افغانستان

عدلیه وزارت: ا.ا.ا د پخواني پاچا ظاهر شاه د دورې اساسي قانون نافذوي

د ا.ا.ا وایي دوی د موقتي دورې لپاره د وروستي پادشاه محمد ظاهر شاه اساسي قانون نافذوي. د ا.ا.ا د عدلیې سرپرست وزیر د چین له سفیر وانګ یو سره د لیدنې پر مهال ویلي، دوی ټولو هغه قوانینو ته درناوی لري چې د دوی له اصولو او شریعت سره په ټکر کې نه وي. د عدلیې وزارت پر رسمي فیسبوک پاڼه په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې د عدلیې د سرپرست وزیر … نور ولولئ

افغانستان

خلیلزاد: غني وتښتېد، که ا.ا پر ژمنو عمل وکړي په رسمیت یې پېژنو

امریکا وایي که طالبان پر ژمنو عمل وکړي نو د دوی له لوري به په رسمیت وپېژندل شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي طالبان دمګړی د امریکا لپاره خطر نه دی او که دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو امریکا یې په رسمیت پېژني او د نړیوالو اړیکې به هم ورسره ښې شي. هغه یو ځل بیا د … نور ولولئ

سپورټ

عزیز‌الله فضلي په رسمې توګه د کرکټ بورډ رئيس وټاکل شو

د ا،ا،ا د رییس الوزراء د لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند د حکم په اساس ښاغلی حاجي عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې عمومي رییس وټاکل شو.   د ويلو ده، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې حاجي عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه وټاکل شو .   ښاغلي فضلي له تېرو شاوخوا شلو کلنو راهیسې د افغانستان کرکټ ته په بېلابېلو برخو کې نه ستړې … نور ولولئ

افغانستان

شاهین: ملګرو ملتونو کې څوکۍ زموږ حق دی باید راکړل شي

د طا.لبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د استازي څوکۍ د دوی حق دی او باید ورکړل شي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان ټول ولس د دوی تر شا ولاړ دی او د ټولې سیمې هېوادونه هم له دوی سره دي او مخالفین یې په لاس کې هیڅ هم نه لري. شاهین څرګنده کړې چې د نوي حکومت د بهرنیو چارو … نور ولولئ

افغانستان

د روغتیا نړیواله اداره: پوره هڅه کوو چې افغانستان ته روغتیايي مرستې ورسوو

د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا له افغانستان سره پر روغتیايي مرستو ټینګار کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو رسنیو ته ویلي چې افغانستان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او د روغتیا نړیواله اداره دې ته تیاره ده چې دغه مرستې برابرې کړي. د سرچینې په خبره د روغتیا نړیوال سازمان دا خپل مسوولیت ګڼې چې د بې طرفۍ د اصل په مراعات سره په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د ژغورنې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مينه، رښتيا، صداقت او درناوى، کومه طبقه يې په عمل کې ثابتوي؟

دا سمه ده، چې د ټولنې دواړه طبقې هم ښځينه او هم نارينه دا او  دې ته ورته اړينې کلمې د ځان لپاره الګو ټاکي او ځان ورته رښتینى ښکاروي. خو راځئ په دې پوه شو، چې ښځينه که نارينه دا کلمې په عمل کې ثابتوي؟ ارواهپوهان وايي، چې د نارينه‌وو په نسبت ښځينه پوړ با احساسه ده او غواړي هغه څه، چې په خولې راوړي په عمل کې ثابت کړي، خو نارينه يوازې د … نور ولولئ

افغانستان

نرېندرا مودي: د افغانستان له اوسني وضعیت باید هېڅوک ناوړه ګته وانخلی

د هند لومړي وزير پرون شنبه نیویارک کې د م.م د عمومي ټولنې په ٧٦مې ناستې کې وویل، هېڅوک باید د افغانستان له وضعیت ګټه وانخلي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، مودي د م.م په عمومي غونډه کې ویلي دي چې باید ډاډمن شو، افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په ځاله نه بدلېږي. نوموړي زیاته کړې چې هېڅ هېواد باید د افغانستان د اوسني حالت څخه د ځان په ګټه د الې … نور ولولئ

سپورټ

کرکټ؛ افغان ځوانانو بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم عمره ملې لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره شوه، چې پکې تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.   د یادي لوبې بشپړ حال   پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په خپله لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې. یاده پاڼۍ کې بنګله‌دېش ته مولا ۳۹، افتخار حسین ۳۷ … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان د کريکټ زوال او د پاکستان رول

د افغانستان د کريکټ بورډ او پاکستان کریکټ بورډ ترمنځ ښې اړيکي چې څومره د ملي لوبډلې لپاره ګټورې دي تر هغه ډېر زيان لري. د افغانستان د کریکټ راپورته کېدل،تر بشپړ غړيتوب پوري رسول او د کریکټ نړيوالي شورا په رسمي غونډو کي د افغان لوبډلي ملاتړ هغو هيوادونو کاوه او کوي يې چې د اوس لپاره د پاکستان سره د کريکټ په برخه کې ښې اړيکې نلري. د افغانستان کريکټ اوس په خورا … نور ولولئ

خوندیتوب

پر کورونايي ناروغانو د سګرټ څکولو خطرناک اغېز 

یوه اذربایجاني روغتیاپال د کرونا وایروس کمېدو لپاره د سګرتو څکلو خبره رد کړه. د اسپوتنیک د راپور پر بنسټ، ځينې کسان په دې اند دي، هغه وګړي چې سګرټ څکوي، دکوویډ_١٩ ناروغي په اسانۍ زغمي، ځکه نیکوتین سږو ته د وایروس له دنننه کېدو مخنیوی کوي. روغتیاپال طاهر عیوضف، د اذربایجان د روغتیا وزارت کارپوه د څرګندونو تر څنګ دا ډول اوازې بې بنسټه وبللې. نوموړي زیاته کړه: برعکس هغه کسان چې د زیات … نور ولولئ