ژباړه
١ – له هوساینې لاس واخلئ؛
ځانته په سختۍ او زیار کښلو مه وېرېږﺉ، د دې لپاره چې بېلابېل ګامونه پورته کوﺉ زړه ته د وېرې لار مه ورکوﺉ او د زدهکړې په هڅه کې اوسئ.
٢ – دا ومنئ چې تېروتنه د انسان د وجود یو جز دی؛
که په غلطه لاره لاړﺉ، د ضد له امله هماغه ځایی کې مه درېږﺉ، تېروتنه ومنئ او بېرته راوګرځئ.
٣ – اوږد فکر ولرﺉ؛
د بریالیتوب لاره ستاسې د لرليد انځور دی.
٤ – خوښ اوسئ؛
خوښي د انسان د الوت وزرې او د انګېزې جادويي اکسیر دی. د خوښ اوسېدلو فرمول ساده دی، نور خوښ کړﺉ په هماغه اندازه به خوښ او خوشحاله اوسئ.
٥ – ځانته هم وخت ورکړﺉ؛
ځانته ځانګړی وخت وټاکئ او حتا ځانته ډالۍ په نظر کې ونیسئ، د انګېزې د زیاتېدو سبب به مو شي.
٦ – ټولو هغو کسانو چې تاسې ته ویلي نشو کولای، فکر وکړﺉ او خپله انګېزه او هوډ لا پياوړی کړﺉ.
٧ – راتلونکی او تېر وخت ډېر جدي مه نیسئ: د راتلونکې په اړه ډېر فکر کول د اضطراب پرته بل څه تاسې ته نه درکوي او د تېر وخت په هکله فکر کول خفګان رامنځته کوي.
٨ – له ماتې وروسته له هڅې کولو لاس مه اخلئ: ځينې وختونه ګنج ته رسېدلو لپاره یو ګولنګ پاتې وي، چې په ځمکه یې ووهئ.