونکې کې مو ترڅنګ اوسي. (الفرد ـ هیچکاک) پلار مې وویل انسانان په دوه ډوله دي: بښونکي او اخیستونکي. اخیستونکي ښه خوري خو بښوونکي ښه خوب کوي. (مارلو توماس) ژوند عمر کول نه دي؛ بلکې پرمختګ دی. عمر تېرول داسې کار دی چې حیوانان یې هم کولای شي. خو پرمختګ د لوړ انسان موخه وي، … نور ولولئ

خواړه

له ویټامین اي(E) څه ډول ګټه واخلو؟

د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې وېټامین اي(E )د روغتیا ترڅنګ زموږ د پوستکي ښکلا او سلامتیا کې خورا بنسټیز وېټامین دی. چې د فیټ سلیوبل او انټي اکسایدو ځانګړتیاوې درلودونکی دی. اود سرطان ګواښ څخه مخنیوی کوي. که چېرته له وېټامین اي څخه په ګټه اخیسته کې ستونزه لرئ، او نه غواړۍ درنه توی شي، نو وېټامین اي(E) له نورو نرمونکو کریمو یا لوشن سره یوځای استعمال کړئ. که چېرته ستاسو ستونزه دا وي، … نور ولولئ

اقتصاد

د سوداګرۍ د بریالیتوب لپاره لس مهم ټکي!

ژباړه ښه او خوندي پانګه‌اچونه، لکه د نورو دندو او مسلک په څېر، د اصولو او پلان جوړونې پوهې ته اړتیا لري، او هغه څوک کولی شي د یوې بریالۍ پانګوونې ادعا وکړي چې دغه اصول تعقیب کړي. 1 – دا چې وخت څنګه تېرېږي دا باید پيدا کړی؛ ځینې ​​وختونه بازار ممکن غیر فعال او بې ثباته وي، مګر دا حالت دوامداره نه دی، او ستاسو صبر، د دې باور سره چې وخت به … نور ولولئ

رسنۍ

د طالبانو په اړه د شاهد افریدي څرګندونې

  نوموړي د سه شنبې په ورځ د اګسټ په ۳۱ مه ویلي چې طالبانو مثبت ګام واخیست او دوی ښځو ته د کار اجازه ورکړه. وسله والو طالبانو د اګسټ په ۱۵ مه چې د زمري له ۲۴ مې نېټې سره سمون خوري له پنجشیر پرته په ټول افغانستان وکله ټینګه کړه. طالبانو ظاهراَ اعلان کړی، چې ښځینه کولای شي، د پخوا په څېر د اسلامي چوکاټ په رڼا کې خپلو زده کړو او … نور ولولئ

سپورټ

ویرات کولي؛ رېشاب پنټ باید د توپوهنې پراخه ذمه واري واخلي

  رېشاب پنټ چې د هندوستان په لوبډله کې د ایم ایس ډوني ځای ناستی بلل کېږي، په انګلستان کې د ټېسټ لوبو پرمهال ښه نه دی ځلېدلی او ویرات کولي ترې ګیله من دی. پنټ په انګلستان کې په پنځو وروستیو ټېسټ لوبو کې یې ټولې ۸۷ منډې کړي دي، چې د هندوستان په څېر لوبډله کې یو با قاعده یا ریګولر توپوهونکي ته بد خبر دی. د پنټ په اړه د کولي څرګندونې … نور ولولئ

افغانستان

پاکستان: نور د افغان کډوالو لپاره ځای نه لرو

پاکستان وایي، چې دوی نور له افغانستان څخه ورتلونکو کډوالو ته پناه نه شي ورکولی. په برلین کې د پاکستان سفیر محمد فیصل له شپیګل ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې هېواد کې یې اوس هم تر څلور میلیونه ډېر افغان کډوال شته دي. د هغه په خبره، اوس د دې وخت دی چې نور شتمن هېوادونه افغانانو ته ځای ورکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې له افغانستان څخه په تېښته هغو کسانو … نور ولولئ

سپورټ

روسیې د ساحلي فوټبال نړیواله اتلولي خپله کړه

د ساحلي فوټبال نړیوال جام پایلوبه د روسیې او جاپان ساحلي فوټبال ملې لوبډلو ترمنځ د روسیې په کوربتوب ترسره شوه، چې پکې روسیې پنځه ګولونه پر دوه جاپان ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې لومړی مقام وګاټه.   【第2ピリオド終了】2点ビハインドで最後の第3ピリオドへFIFAビーチサッカーワールドカップロシア2021 決勝#ビーチサッカー日本代表 2-4 ロシアLIVE:J SPORTS2/J SPORTSオンデマンド録画:BSフジ 8/30 4:00~https://t.co/IDEqCn4fRo#jfa #daihyo #beachsoccer #BeachSoccerWC pic.twitter.com/jj6nfrV0fx — 日本サッカー協会 (@JFA) August 29, 2021 د ساحلي فوټبال نړیوال جام   دا سیالي کټ مټ د فوټبال لوبې ته ورته … نور ولولئ

سپورټ

کریم جنت هم د نیپال EPL لیګ ته واخیستل شو

ټاکل شوې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۲۵مي نېټې څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر ۹مي نېټې پورې د نيپال EPL کرکټ لیګ څلورم پړاو ترسره شي، چې پکې شپږ لوبډلې به شاملې وي.   برانتنګتر وایررز، کتماندو کینګز، پوکارا رهینوس، برهوا ګلډیټورز، لالیټپور پاتروتز او چیتوان ټایګرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې شتون لري.   دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶م کال کې، د دویم ځل … نور ولولئ