ژباړه
عصبي حجرې د خاصو موادو په مرسته، الکتريکي پيغامونه يو بل ته لېږدوي. مثلا که غواړٸ خپلې پښې ته حرکت ورکړٸ، له مغز څخه د پښو عضلاتو ته يو پيغام ځي. دا الکتريکي پيغام د “عصبي لېږدونکو” موادو په مرسته انتقالېږي ( د انسان مغز له پنځوس ډوله زيات عصبي لېږدونکي يا نوروترانسميټرونه لري).
د مخدره توکو کارول پر “همدغو عصبي انتقالوونکو” اغېز ښندي. مخدره توکي کولاى شي د ” د عصبي لېږدونکو” ترشح، تحريک يا مهار کړي او همدارنګه کولاى شي د يو عصبي لېږدونکي کړنه تقليد کړي. وروسته پخپله د عصبي انتقالوونکي په توګه رول ولوبوي او ځان د پيغام اخيستونکو ژورې وتړي، چې دا چاره په بدن او روان خپل اغېز لري.
نږدې ټول نشهيي مواد په مستقيم او نامستقيم ډول د “ډوپامين” په نامه د عصبي لېږدونکو ترشح/ افراز تحريکوي.
ډوپامين په لنډمهاله توګه د خوښۍ، رضايت او خوند احساس سبب ګرځي. ډوپامين هغه ماده ده چې د مغز د پاداش/ ځواب برخې يوه څنډه تشکيلوي او د مخدره توکو کارول په مغز کې د ډوپامين د زيات افراز سبب ګرځي. دا د دې سبب ګرځي چې ډېری کارونکي ښه احساس ولري او غواړي دا احساس لا زيات تجربه کړي نو له دې امله مخدره توکي زيات مصرفوي. هغوى په يوه کاذب څرخ کې ځاى نيسي، چې ماتېدل يې سخت دي. دا چاره دومره مخ کېږي، چې نور ورځنى ژوند د ګډوډيو سره مخ کېږي. دغه خلکو ته “روږدى/ معتاد” وايي.
دا چې د مخدره توکو زيات کارول د جسمي او مغزي زيان سبب ګرځي، په بشپړ ډول پېژندل شوي. خو لږ پېژندل شوي چې د مخدره توکو لنډمهاله کارونه د مغزي ضرر سبب شي.
د مغزي زيات ضرر په ځوانانو کې زيات دى، ځکه ماغزه لا هم د ودې په حال کې وي.
ډېرى ځوانان چې مصرف ته مخه کوي، نه پوهېږي يا سمدستي نه متوجه کېږي، چې نږدې ټول ډولونه روږدي کوونکي دي.
ځينې کسان له نورو ژر روږدي کېږي.
په لوړ ګمان اعتياد په دغو عواملو کې نغښتى دى:
جنټېکي وړتياد موادو د اغېز پر وړاندې حساسيت او شخصيت
چاپېريال
د مخدره توکو د مصرف لامل
د کارولو شمېر
هيرويين د مخدره توکو له ژر روږدي کوونکو موادو څخه دي، ځکه د ځواب ورکولو پر سيسټم قوي اغېز لري.
هغه زيانونه چې مخدره توکي مغزو ته رسوي په لاندې ډول دي:
وېره او خلقي بدلونه( خفګان، تاوتريخوالى…)
د حافظې ستونزې
له فکر کولو پرته کړنې ترسره کول
د فکري تمرکز ستونزې
په پلان جوړونه کې ستونزې