افغانستان

د اسد ۷مه، د ملي بیرغ ورځ؛ رنګونه یې څه مانا لري؟

د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ په ټول هېواد کې نمانځل کيږي. په دې ورځ خلک درې رنګه ملي بيرغ سره خپله هېوادنۍ مينه څرګندوي. د افغانستان په اساسي قانون کې ويل شوي دي. نولسمه (۱۹) ماده، لمړۍ فقره: د افغانستان (بیرغ) له: درېیو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دی. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له کیڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي. ملي بيرغ د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښځه په یو لاس زانګو او په بل لاس جهان زنګوي

  ښځه هغه نازکه، لطيفه او پياوړې طبقه ده چې په خپله غېږه کې يې لوړ اشخاص روزلي دي. په يو لاس زانګو په بل لاس جهان زنګوي. ښځې ډېر مهربان زړه لړي، ښځې خدای ج نازکې خلق کړي دي، د نارينوو په اندازه غښتلې نه دي او نه د هغوی په ډول فزيکي کارونه ترسره کولی شي. موږ دا هم ويلی شو که ښځې له ګل نازکې مګر له تېږې کلکې دي. ليدلي مو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښځې د چاپېريال په ساتنه کې څه رول لري؟

  چاپېريال ساتنه زموږ شا او خوا د هغو ټولو ژوندېو او غیر ژوندېو موجوداتو په اړه بحث کوي چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو په ژوند په مستقیم یا نامستقیم ډول اغېزه لري. له بده‌مرغه د څو لسیزو جګړې، د مسلکي کدرونو نشتوالي او د عامه پوهاوي کمښت زموږ د چاپېریال د خرابېدو سبب شوي. اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال درې مهمې ستنې ګڼل کېږی، چې د دغو  هر یوه ککړتیا د … نور ولولئ

په زړه پورې

د اختر په زړه پورې دودونه؛ څو یې دلته ولولئ

  اختر د هغې ورځې نمانځلو ته وايي، چې د نړۍ ټول مسلمانان يې د کال په اوږدو کې د درې ورځو په ترڅ کې نمانځي. زموږ په افغاني ټولنه کې هم په خورا جوش او له ګڼو دودونو سره لمانځل کېږي. افغانستان کې د اختر د نمانځلو دود په هره سيمه کې تو پير کوي، عموما په کليوالي سیمو کې خلک د اختر په سهار کليوال په ګډه مسجد يا حجرې ته چای وړي، … نور ولولئ

کلتور او هنر

بدل کې د نجونو ورکول؛ کومې ستونزې لري؟

  زموږ افغان ټولنه کې بيا تر ډېره په پښتنه ټولنه کې دودونه شتون لري چې ښې پايلې نه لري. ځينې دودونه ګټور او په زړه پورې هم وي خو دا ډول ځانګړتياوې په ټولنه کې بدې تماميږي. زموږ په هېواد کې دډېرو نورو ناوړه دودونو تر څنګ په بدل کې د نجونو د ورکړې دود دی چې ډېر وخت د نجونو د ژوند يې تياره کړی او د نجونو د ژوند د خنډ سبب … نور ولولئ

د ماشوم نړۍ

د افغان ماشومانو اختر نمانځل

  په افغانستان کې د ډېرو دودونو تر څنګ يو هم اختريز دودونه دي؛ دا رواجونه د اختر په درې ورځو کې تر سره کېږي. افغاني ټولنه کې اختر په ډول ډول رواجونو نمانځل کيږي. د هر ولايت هره سيمه بېل بېل دودونه لري؛ د اختر په رارسېدلو د ځوانانو تر څنګ ماشومان ډېر خوښ وي, په خورا جوش سره يې نمانځي. ماشومان سهار د اختر د مبارکۍ څخه وروسته د خپلوانو ګاونډيانو په کورونو … نور ولولئ

پوهنه

مهر څه دی، د چا لخوا مېرمنې ته ورکول کېږي او په اسلام کې د مهر په اړه څه حکم دی؟

  ځينې دودونه په ټولنه کې په خپله بد نه وي او په ډېرو برخوکې په زړه پورې او ګټور هم وي، خو دا ډول ځانګړتياوې په ټولنه کې ښې پايلې نه لري. دود دستور هم ښې او هم بدې پايلې لرلاى شي، تر هغه ځايه چې په افغاني ټولنې پورې اړه لري، تر ټولو ډېره بده برخه يې د نارينه د بې زياته واکمنۍ دود دى، چې دا دود له تاوتریخوالي سره مل وي … نور ولولئ

ژوند بڼه

پښتنه ټولنه؛ ولې له واده وروسته د زوی جلا کېدل عیب ګڼل کېږي؟

  موږ او تاسې تل اورو یا مو لوستي چې ګډ کار کول او ګډ اوسېدل ډېرې ګټې لري، مګر په کمه استثنا په اکثره ګډو کورونو کې لانجې او زړه بدوالی موجود وي. له ګډو کورونو مې موخه هغه کورنۍ دي چې څو وروڼه له ودونو څو، څو کاله پس او څو اولادو په درلودو بیا هم یو ځای اوسي او ښځې یې د کور کارونه، اخلی پخلی یا په شریکه کوي او یا … نور ولولئ

ژوند بڼه

د مور/ پلار ترمنځ شخړې او په ماشومانو يې بدې اغېزې

د مور/ پلار او اولادونو يو ځای اوسېدلو(ګډژوند) ته کورنۍ ويل کيږي. يوه نارمل کورنۍ هغې کورنۍ ته ويل کيږي، چې هر کار هره خبره په سلا او مشوره تر سره کوي. يو بل ته درناوي لري، له وړو لويو خبرو يو بل ته تيريږي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صوروت کې په ارامه پرته له کوم جنجال تاوتريخوالي ورته د حللاره ګوري. د اولادونو په روزنه او پالنه کې دقيق اوسي. کلي، کور … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د افغان مېرمنو پر وړاندې پراته خنډونه

کوم حقوق چې په اسلام کې مېرمنو ته ورکړل شوي دي له دې څخه يې نيمه سلنه هم افغانو ښځو ته نه دي ورکړل شوي. له خپل شته حقونو څخه بې برخې دي. له بده‌مرغه چې ناوړه دودونو ورڅڅه خپل حق اخيستی دی. هغه لويې ستونزې چې ښځې ورسره مخ دي لکه: ميراث، تعليم، ناوړه دودونه، د عقايدو غلط تفسير، اقتصادي ستونزې، محيطي ستونزې، باسواده ښځوته شک په سترګه کتل … ۱-ميراث؛ ميراث يوه پيچلې … نور ولولئ