دغه سړي په ۹۶ کلنۍ کې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدی

د ایټالیا هېواد یوه ۹۶ کلن سړي په پوهنتون کې تر ازموینو وروسته بریالی اعلان شو او د پوهنتون له لوري ورته د فراغت سند ورکړل شو.
د جوزپه پاترنو په نامه دا سړی اوس په نړۍ کې تر ټولو زوړ سړی وپېژندل شو، چې لوړې زده‌کړې بشپړوي.
جوزپه پاترنو له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

“زده‌کړه داسي څه ده، چې هر څوک یې هر وخت او په هر عمر کې کولای شي، زده‌کړه په اصل کې یو دریاب دی. له خپله ځان سره مې پرېکړه وکړه، چې اوس او یا هم بیا هیڅکه، نو اخر مې په ۲۰۱۷م کې نوملیکنه وکړه.”

جوزپه پاترنو په خپلو خبرو کې وویل، چې له کتاب ویلو سره ډېره علاقه لري او زیات عمر یې په کتاب ویلو کې تېر کړی، خو په دې هیڅ نه وو توانېدلی، چې د لوړو زده‌کړو لپاره خپل ځان ته د ټیټ اقتصاد له امله زمینه برابره کړي.
هغه چې په یوې غریبه کورنۍ کې زېږېدلی، نو د کوچنیوالي په وختونو کې یې تر لومړنیو زده‌کړو وروسته نور لوړو زده‌کړو ته نه وه مخه کړې.
جوزپه پاترنو د خپل راتلونکي په اړه وویل:

“زما موخه دا ده، چې خپل ټول وخت په لیکنه کې تېر کړم، غواړم هغه ټولې لیکنې چې د ویلو چانس مې یې مخکې نه درلود اوس ووایم.”

پاترنو د خپلو خبرو په وروستیو کې وویل، چې د ډیپلوم په ترلاسه کولو اکتفا نه کوي، بلکې غواړي نور هم پرمختګ وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب